زمزمه نیازی په اوس وخت کې هغه ځوانه شاعره بلل کیږی چې په ژوند کې په وقعي او حقیقي ورکو پسې سر ده .
دې شاعرې د بیلتون کړیکې او کړاونه له سره تیر کړی د مینې ناکامۍ یی په بیله بیلو هنرونو دغزل په جامه کې پسوللی او په شعری قالب کې یی دیو ښکلی نوښت په بڼه ځای پرځای کړیدی .
زمزمه نیازی دښوونځی دعمر شاګرده وو چی ځوانی مرک ورور یی دکورنۍ دغړو څخه لیری او تورو خاور ته پنا یوړه ، د دغه یواځیتوب په سره یی دخلکو سره ډیری خبری وکړی ، خو ښه لار یی دشعر لیکل وبلل چی خپل دردونه له دی لاری خلکو ته وښايی.
مونږ دهغه څه په اړه خبری کوو چی زمزمې په ژوند کې خپلی ستونزمنی پیښې په سپین کاغذ توری کرښی ولیکلی چی نن یی مونږ او تاسو ته دزمزمی ژبی ته یو شعري ټولګه راکړه .(نه به هغه په دی لار راشي نه هغه وختونه ) دادی شاعرې شعری ټولګه ده چې په غزلو ،ازد شعرونو په درلودو تر ډیره په یو ځانکړي سبک پکی تخیلات انځور شویدی .
یاد شوی کتاب چی دیوی ښځینه پیغلې له لوری لیکل کیږی دسړی په ذهن کې ورته دبغاوت په سترګه کتل کیږی . خو دغه کتاب د ښځو پر وړاندی هغه پوښتنه له منځه وړي چی په پښتون میشته سیمه کې دښځو پر وړاندی شعر لیکل یو ډول ګنا بلل کیږی . د زمزمې د کتاب په دوهمه پاڼه دی ډالۍ په نوم په غټو تورو لیکلي.
خپلی درنی مور پلار ته یی په ډیره مینه ډالۍ کوم چې زما معصومو احساساتو (شعرونو )ته یی دشرم په نوم دیوال ونه دراوه اود روجونو په زولنو یې ونه تړل دوی زما احساسات درک کړي او په درنه سترګه ورته ګوري .
زمزمی خپل احساساتو او الهامونو ته کورنی او ټولنیزی رواجونه نه دی تعریف کړی چې دشعر اصلیت دی پکی تر پوښتنی لاندی راولي .هغه د ژوند هرې برخې ته په وقیبانه او حقیقبانه سترګه کتلی او لیکلی دي .
هغه یو چا ته چې له خیاله ما کتلی هم نه
اوس دهغه دیدن ته خپل زړکي سوالګره کړمه
خمارو سترګو یې وکړو پرما دومره اثر
چې رنګا رنګو اداګانو یې شاعره کړمه
………………………
د هوسونو دنیا یو وړې د پیمخو ښار ته
دښار امیل خو ارزښټ نه لری لونګو مخ کې
دهر شاعر دغزل پیل وي په همدغو ټکو
دسپینو ناز ورک د ډیرو غنمرنګو مخ کې
زمزمه نیازی د پښتون میشتو سیمو کې دنیازیو دقبیلوی اقلیت سره تړاو لری تر ډیره دغه قوم په افغانستان کې مالدره خلک دی چې دمالونو په روزلو پسی دیو ځای ځخه بل ځای ته ځی میرمینی دښکله لپاره دمصنوعي شیان پخپله جوړو ،میرمنی یی دروند سینګار کوی ، چی تر ډیره دلونګو داصلی استعمال خلک یې بللی شو .د زمزمی شاعری هم له دی څخه ځای ځای رنګ اخلی .هغه له غرونو داوزو او( میږو) له څرمنو په جوړو شویو (ژایو )کې اوبه نه دی راوړی او نه یی هم د یو ځایه تر لری پخپلو رمو پسې د ګیډی دمړښټ په موخه ستړي مزلونه کړي هغه پخپله وایی
چې په یو نظر دچا ایرې ایرې شي
دغه زړه به وایه ځنګه دتوبې شي
خامخا به زمرمې ښار درته جوړ کړم
چې پخې مې دلونګو کروندې شي
…………
دمنګي کیسه مې ځکه شعر کې نشته
ما ګودر لیدلی نه دی څه به دروغ وایم
…………
دزمزمی په شاعری کې تر ډ یره په مینه اوژوند کې دپاتې رتلو پر لاملونو سپړنې شوی،هغه هم پداسې ډول چې زمونږ د ورځینی خالت څخه رښتني د خاطرو او وقعیتونو پرده پورته شوي.
دزمزمی دشاعرۍ خوږوالی اصلیت دا دي چې تر شعر لیکلو ورسته یی شعر نه دی سمسور کړی معنئ دا چې تر لیکلو ورسته یی شعر که هر ډول دی شعري مسلکی چواکاټ یی ورته نه ددی جوړ، پخپل خال یی پريښی نو ځکه یی شعر ددی د خیالاتو اصلی انځور بللی شو ، د بي ځایه لغاتونو داستعال پرځای دالهام پر مټ ترلاسه شویو الفاظو قناعت کړی او د هر چا لپاره دی زره پوهیدنی وړ دی .
اشنا هریاد دې ژوند هیله راکړي
ځکه وجود کې زند ه ګي ساتمه
ستا ټولو کړو خو کرکه کرکه کړمه
نور نو دمینی زړه بیخي ساتمه
ستا کلیواله خندا نه هیروم
زمزمې خیر، که زړه ښاري ساتمه
دزمزمی په شاعری کې که سړي دیوی اړخه سړی دمینی خبری اوریدی شی خو ترڅنګ په هیواد کې شتو ناخوالو ته دځواب لپاره هواری هم لټوی پر افغانانو یی زړه سوی راځی، او دا ځل یی دملالی نارا دجنګ پرځای د سولی او یوالی په کولو په زمزمیزه ژبه ترسره کړی،
په داسې خوب مې زنکوي داد خوبونو ټالۍ
چې یې هر چاته کړم بیان وایی تعبیر نه لری
که ته پخپله بدل نشی نو همداسې به یې
دوی خو دا وایي دافغان ژوندون تغیر نه لری
زمزمې ما خو د ملت ترجماني کړی ده
خیر که غزل مې ښه تشبیه او ښه تصویر نه لری
…………..
دکلی خلک یږ ساده ګي خوښو
مونږ دغرونو زنده کي خوښو
چې دملت دردونه ټول ونغاړی
زمزمې داسي شاعري خوښو .
که څه هم زمزمه په کومه ورکه پسی نا هیلی لمړنۍ شعری ټولکه ونوموله چې وویل ( نه به هغه په دې لار راشی نه هغه وختونه ) خو مونږ دزمزمی نیازی ټولنیزو، ژورنالیستکو فعالیتونو ته چې په راتلوونکی شته محیط کې ګڼ تحیلات له همدې لارې خپل ذهن ته واچوي په بشري ژوند کې د ټیټو او جیګو شیانو په لیدو به نوري ادبي پنځوانې وکړې. او دپښتو په ځوانه او ښځینه شاعرۍ کې به ځانته معلوم لاره وټاکي اودخیال نوي ښاپیرې به یی هنری ځواک څو چندا کړی او تلپاتی غزل به ولیکي.
په همدې هیله