‌ متمدنه دنیا د زغم د خپرولو ملاتړ کوي او مهذب انسانان تقریبا په یوه خوله وایي چې که انسانان د یو بل نظریات، کلتور، توکم ، جنس او د ژوند طریقې ونه زغمي، سوله به رانه شي او د هیڅ دین، عقیدې، کلتور یا توکم خدمت به ونه شي ځکه د زغم ځای جنګ او خصومت نیسي او چې د جنګ او میرڅۍ اور بل شي، انسان خپله هغه انرژي چې تعمیر، تکمیل او ودانولو ته یې ورکوي، په تخریب، وژنو، تباهي او وراني باندې لګوي، خو له دې سره سره هم اوس او هم په تېرو زمانو کې ځینو کسانو د زغم د لارې کړی دی او خپل دلایل یې راوړي دي.

د زغم مخالفان وایي چې دوی له ځینو فکرونو سره ځکه مخالفت کوي چې مضر دي او باید سرکوب شي. د دې دلیل په ځواب کې ویل شوي دي چې که یو فکر چا ته مضر ښکاري دی حق لري چې مخالفت ورسره وکړي، مګر فکر او د فکر څښتن سره بېل دي. د کره کتونکي حق دی چې د یو چا له شاعري سره مخالفت وکړي مګر که له شاعر سره مخالفت کوي دا بیا بداخلاقي ده او جواز نه لري. په سیاسي، کلتوري او نورو مسایلو کې هم دغه خبره کولای شو. مونږ که مثلا درېشي نه خوښېږي ، دا مو حق دی چې د درېشي په خلاف دلایل راوړو او پخپله یې وانه غوندو، مګر که بل نه پرېږدو چې درېشي واغوندي او ځورو یې، دا بیا سمه نه ده. له بلې خوا هغه کسان چې د بل چا فکر ته غلط وایي، په دې هم باید فکر وکړي چې ممکن د کبر او لویی پیریان ورباندې ناست وي چې په اسانۍ سره د سم او غلط حکمونه کوي او ځانونه ورته تر نورو هوښیار ښکاري.

د زغم مخالفان وایي چې مختلف نظریات ټولنه سره وېشي، نو د دې لپاره چې په ټولنه کې وحدت وي، پکار ده د مخالفو نظریو خپروونکي ونه زغمل شي. د دې استدلال په ځواب کې ویل شوي دي چې د زور او فشار له لارې وحدت ماتېدونی وي. وحدت هغه وخت واقعي او پاتېدونی دی چې خلک په خپله خوښه او د ازاد بحث په فضا کې مشترکو نتیجو ته سره ورسېږي. شوروي اتحاد په زور جوړ شو خو کله چې د مختلفو جمهوریتونو خلکو لږ څه فرصت پیدا کړ، ټول سره بېل شول. د شوروي اتحاد څه کم درې سوه میلیونه اوسېدونکي متحد پاتې نه شول مګر په هندوستان کې دولس سوه میلیونه کسان د یو بل په خوا کې شریک ژوند ته ادامه ورکوي، ځکه په زور نه بلکې په رضا سره یو ځای شوي دي. متل دی وايي چې زړه تنګ نه وي ځای نه تنګېږي. د زغم په چاپېریال کې د مختلفو نظرونو او کلتورونو کسان له یوبله نه تنګېږي.

د زغم منتقدین دا هم وایي چې که په ټولنه کې د نن ورځې له کمزورو مخالفانو سره ګوزاره وکړو نو سبا که زورور شي، په کراره به مو پرې نه ږدي. د دې دلیل په ځواب کې ویل شوي دي چې په یو چا باندې تر وخت له مخه بدګومانه کېدل، اخلاقي جواز نه لري. انسانانو ته باید خوشبین واوسو. هغه انسانان چې بدي ورسره نه کوو، بدي به راسره ونه کړي خو که ظلم او ستم ورسره کوو، نو چې فرصت په ګوتو ورشي، ممکن کسات رانه واخلي. د عقل غوښتنه دا ده چې تر وسه وسه په هیچا فشار وانه چوو او ځانونو او خپلو خلکو ته په لوی لاس دښمنۍ ونه کرو. هغه څوک چې د بل وژل او ختمول غواړي، دې ته یې پام نه دی کړی چې په معنوي لحاظ یې د ځان ختمولو او وژلو ته مټې رانغښتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *