لیکوال محمداکبر حقمل
که څه هم ویل کېږي، چې انسان د مینې تابع یا پیرو دی یعنې کله، چې مینه ورسره وشي نو ضرور هغه هم په مقابل کې مینه ورکوي خو په اوسنۍ نړۍ کې داسې کسان هم موندل کېږي، چې د مینې ورکونې ارزښت نه لري او د مینې په ارزښت نه پوهېږي. دې ډول کسانو ته، چې هر څومره مینه ورکړې په همغه کچه یې هوا لوړېږي او د مینې ورکونې کچه یې کمېږی، چې په پایله کې یې دا کار د خپل ارزښت کمولو او داسې نورو بدمرغیو لامل ګرځي. ښه زړه وړونکي او یا په زړه پورې کسان هغه دي، چې تاسو به ورته په ډېره کمه کچه هم مینه نه وي ورکړې خو هغه به مو په خپله بشپړه مینه ماړه کړي. هغه کسان کوم، چې د مینې په ارزښت پوهېږي په حقیقت کې هغه د خپل ځان لپاره د مینې کچه لوړوي یعنې کله، چې د بل د مینې په ارزښت پوه شي او په مقابل کې یې هغه ته زیاته مینه ورکړي نو په حقیقت کې به همدغه کس د ريښتینې مینې خاوند او څښتن وګرځي او په ډېره ساده او غوره لار به د مقابل لوري مینه په آسانه ډول لاسته راوړي. هغه کسان کوم، چې د مینې ارزښت نه لري تل په یوه اړخ فکر کوي یعنې د مینې غوښتنې کچه یې زیاته او د مینې ورکونې کچه یې ټیټه وي. که چېرې د مینې اخیستنې او مینې ورکونې کچه توپیر ولري او سره مساوي نه وي په حقیقت کې دا مینه نیمګړې ده او بشپړه مینه نه شو ورته ویلای ځکه، چې مینه هر هغه وخت بشپړېدای شي کله، چې له دواړو لورو څخه په مساوي ډول یو او بل ته ورکړل شي. هغه کسان کوم، چې ستاسو د مینې په ارزښت نه پوهېږي مینه ورکول ورته اړین نه دي ځکه کم اصل یا ناپوه ته مینه ورکونه په خپل سر باندې د هغه د سورولو معنا لري. هغو کسانو ته کومو ته، چې تاسو په ریښتینې بڼه مینه ورکوئ او دوی مو له مینې څخه ناوړه ګټه اخلي په حقیقت کې د خپل ځان ارزښت کموي او تاسو دې اړ باسي ترڅو تاسو پرې د خپلې مینې کچه کمه او حتی ودروئ. مینه هغه وخت بریالۍ کېدای شي، چې د دواړو لورو څخه په مساوي ډول یو بل ته ورکړل شي کنه نو د بدمرغیو لامل ګرځېدلای شي. له لوستلو مو نړۍ مننه ستاسو ورور محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal