د زديان مناره

په شلمې ميلادي پېړۍ کې د افغانستان په اړه معلوماتي پاڼو او کتابونو کې هيچا د دې منارې ذکر نه دی کړی. سبب يې دا و چې د بلخ او دولت اباد تر منځ په خام سړک ورتلل ګران وو. د بلخ نه ۲۷ کلوميټر ليرې د دولت اباد په ولسوالۍ کې يو ترکمن کلی د زديان په نوم يادېږي. هم دلته په افغانستان کې د اسلامي دورې ترټولو زوړ جوړښت يو مينار په شکل ولاړ دی. خلک ورته د دولت اباد مناره هم وايي.

دا مناره په لومړي ځل ۱۹۳۸ م کې يو اروپايي پلټوونکي “اريک شرويډر” له خوا په نښه شو خو هغه وخت څو عکسونو نه علاوه نورې پلټنې پرې ونشوې. په ۱۹۵۲ م کې دا د لرغونپوهانو له خوا بيا وليدل شوه او دا يې د ۱۱۰۸ م کال وټاکلو.

دا ۶۰ فټه ( څه کم ۱۹ ميټره) لوړه مناره هماغسې له خښتو جوړه شوې ده لکه چې د غور او د غزني منارې دي چې پاسنۍ درېيمه برخه يې رژيدلې ده. د دې چاپېره ښکلې نقاشي او حاشيې دي او په کوفي خط کې کليمه او قراني ايتونه لري.

په يو ايت کې خلکو ته د جمعې د لمانځه بلنه ورکړې شوې ده نو داسې اندازه ده چې مناره به د يو جامع جومات برخه وي. په دې د هغه کس نوم ابو جعفر محمد ابن علي ليکلی دی چې ښايي د وخت د حکومت کوم چارواکی و او يا د دې سيمې والي و.

د منارې سره نږدې يو زيارت دی چې د خلکو په عقيده د حضرت صالح پيغمبرمزار دی. د دې زيارت ودانۍ ډېره زړه نه ده او ممکن د يو پخواني قبر د پاسه بيا جوړ شوی وي. عجيبه خبره دا ده چې د دې مخه لويديځ يا مکې لوري ته نه ده، بلکه ختيځ ته ده چې ښایي دا د اسلام نه وړاندې هم دلته موجود و. د زيارت نه بهرخلک په يو محرابي طاقچه کې د خټې يو غونډاری ږدي چې د دوی په عقيده د څرمنې د ناروغيو لپاره شفا بخښوونکی وي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۶) ګڼه\ چارشنبه\کب ۲۷\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *