۱: زلمی زلمی رسول په خپلو خبرو کې داسې ښکاري لکه په خپله کاندیداتورۍ چې پيښیمانه وي او یا هم د بل چا له خوا په زوره کاندید کړای شوي وي، دی چې کومه خبره کوي هغه یې د زړه خبره نه ښکاري او نه یې د خپل فکر زیږنده مالومیږي د ده خبرې نور خلک ورته وايي او لیکي چې نن دا ووایه او نن هغه دی یوازې د کاغذ له مخې پرکټس کوي مګر هغه ته یې هم لکه نالایقه شاګرد له وسې نه کیږي.
دی د ویلو توان نه لري خو که د لوستلو برخې ته یې راشو نو لوستل هم نه شي کولی البته موږ پښتانه ترې سخت ګیله من یو چې په پښتو خبري نشي کولی او سمه یې نشي لوستلی مګر دی دري هم نشي لوستلی او سبب یې دا دی چې د ده خبرې بل څوک ورته لیکي دی یې لولي لکه د راډیو افغانستان نطاقان خو توپير یې دا دی چې هغه یې لوستی شي او دی یې نشي لوستی.
دا چې د خبرو پروخت د ده حرکتونه هم تر پوښتنو لاندې دي نو ځینې وخت دی کوښښ کوي په غږ کې مصنوعي لوړوالی پیدا کړي او خپلې اوږې هم د خپل غږ په اوږو ور بار کړي چې دغه مصنوعي حرکت یې له ورایه مالومیږي او ترې جوتیږي چې ډیره کمزورې اراده لري.
یو بل څه چې د خبرو پروخت د زلمی رسول له څيرې ښکاري هغه فشار دی او دی تر سخت فشار لاندې ښکاري، لکه یو ټمبل زده کوونکی چې د یوې تشریحي پوښتنې د ځواب له لپاره دې ته سترګې په لاره وي چې ښوونکی څه وخت ورته وايي چې کینه- دی هم په همدې ډل د خبرو پروخت په زړه کې ثانیې او دقیقې شمیري، دغه ډول حرکت یې د مناظرو پر وخت ډیر ښه مالومیږي چې د پوښتونکي له خوا ورکړل شوی دوې دقیقې وخت په سختۍ ډکوي حتی ځينې وخت د مناظرې پوښتونکی ورته ووایي وخت دې لا پاتې دی چون دی د خبرو اوږدولو توان نه لري نو ډیری وخت خپله خبره بیرته تکراروي. زلمی رسول په خبرو کې د ځان خلاصولو لپاره که کلیمې سرچپه هم ووايي نو نه پسې ګرځي لکه یو ځای چې وايي:
زما په ټیم کې فاسد خلک نشته شته… او دغه کار یې د فکري بی ثباتۍ ستر دلیل دی. د ده له خبرو او باډي لنګویچ ښکاري، دی په دې قانع دی چې ګواکې دغه کار ته یې چې بډې وهلې د ترسره کولو یې نه دی- دی پخپله هم په یوه ځای کې وايي: ځينې وايي چې زلمي رسول ښه کار نشي کولی مګر ما په خپل وزارت کې کار نورو ته سپارلی و….مانا دا چې که ولسمشر هم شوم کار به نورو ته سپارم.
رسول په خپلو خبرو کې د افغانیت کلیمې سره دومره احتیاط کړی چې تر اوسه یې دا خبره په خوله هم نه ده راوړې چې موږ افغانان یو نو چې یو کس دومره کمزوری وي چې خپل هویت په خپل هیواد کې نشي بیانولی نو له داسې مشر به څه تمه ولرو.
۲: غنی: د اشرف غني کاري وړتیا د ده له خبرو، پروګرامونو او کړو وړو ښکاري یوه بیلګه یې دا ده چې په یوه ورځ فاریاب ته ولاړ له خلکو سره یې ولیدل، په همدې ورځ جوزجان کې هم په لکونو خلکو سره مخامخ شو او بیا یې په مزار کې هم لکونو خلکو ته خبرې وکړې حال دا چې شپه یې په هرات کې هم له مخورو او پوهانو سره په ویښه تیره کړې وه.
په همدغه وخت کې نه یې په څيره کې ستړیا ښکارېده او نه په خبرو کې تکرار د هر ولایت لپاره یې ځانګړي پلانونه بیان کړل د هرات لپاره یې خپل پلانونه بیان کړل او د فاریاب، جوزجان او بلخ لپاره هم خپل او بیل- بیل. د وخت په دومره لږ واټن کې داسې منظمې غونډې او هغوی ته داسې خبرې چې د منلو وړوي د ده ځانګړنه ښيي او د کاري وړتیا لوړالی. په افغانیت ټینګار هم هغه مسله ده چې اشرف غني یې په زغرده یادوي مګر نور مطرح کاندیدان ورسره ډیر احتیاط کوي یایې خپله نه مني او یا یې هم د ویلو توان نه لري د اشرف غني دغه ټینګار او دریځ دهغو کړیو ښه ځواب دی چې افغانیت ته معتقد نه دي.
غني تل په اوس او راتلونکي خبرې کوي د ده په خبرو کې د تیر په اړه څه نه ښکاري- دغه ځانګړنه په نورو کاندیدانو کې لږ ښکاري دوی ډیرې خبرې په تیرو کوي په تیره هم د جهاد او مقاومت خبرې ډیرې کیږي او دا ځکه چې هغوی راتلونکي ته پلانونه نه لري. غني متقابل احترام ته هم ډیر پام کوي- دی وايي زموږ اوسني رقیبان زموږ راتلونکي ملګري دي، دی کله هم د نورو کاندیدانو په شخصیت نه لګي او نه یې په اړه منفي خبري کوي چې دغه کړنه هم د ده د شخصیت لوړوالی څرګندوي. اشرف غني په دولت کې د خلکو د ګډون لپاره هم یو جوت پیغام لري او وايي له دولته سهامي شرکت نه جوړوم هر افغان ته د خپلو وړتیا ووله مخې د کار زمینه برابره شي او په افغاني روحیه نورو افغانانو ته کار وکړي.
—————————-
د لیکوالو نظر خامخا د تاند د دریځ ښکترندويي نه کوي.
Zama pa nazar , d` AzadiRadio+Afghan milli TV pa munazara ki d` Zalm r. ; ddoble aodolla ao Cyyaf (prof.?) ; aw pa BBC Azadah Jarga ki d` nazalmi naresol aw Ceyyaf (d` saudi arab aw cia nadaf!) , na gaddon da Ashraf Ghani Sahb wazeha tafawoq washodi.
La seyaf aw z.r. zw aodolla na , Davud Sultanzoi, qotbodin Hilal aw hatta Aminarsala aw R.Wardag behtara wol.
Khoday de Afghan wyarrly millat ta tawfiq warkrry che d khpal ranzoono asli daktter ta ra`yi werkrri. Amin