ټولنیز لاملونه د دې سبب کېږي، چې ټولنیز ارزښتونه مو بېل بېل خوا غوره کوي.
پوهه او علم په هرې ټولنې کې ارزښت نه لري اونه عالم او پوه انسان په هر ځای کې د احترام او عزت وړ وي.
په دې پوه شه که ته ډېره پوهه لرې او د ټولنې اکثره خلک ناپوهه او بیسواده وي، د دې پرځای چې د پوهې په سبب د ولس په زړه کې ځای پیدا کړې، د نفرت لامل ګرځې.
رښتیا هم د زرو په قدر زرګر پوهيږي نه اهنګر او په کومې ټولنې کې چې د پوهې کچه ټیټه وي، د پوهانو پر ځای د ناپوهانو قدر او عزت پکې زیات وي، ځکه چې د پوهې له ارزښته ناپوهه ناخبره وي.
هو! په داسې ټولنو کې د پوهې او فکر خاوندان هم خواشينې او خفه وي او د یو ډول افسردګۍ احساس کوي. دی په ټولنې کې د ځان په شان خلک لټوي او له داسې خلکو لوړې ارزوګانې او امیدونه لري، دی هغه څه چې په ځان کې وینې، په ډېرو خلکو کې یې نه شي موندلی او د دې هغه توقوعات چې د ټولنې له عوامو ځینې لري، نه پوره کېږي او د یو ډول یوازیوالي سبب یې ګرځي.
رښتیا هم دی یوازې دی او خپل برابر دوستان په اسانۍ نه شي پیدا کولای.
که ته ډېر ښکلی یې او خپل ثاني پیدا نه کړې او ټولنه ډېره بدرنګه وي، نو د بدرنګو به حتمي نه خوښېږې او ته به د یوازیوالي احساس کوې.
په کومو خلکو کې چې پوهه زیاته وي، د پوهانو عزت زیات کوي او په کومو ټولنو کې چې پوهه کمه وي، د ناپوهانو عزت زیات کوي.