نېټه: ١٣٩۶-۷-۱۳
کندهار، افغانستان- د کندهار د کرني او مالدرۍ رئیس سید حفیظ الله سیدي نن د ولایت مقام په رسنيز مرکز کي د خپلو فعاليتونو او راتلونکو پلانونو په اړه مطبوعاتي کنفرانس ورکړ.
ښاغلي سیدي وویل چي دې رياست د روان کال په جریان کې په مجموعي ډول ۶۰۰ میلیونه افغانۍ د کرني او مالدارۍ په انکشافي برخو کې لګولي دي چي د کوکران فارم رغول، د آبیارۍ د ۱۷ پروژو پلي کول، پر ۵۰۰ جریبه ځمکه باندي د نوو باغونو جوړول، د ۳۵۰۰۰ نهالونو تولیدول، د ۱۴ شنو خونو بیا جوړول، د ۴۰۰۰۰۰ حیواناتو واکسین، د ۱۲ سولري برمو ایستل، بزګرانو ته د ۵۰۰ ټنه بیلابیلو زراعتي تخمونو او ۷۰۰ نورو ته بيا د زراعتي او حیواني دوا ګانو ویشل، له ۱۰۰۰ ناداره کورنیو سره د چرګانو او غواوو مرسته او د ۸۰ كشمشخانو جورول پکي شامل دي.
هغه زیاته کړه چي په کندهار ښار او ولسوالیو کي ۳۷ حیواني کلینیکونه او د بزګرانو د ظرفیت سازۍ لپاره ۷ مکاتب لري چي تر دا مهاله یې نژدې ۱۵۰۰۰۰ بزګرانو سره د هغوی د مهارتونو په لوړولو کي کار کړی دی او د یاد ریاست په ابتکار د مالدارانو او بزګرانو یو شمېر اتحادیې جوړي سوي دي چي د دوی د ستونزو د حل په برخه کې رسیدګي کوي.
ښاغلي سیدي د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه وویل چي په پلان کې ده ۴ کانالونه، ۳۰ د غنمو نمایشي قطعې، ۴۳۷ د زعفرانو نمایشي قطعې او ۳۰ د چرګانو فارمونه ورغوي او د ماهیانو د توليد مرکز جوړ کړي. نوموړي دا راز وویل چي له مركز سره په هماهنگۍ سړې خوني او په کندهار کي شين کمربند جوړوو.
هغه د کرني په برخه کې ورپېښه لویه ننګونه د اوبو د سطحي کښته والی وباله او زیاته یې کړه چي که څه هم دولت او بهرني ډونران په دې برخه کې خپلي هڅي کوي خو د خلکو هر اړخیزي مرستي ته اړتیا ده.