محمد اقبال خيبر

شاه محمد اغا دهلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ د لکړۍ د سيمې اوسېدونکی دی ، دی په کال ۱۳۷۰ لمريز کې دمحمد امان اغا په کور کې دې دنيا ته په همدې لکړۍ سيمه کې راغلی دی ، دا چې دشاه محمد اغا په خټه دزده کړې سره مينه اغښل سوې وه ، نودکلي دقواعدو سره يې سم لمړۍ زده کړې په جومات کې راپیل کړې دپام وړ ديني زده کړې يې وکړې او له پيله دا فکر ورسره وو چې که هيواد په رښتيا سيال کول غواړو لمړۍ به له خپله دينه پوره خبرتيا تر لاسه کوو تر څو دنورو په جوړو سوو او جعلي فتواوو او دروغجنو ددين په نامه چارو چې زموږ دبربادۍ په موخه يې تر سره کوي پوه اووسواو ددې تر څنګ دنورې نړۍ سره يې دپوره سيالۍ راز درک کړ نو ځکه يې په اورينه مينه عصري زده کړه هم دنورو ځينو کليوالو په توپير پيل کړه تر شپږم ټولګي پورې يې دضابط راحت شاه په لمړني ښوونځي کې زده کړه وکړه او بيا دزده کړې مينې کابل ته وليږه او د عبدالهادي داوي دعالي لیسې څخه يې په کال ۱۳۸۴ کې دفراغت سند تر لاسه کړ غلی کښينناست د سفر بستره يې بيرته په شا کړه او سيده کراچۍ ته ولاړ دا چې ده درک کړې وه چې زموږ هيواد ټکنالوژي ته اړتيا لري دپوهې تر لاسه کولو عصري وسايلو ته اړتيا لري نو ځکه يې هلته کمپيوټر ساينس پوهنځۍ پای ته ورسوله او بيرته سيده هلمند ته په تلوار راغی چې زده کړې ،پوهه نورو هلمند والو ته هم وليږدوي دښوونيز مرکز په جوړولو يې نږدې ۲۰۰۰ زده کوونکو ته کمپيوټري زده کړې ورکړې ، يو ځل بيا دنورې زده کړې مينې ليونۍ کړ او دنورو بوختياوو سره سره يې دلوی احمد شاه بابا دصحي علومو په انستيتيوت کې فارميسي ولوستله او په کابل کې له وزارت څخه یې دبريا ديپلوم تر لاسه کړ دسفر دوړې يې لا نه وې ځنډلې چې دهندوستان په لوري يې حرکت وکړ هلته يې اولټراساونډ يا په عامه اصطلاح دتلويزوني معايناتو زده کړه يې وکړه چې دا دی اوس په هلمند کې داراکوزيا په خصوصي پوهنتون کې دطب پوهنځۍ زده کړيال دی اميد سته چې يو ښه ډاکټر سي او ددې ناروغ وطن ټپونه پټۍ کړي نه داسې چې بيا يې په نخسه څوک پوه نه سي او نه داسې چې له طب څخه تجارت جوړ کړي او نه داسې چې رنځور وطن مو لا رنځور کړي بيا هم اميد لرم چې شاه محمد اغا به داسي نه سي .

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۹) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۹\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *