زرمت د پکتيا مرکز ګردېز سره نښتې ولسوالي ده، چې د دې ولايت تر نورو دولسو ولسواليو پراخه او ګڼ نفوسه بلل کیږي.
د دې ولسوالۍ نږدې ۲۰۰ زره اوسیدونکي د رای ورکولو په شرايطو برابر دي، خو په دويم پړاو ټاکنو کې يوازې ۲۵۰۰۰ کسانو رايې کارولې دي او داسې ويل کیږي، چې نږدې ۷۰ زره د رايو ورکولو کارتونه په ياده ولسوالۍ کې وېشل شوي دي.
په ټاکنو کې د خلکو نه ګډون يوازينی لامل ناامني او له افغان حکومته د خلکو لرې والی دی.
که چېرې امن وي او خلکو ته د ژوند اړينې اسانتياوې برابرشي، نو دا ډول به له ملي پروسو څخه هومره ګڼ نفوسه سيمه نه محرومیږي او هغه لاملونه زيات دي، چې خلک يې په ملي پروسو کې له ګنډون کولو منع کړي دي.
د زرمت ناامنیو دومره ولس ځپلی، چې په جاپان کې به سونامي هم دومره د يوې سيمې ولس نه وي اغېزمن کړی. د خلکو اقتصاد په صفر ضرب دی، ځمکې یې هغه ډول حاصلات نه کوي، څنګه چه پخوا وې. د ماشومانو د تعلیم پر وړاندې يې نا امنۍ لوی خنډونه دي، روغتیایې اسانتیاوو ته هم سم لاسرسی نه شته. سړکونه یې وران ويجاړ دي، ته به وايې دا دیارلس کاله ورته هېچا هم پام نه دی کړی. دګردېز د بازار نه چې د زرمت سړک پيلېږي، په اړه به يې فکر وکړې، چې ګويا دا به د افغان خاورې برخه نه وي. د وخت حالاتو او ورانیو هر څه له ځان سره وړي. هر کله چې یې کلیو ته ور نږدې شې، نو فکر به کوي، چې له جګړې وروسته کلی تازه د خلکو میشتدو ته چمتو کیدونکی دی ياني يوازې تش په نوم يوڅه دي او بس، په ټوله کې د لومړنيو پېړيو او زمانو وخت ته ستنېږې. هېڅ شی داسې نه درته ښکاري، چې زړه دې هوس پرې وکړي، هر څه به درته کټ مټ د جګړو کلونه در په ياد کړي. که د پورتنیو حالاتو پخوانی انځور د یو سپین ږیري څخه وپوښتې، نو شايد هغه له کډوالۍ مخکې زرمت ډېر اباد وبولي. خلک يې که بې وزله وو، خو يوالی يې له ورايه جوت وو او د هرې هغه څرګندويي يې کولای شوای.
د اوسنيو ورانیو لاملونه بې شمېره دي. له زرمت څخه د هېواد نورو سیمو او یا هم له هېواده بهر کډوالۍ لوی هغه ګڼل کیدای شي. ددې نامتو ولسوالۍ ډېری خلک پاکستان کی مېشت دي، د پاکستان د پنجاب ایالات، بلوچستان، سنده او کم شمېر يې خیبر پښتونخواه سیمه کې دي او هغه ځايونه پرې اباد شوي دي. په ريښتيا د زرمت خلک خواري کښ او زحمت کشه دي، دوی هلته دومره درنو او سختو کارونو ته تن ورکوي، چې خورا ستونزمن دي او همدا لامل دی، چې د پنجاب تر چوهدریانو یې هم ښه کاربارونه د ځان لپاره برابر کړي دي.
زرمتي کډوال چې کله خپلو مېنو ته راستانشي، تر لنډ وخت تېرولو وروسته يې حالات زړونه ورمات کړي، اړ شي، چې بېرته خپلې اصلي او پلارنۍ مېنې او کورونه پرېږدي، پاکستان او نورو وطنونو ته ستانشي.
په پاکستان کې ددې خلکو پاتې کېدل د زرمت د بربادۍ لپاره د خطر زنګ دی، اوس ان تردې چې په پنجاب اوسند کې د سيمه ييزو ښاري پوستونو لپاره هم ځانونو کاندیده وي او ان داسې فکرکېږي، چې بويه ددوی زامن به هم بیا خپل پلارني ټاټوبي زرمت ته را ستانه نشي.
هر سیمه یو قوي او با احساسه مشر ته ضرورت لري. دمشر نه موجوديت هم د زرمت برخلیک له بربادۍ سره مخ کړی دی. اوسني ځینې مشران خو ډېر سخت ویرېږي، ته به وایې، چه مرګ یواځې په دوی پسې ګرځي، خو شايد داسې به هم نه وي، لکه څنګه چې فکر کوي. که قومي حساب ته وګورو کېدای شي، هېڅوک رایه ورنکړي او که په ولسوالۍ کې مشران دي، هغه د ځان په خاطر اړ دي، چې هلې ځلې وکړي، ترڅو هلته وخت تېر کړي. فعلي ادارو کې یواځې هغه خلک دي، چې د زرمت لپاره نه، بلکې د خپل اولادونو د نفقې په لټه کې دي او که څوک ځان مشر بولي ملت ته دې واضح کړي، چې کومې قربانۍ يې ورکړي او څه لاسته راوړنې لري.
روانه جګړه د زرمت د بدبختیو یو بل ور:
د دولت نه پاملرنه، په تېر دیارلسو کلونو کې دولت کوم ځانګړی کار نه دی تر سره کړی، چې خلک پرې حساب وکړي او زړه يې پرې اوبه وڅښي. ددې ترڅنګ داسې کوم مشر نه دی را پورته شوی، چې ددې ولس پوښتنه وکړي او ورسره ځان شريک وګڼي.
دا دولت یوه لويه کمزوري ده، چې په افغانستان کې يې لرې پرتې سيمې له ياده ايستلې دي او خپل ټول پام يې تر دريو څلورو لويو ښارونو پورې محدود کړی دی، نو همدا لامل دی، چې د ولس او دولت ترمنځ واټن زيات شوی او ورځ تر برلې مخ په زياتې دو دی.
په دې برخه کې دسيمې هغو ځوانانو ته هم د ملامتيۍ ګوته نيول کېږي، چې شنلي او نا منظم فعاليتونه کوي او په بدل کې يې خپلې سيمې ته هېڅ راز خېر نه رسيږي.
څه پکار دي:
که چېرې په ريښتيا سره د لرو پرتو ولسواليو او سيمو خلک په خپلو سيمو کې د بدلون غوښتونکي وي، نو پکار ده، چې راويښ شي او د ځان تر غوښتلو سېوا خپلې مټې رابد وهي او خپل شنلي مدني فعاليتونه سره همغږي کړي او هغه کارونه تر سره کړي، لکه د پرمختليو او ابادو سيمو خلکو چې تر سره کوي. دوی ته پکار ده، چې خپل ځوان کادرونه او لوستې سټې په راتلونکي حکومت کې له کوم تبعيض پرته د خپل رواحق له مخې وړاندې کړي، تر څو يوې سالمې سيالۍ ته لار اواره شي او له پرمختګونو لرې پاتې سيمې هم د پرمختګ په کاروان کې ورګډې شي.
د راتلونکي حکومت له جوړوونکو او همدا ډول هغو کسانو غوښتنه ده، چې په رئس کې قرار لري، دوی بايد د هغو سيمو ځوانانو او همدا ډول د هغو سيمو لپاره خپل ټول پام وګرځوي، چې په تېره ديارلس کلنه دوره کې له ياده وتلي وو. ددې ترڅنګ له ځايي خلکو غوښتنې دادي، چې د خپلو جرګو په مټ تېر څه راژوندي کړي او هغه ستونزو رېښو ته ځانونه ورسوي، چې تر اوسه يې د پرمختګونو مخه نيولې ده.
له امنيتي او اقصادي پلوه داسې سيمې د هېواد په کچه د توجه وړ دي او راتلونکی ولسمشر بايد دې ډول سيمو ته اړينه پاملرنه وکړي، تر څو د هېواد اکثريت له حکومت سره يو ځای شي او هغه ستونزې، چې له دې ډول ستراتيژيکو نقطو څخه نورو سيمو ته رېښې غځوي، کنټرول کړي.