زه ملاله یم کتاب چې یوې برېټانوۍ لیکوالې په انګلیسي ژبه لیکلی او په نړۍ کې ډېر مشهور دی، پښتو نسخه یې په لومړي ځل په افغانستان کې چاپ شوه.
دغه کتاب ښاغلي حبیب وقار پښتو ته ژباړلی او په کابل کې د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا په ښکلې بڼه چاپ شوی دی. کتاب چې پنځه څپرکي او ۳۲۷ پاڼې لري، تر ډېره د ملالې د ژوند او مبارزې په اړه په کې خبرې شوې دي. ملاله یوسفزۍ چې په سوات کې زېږېدلې، لومړنۍ پښتنه ده چې د نوبل د سولې جایزه یې ترلاسه کړه. نوموړې دغه راز د نوبل د جایزې تر ټولو کشره ګټونکې هم ده.
د کتاب مینوال کولای شي دغه کتاب په کابل کې له اکسوس کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کړي .
پتې :لومړۍ څانګه، د د هبوري پارک جنوبې دروازې ته مخامخ
دویمه څانګه، د کابل پوهنتون لوېدیځ سړک
ټلیفون:0202504652
موبایل:0798989696
برېښنالیک: [email protected]