له څو کلونو جګړو راهیسې د هیواد په هر کنج کې معارف ته بې شمیره زیانونه رسیدلي دي، چې یو یې هم د پکتیا زرمت ولسوالی معارف دی.

په یاده ولسوالۍ کې داسي ډير ښوونځي شته چې د ځآیی طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړو په وخت تر څو ورځو پورې بند وي او زده کوونکي یې ډۍ په ډۍ ګرځي. داچې یاد معارف د وسلوالو طالبانو له ګوت څنډنې هم خالي نه دي، داسي څو څو ځله طالبانو ټولو ښووځي ته امر کړي و چې باید ځیني داسي مظامین باید په ښوونځیو کي تدریس نشي چې دحکومت ملاتړ په کې وي لکه (مدني معلومات، او ټولنیز علوم).

سره له دې، طالبانو ځيني داسي کتابونه  په ښوونځیو ویشلي، چې په لوستلو سره یې زده کوونکي په مستقیم ډول دحکومت ضد کړنې ته اماده کیږي. د زرمت وسلوالې ډلې ټولو مکتبونو ته امر کوي چې باید جلا په یوه سیمه کې د ازمایښتي کانکور واخیستل شي، چې بیا ډیرې زده کونکي هلته ځان نه حاضره وي، چې ددې په پایله کې طالبانو د شاګردانو په نشتون کې ټولو مکتبونو او حتا  د زرمت مرکزي لیسې ته اخطار ورکړي و، او یو ځل بیا دا مکتبونه د دریو ورځو لپاره بند پاته و.

تر ټولو کرغیړنه خبره خو داده ، چې د زرمت معارف ریس هم د دوي له امرونه خلاص نه دي، تیر ځل هم یاد ریس د دوي له خوا تعین شوي و، چې یاده تاییدي ورسره د پکتیا مرکزي ادارې هم منلې وه، ځکه که ونه منل شي، بیا نو باید ښوونځیو ته غټ قلفونه واچول شي. چي بیا دا ریس هم د څو څو ځله غیر قانوني کړنې په تور تورن شو او له دندې ګوښه شو.

داسې ډيرې کیسې شته، چې طالبانو د زرمت معارف د خپلو کارونو لپاره د یو ډال په توګه کاره وي.

اوس هم بله دا تازه پیښه چې په جنوب کې ساري نه لري. د باتور د عالی لیسې ته یو کومانډو د سید عارف په نوم یو زده کونکی رایستلی او بیا بربنډ کړي، چې ګواکې دا د وسلوالو طالبانو سره لاس لري او بیا یې ځینو ښوونکو ته سپکې سپورې ویلي دي، چې داده نن دریمه ورځ ده چې ښوونځي د اعتراض په ډول تړل شوي دي. نوموړي لیسه له ډیرو ستونزه سره تل مخ وي، د سرک له غاړې سره پرته لیسه ده چې تل جنګونو په وخت تړل شوي وي، ځکه چې یاده لیسه هیڅ چاردیوالي نه لري.

د زرمت په ټولو سیمو کې ښوونځي تل د ډول ډول جګړو، اخطارونو او حتا کله نا کله د معلیمینو دنشتون له کبله هم بند پاته وي، چې زده کونکي یې بې سرنویشته ګرځي او ډیريي زده کوونکي خو د وسلوالو لیکوته ځي.

اوس خبره داده ، چې د دې ټولو پښو ځواب څوک واي؟ زده کوونکي به چیرته لاړ شي؟ دا او دې ورته نورې لاملونه دي چې باید د زرمت معارف ته توجو وشي کنه ښوونځي به بند شي، او زده  کونوکی به ټول د وسلوالو سره یوځآي شي. حکومت باید د معارف په برخه کې سم استاري وټاکي او دا ستونزه د حل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *