استاد اجمل ښکلی

موږ د رحمان بابا او نورو شاعري په خوند خوند لولو، خو که څوک د رحمان بابا غوندې شاعري کوي، حساسيت ورسره ښيو.

د پخوانۍ شاعرۍ وخت، غوښتنو او وسايلو زموږ له له وخت، غوښتنو او وسايلو سره توپير درلود.

وخت، وسايل او غوښتنې په ټولنه کې بدلون راولي او د ټولنې له بدلانه سره په هنر کې بدلون راځي. د هر وخت د هنر خپل بازار وي. دا بازار د هنر له بدلون سره بدلېږي او هنر په نويو مينه والو پسې ګرځي.

پخوانو خپل ساده چاپېريال ته شعر وايه. اوس چې وسايل ډېر شوي، خلک د هغه محدود چاپېريال له انحصاره راوتي دي.

د وسايلو زياتوالي او د چاپېريال پراختيا په ادب کې موضوعي پراختيا او رنګارنګي راوستې. پخواني خلک له طبقاتي ژوند، وجوديت، لاشعوروالې او نورو فلسفي او رواني موضوعاتو سره اشنا نه وو او له ادبه يې يواځې د پندو و عشق تصور لاره.

پخوانو د ژوند تر عادي پېښو ادب لوړ ګاڼه؛ خو اوس ډېرې سطحي پېښې هم په ادب کې وړاندې کېږي.

پخوانو خلکو له شاعرانو د وعظ او د يو څه د زدکړې هيله کوله؛ خو اوسني خلک له ادبه د تحير، ژوند ته د نوي ليدلوري د کتو او خوند لپاره استفاده کوي.

نو اوس چې ادب پرمختګ کړى، دا به ډېر سادتوب وي، چې سړى پخواني وخت وروګرځي او د رحمان بابا په سبک شاعري پيل کړي.

بيا ولې پخوانى ادب لولو؟

يو، ادب د علم پرخلاف پر ذوق ولاړ دى او ذوق ثابت نه وي. په علم کې د پخوا زمانې د لويو لويو پوهانو خبرې اوس څوک په دوه توته نه اخلي، خو د ډېرو پخوانو شاعرانو شعرونه خوند راکوي. د لرغوني يونان د هېرودتس د تاريخ له مېتوده استفاده نه کوو، د امپدوکلس خبره، چې طبيعت له خاورې، اوبو، اور او هوا نه جوړ دى، اوس په ساينس کې نه چلېږي؛ خو د هومر حماسې او د سافو شاعري اوس هم لولو.

دا سمه ده، چې ذوق په يوه ټاکلي مهال او چاپېرىال کې لوى شوى وي؛ خو له مهال او چاپېرياله انحراف هم د ذوق يوه ځانګړنه ده.

دويم، له پخواني ادب سره زموږ لويه اړيکه د لرغونو اثارو غوندې ده. لرغوني اثار خلک خوند او ډول ته ساتي. که څوک د دوه زر کاله پخواني خاورين جام کې اوبه درکړي، څومره به درته ساده ښکاره شي.

لرغوني اثار چې خلک په لرغونتونونو کې په خوند ګوري يا يې په کورونو کې په احتياط ساتي، مطلب يې دا وي، چې له پخواني وخت و چاپېريال سره خپله اړيکه وساتي. څرنګه چې انسان له مرګه وروسته د ژوند ارزو لري، دغسې په نړۍ کې له زوکړې نه د مخکې اوسېدو او حضور ارمان هم لري.

موږ چې پخوانى ادب لولو، د هغه وخت او ځان ترمنځ يوه مرموزه اړيکه احساسوو او دا اړيکه مو د پخواني ادب لوست ته لمسوي.

درېيم، موږ په پخواني ادب کې هغه برخې په راستۍ لولو، چې د وسمهال له ادبي غوښتونو سره برابرې وي.

څلورم، که څه هم اوسنى ادب نوى دى، خو له پخواني سره د ادبي دود پر اړيکه ولاړ دى. دا اړيکه د پخواني او اوسني ادب لوست راته ممکنوي. که دا رابطه نه وي، نه به په پخواني ادب پوه شو، نه اوسني. همدا رابطه مو د پخواني ادب لوست ته هم هڅوي.

له دې خبرو دا پايله اخلو، چې د ادب ښه لوستونکى هغه دى، چې د ښکلا احساس يې د هر وخت په ادب کې خوند وموندلاى شي؛ خو ښه هنرمن هغه دى، چې د خپل وخت پر تمايلاتو پوه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *