تاند- په پاکستان کې د سیاستوالو او د هغو د خپلوانو پر ضد د اقداماتو په دوام کې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري خور فریال تالپور له روغتون څخه جېل ته ولېږل شوه.
جیونیوز خبري چاینل وايي چې مېرمن تالپور په دې تور محبس ته اچول شوې چې د خپل ورور اصف علي زرداري په شان د پیسو په سپینولو تورنه ده.
تر دې وړاندې د پخواني صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز هم په اقتصادي او مالي فساد کې د لاس لرلو په تور نیول شوې او تحقیقات ورڅخه شوي دي.
صدراعظم عمران خان د پاکستاني سیاستوالو د نیونو په اړه ویلي، تر هغو چې پخوانیو سیاستوالو په غیرقانوني ډول لاس ته راوړې شتمنۍ بېرته نه وي سپارلې، له بنده به خوشي نه شي.