د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د حکایتونو ښکلی کتاب د زرو هېندارو کور(لومړی او دوېم ټوک) د قلم لار مدني ټولنې له خوا په  په ښکلې بڼه او ښه صحافت چاپ شو.

د زرو هېندارو کور د نړۍ د ادبیاتو هغه غورچاڼ دی  چې زموږ  ناهیلي ولس ته  د رڼا د یو څرک په شان ښکلی پیغام له ځان سره لري.

دا کتاب خوږ ژبي لیکوال اسدالله غضنفر په ډېره ښایسته او ساده ژبه ژباړلی، چې په کې د نړۍ  فولکلوریک حکایتونه او نکلونه  راټول شوي دي اوښاغلي غضنفر د ډېرو زیاتو حکایتونو له منځه انتخاب کړي.

د زرو هېندارو کور هر ټوک ۳۲۰ مخونه لري او تاسې کولای شئ چې په مازیګر کتاب پلورنځي کې یې واخلئ.

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *