د دویم پړاو ټاکنو د کمپاین یوازې درې ورځې پاتې دي او کاندیدان په خورا چټکۍ په ملاتړو پسې راوتي دي. په وروستیو دوو اوونیو کې ټاکنیزې ټلوالې په ګړندۍ ډول جوړې شوې. له مخکښو دوو کاندیدانو څخه هر یوه یې هڅه وکړه چې د ګوندونو، پخوانیو کاندیدانو، مستقلو شخصیتونو او روحاني شخصیتونو ملاتړ خپل کړي.

د دویم پړاو ټاکنو کمپاین چورلټ له سره د نورو ټولو ټاکنو په پرتله توپیر درلود. پخوانۍ ټاکنې او حتا د سږنیو ټاکنو په لومړي پړاو کمپاین کې کاندیدانو تر ډېره په تبلیغاتي چاپي او نشراتي توکو تکیه کوله او هر کاندید هڅه کوله چې زیات پوسټرونه، بروشورونه او نور تبلیغاتي توکي چاپ کړي او همدا راز په ټلویزیونونو او راډیوګانو کې اعلانونه خپاره کړي. خو وروستي تبلیغاتي کمپاین ځانته بېل رنګ خپل کړی.

دا ځل تر ډېره کاندیدان هڅه کوي، د بېلابېلو کتلو ملاتړ خپل کړي، غونډې وکړي او د ټلویزیونونو له لارې خپل پیغام په مستقیم ډول تر خلکو پورې ورسوي.

د دویم پړاو ټاکنو په تبلیغاتي بهیر کې له چاپي توکو څخه ډېره کمه استفاده وشوه، ډېر ټینګار په ویناوو، ژوندیو ټلویزیوني خپرونو او د لویو انساني کتلو په ملاتړ وشو. د دغو ملاتړونو او ټلوالو په جوړولو کې یوه ګټوره او خوندوره کیسه دا ده چې اوسنیو دواړو مخکښو کاندیدانو ته د هر قوم مخور شخصیتونه ورغلل او دواړو انتخاباتي ټیمونو د قومي ترکیب له اړخه یو بشپړ ملي رنګ خپل کړی دی.

له شک پرته چې دا کار د ملت جوړونې په برخه کې پام وړ رول لوبوي. د ګوندونو، لومړي پړاو ټاکنو د کاندیدانو، مدني سازمانونو او روحاني شخصیتونو د اتحاد او ملاتړ له مخې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د تحول او دوام ټیم تر خپل سیال هغه زیات غښتلی ښکاري.

په دغو ملاتړونو کې د افغانستان یو لوی اکثریت علماوو د تحول او تداوم له ټیم څخه ملاتړ وکړ، چې دا کولی شي نوموړي ټاکنیز کمپ ته پراخې رایې را ټولې کړي. بل تر ټولو مهم ملاتړ د لومړي پړاو درېیم تر ټولو د زیاتو رایو وړونکي ټیم یانې د اعتدال، برابرۍ او رغونې ټیم د مهمو او ډېرو رایو لرونکیو اشخاصو او ډلو ملاتړ دی چې د تحول او تداوم له ټیم څخه یې وکړ. یوازې څو د ګوتو په شمېر او رایې نه لرونکي اشخاص یې د اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم ته تللي دي.

د حزب اسلامي د شوراګانو ټوله ډله چې په هغو کې وتلي او با رسوخه شخصیتونه او د حزب اسلامي پخواني تکړه او با نفوذه قوماندان شامل دي، په دویم پړاو کې له تحول او تداوم ټیم څخه ملاتړ کوي. همدا راز احمد ضیا مسعود، چې د اعتدال، برابرۍ او رغونې په ټیم کې یوازينۍ اغېزمن تاجک ټبره شخصیت و، هم د تحول او تداوم له ټاکنیز کمپ سره ملګری شوی دی.

د دغو ملګرتیا په دوام پرون ملاتره خېل چې په کوچیانو او د کابل په خیتځ کې پیاوړی نفوذ لري، د تحول او تداوم له ډلې سره یو ځای شو او له ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.د اعتدال، برابرۍ او رغونې د ټیم ملګرتیا له دوو سیالو ټیمونو څخه له یوه سره د هغه بریا تضمینوي. اوسني تحلیل ته په کتو سره د یاد ټیم ټول په اصطلاح د رایو صندقونه د تحول او تداوم له ټیم سره یو ځای شوي دي.

یوازې خپله ډاکتر زلمی رسول، چې هېڅ رایه هم نلري، حبیبه سرابي چې ډېرې کمې رایې لري سره له څو نورو ضعیفو اشخاصو د اصلاحاتو او همګرایۍ له ډلې سره یو ځای شوي دي. دوی په ټولو سره له خپلو پخوانیو رایو څخه یو فیصد رایه هم نشي خپلولی، رایه چې چا دوی ته را وړې وه، هغوی ټول د ډاکتر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم له ټیم سره یو ځای شوي دي.

کمال اصولي په خوست کې دوی ته پام وړ رایې را ټولې کړې وې، چې هغه اوس د تحول او تداوم له ټیم سره دی. همدا راز قیوم کرزي په کندهار کې د ډاکتر زلمي رسول ټیم ته غوښنه رایه ټوله کړې وه، چې دا ځل به هغه رایې ټولې د اشرف غني صندوقونو ته ولویږي.

په ختیځو ولایتونو کې په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې هغو کسانو چې په لومړي پړاو کې یې ډاکتر زلمي رسول ته رایه ورکړې وه، په دویم پړاو کې یې له ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

په شمال ختیځو ولایتونو کې هم د دوو ډلو نفوذ زیات دی، حزب اسلامی او احمدضیا مسعود. د دغو رایو د راخپلولو لپاره جمعه خان همدرد او احمدضیا مسعود مټې را بډ وهلې دي او د یادو ولایتونو اړوند رایې به ټولې د غني صندوقونو ته تویې کړي.

په لویدیځ کې د هرات ولایت یو زیات شمېر هغو کسانو چې پخوا یې نورو کاندیدانو ته رایې ورکړې وې، دا ځل خپلې رایې غني ته ورکوي. همدا راز په مرکزي ولایتونو کې هم د زلمي رسول او نورو کاندیدانو یو زیات شمېر پلویانو له غني څخه ملاتړ اعلان کړی دی. د همدغې محاسبې له مخې د ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم له کومې ستونزې پرته بریالی ښکاري.

One thought on “د زلمي رسول د ټیم رایه اشرف غني ته ځي/ محمد نبي ساحل”
  1. وروره ! زلمی رسول او ټیم یې دواړه آن تر مخه مصنوعي او لیلامي وو او دي . د ښاغلي کرزي د ټیم هر سړی که هر ځای ولاړ شي بیا به هم د ( مذبدبین بین ذالک ) په څېر هېڅوک باور پرې ونه کړي او نه به دیونیکال د پخواني مامور دغه مافیایي کسان څوک ومني او نه به ځان پرې بدنام کړي . .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *