د دوشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه علي بابا مرکزي لېسه کې شاوخوا پنځه سوه زینتي نیالګي د یوه اشر په ترڅ کې کېنول شول.

په یاد اشر کې پکتیکا والي، مرستیال والي، د بېلابېلو دولتي ادارو استازو، قومي مشرانو، د ښرنې بنسټ غړو او ځوانانو برخه اخیستي وه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل چې د پکتیکا د زرغونولو هوډ لري او په وینا یې تر دې دمه یې شل زره نیالګي په بېلابېلو سیمو کې کېنولي.

ښاغلي وحدت وویل، دا چې ښوونځي د زده کړو مرکزونه دي، نو هڅه کوي چې د نیالګیو په کېنولو سره په یادو مرکزونو کې زده کوونکو ته سالم چاپېریال برابر کړي.

وحدت دغه راز وایي چې نه یوازې نیالګي کېنوي بلکې د پالنې برخې ته یې هم ځانګړی پلان لري.

بل لورته د اشر ګډونوال وایي چې نوي کال ته د ښه راغلاست په موخه یې د نیالګیو کېنولو په اشر کې برخه اخیستي.

دوی ژمنه کوي چې د نیالګیو د کېنولو ترڅنګ به یې د ساتنې برخې ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.

ټاکل شوې سږ کال په پکتیکا کې له ۳۰ زرو زیات میوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شي.

د نیالګیو کېنولو لړۍ په زیاتره سیمو کې د ولسي اشر له لوري ترسره کیږي.

درنښت

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *