فواد لامع –
تجربو دا وار وار ښودلې چې د مرگونو زلزلو زیاتره تلفات، د هغو کسانو وي چې د تیښتې پر مهال څه پرې رالویږي، یا له کومه ځایه غوځاریږي، یا تر پښو لاندې کیږي او یا یې سر پر کوم ځای لگیږي.
سپارښتنې:
که په لوړو پوړونو کې یاست، هیڅ د بهر وتلو هڅه مه کوئ. فقط کوښښ وکړئ د یو میز یا میز ته ورته المارۍ لاندې ننوځئ.
که په کور کې یاست، کټ، چپرکټ، او یا هم د میز لاندې ننوتل، تر ټولو غوره لاره ده.
که بهر ته د وتلو لاره لنډه او صافه وي، نو بهر ته وځغلئ، خو په دومره وارخطایئ نه چې بل څوک ترپښو لاندې کړئ یا د زلزلې له ویرې ځان له لوړه ځایه وغورځوئ او مړه شئ. په یاد وساتئ، ډیری کسان زلزلې نه، بلکې د زلزلې ډار او یا له زلزلې څخه تیښتې وژلي دي.
که بهر یاست، له ودانیو او دیوالونو لیرې اوسئ، خو داسې هم نه چې له ودانیو وځغلئ او د سړک په منځ کې د موټر مخې ته ځان واچوئ….
ویالې هم د زلزلې پر مهال، خوندي گڼل کیږي…