علي محمد نظري ـ ښرنه
پکتيکا ولايت د زرغون ښار ولسوالۍ د روغتون ودانۍ د پنځه ميليونه امریکایې ډالرو په لګښت تر جوړېدو ورسته د یک شنبې په ورځ ګټې اخېستني ته وسپارل شوه.
د پکتيکا ولايت د زرغون ښار ولسوالۍ روغتون چې په ۲۰۰۷م کال کې یې د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، دغه روغتون شل بسترونه لري او د رغونې چارې يې د IOM مؤسسې لخوا په ۲۰۱۵ م کال کې بشپړې شوې او لګښت يې د USAID لخوا ورکړل شوی دی. د یاد روغتون ودانۍ په عصري ډول سره رغول شوي او ټول اړین ملحقات لري.
د پرانیستې په مراسمو کې د زرغون ښار خلکو د خپلو خبرو پر مهال د پکتیکا والي څخه مننه وکړه چې د روغتون ودانۍ د پاتي چارو د ژر بشپړېدو په برخه کې یې هلې ځلې کړې دي.
یادو خلګو د روغتون په جوړېدو خوښي وښوده او روغتون ته یې د مسلکي ډاکترانو د استخدام او عصري وسایلو غوښتنه وکړه.
دخېرکوټ اوسېدونکي اوقومي مخور وایې، په یاد روغتون کې د زرغون ښار ولسوالۍ د ناروغانو تر څنګ د پکتیکا د شپږو ولسوالیو او غزني د یو شمیر ولسوالیو د ناروغانو درملنه هم کېږي.
دوی د ولایتي ادارې څخه غوښتنه وکړه چې یاد روغتون دې له شل بستره څخه پنځوس بسترونو ته لوړ شي.
د پکتیکا والي امین الله شارق په جوړه شوې غونډه کې وویل :(( خوښ یم نن هغه روغتون چې په نړيوالو معيارونو برابر دی او د رغونې چارې د ځينو ستونزو لکه برښنا ،کارکوونکو او ډاکټرانو نشتون له امله ځنډېدلې وې ګټې اخستنې ته سپارم.)) شارق زياته کړه، د زرغون ښار ولسوالۍ روغتون ته د شپږو نورو ولسواليو ناروغان هم راځي چې شل بسترونه بيا د دومره لوی نفوس لپاره بسنه نه کوي او ژمنه یې وکړه چې دغه روغتون به له شل بسترونو څخه پنځوس بسترونو ته لوړ کړي. والي امین الله شارق وویل چې د عامې روغتیا وزیر سره یې د زرغون ښار او ارګون ولسوالیو د روغتونونو د ارتقا په اړه ځانګړې ناسته کړې او دغه راز د پکتیکا د ټولو روغتیایې مرکزونو ستونزې یې ورسره شریکې کړي.
هغه وایې چې یاد وزارت یو پلاوی هم رالیږلی چې د پکتیکا د ټولو روغتیایي مرکزونو څخه تر لیدني ورسته به یې بشپړ راپور د عامي روغتیا له وزرات سره شریک کړي.
دیادونې وړ ده چې یاد روغتون په نړیواله کچه جوړ شوی چې ټولې اسانتیاوي او عصري وسایل لري ، خو تراوسه ددې روغتون لپاره مسلکي او وړ ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي ندي ګومارل شوي ، خلک غوښتنه کوي چې د روغتون لپاره دې په کار پوه او متخصیص ډاکټران پر دندو وګومارل شي.