میرویس جلالزی –
وروسته له هغه چې په پلازمینه کابل کې یو شمیر په زورواکو، وکیلانو او نورو لوړ پوړو چارواکو پوري تړلو کسانو ته د پولیس ځواک په چوکاټ کې لوړي رتبي ورکړل شوي، د قانون د انفاذ د دغه ځواک د کارنده توب او مسلکي والي په اړه شدیدي اندیښنې را پاریدلي دي.
د کابل اوسیدونکي چې ښار یې په دې وروستیو میاشتو کې د سختو بریدونو ډګر وو، د هغو پولیس افسرانو په باب کیسي کوې چې بي وخته او د اړیکو پر بنسټ ګمارل شوي او حتی تر جنرالۍ رتبې پورې رتبې ورکړل شوي دي.
داسې نیوکې شته چې افغان ځوانان چې د جګړې په ډګرونو کې شپې ورځې تېروي، تر کلونو وروسته ترفیع نه کوي، خو په کابل کې داسې کسان شته چې د اړیکو او پېژاند له مخې ډېر ژر د جنرالۍ رتبې ته رسېږي
په ټولنیزو رسنیو کې راغلي چې د پوځي تمیز محکمې د ریس عبدالخالق فراهي زوی په دریو کلونو کې د ډګروالۍ رتبې ته رسیدلۍ او اوس مهال د پولیسو د استیناف محکمې ریس دی.
په همدې حال کې د ولسي جرګې د غړې نظیفه ذکې زوی کوشان امیري چې په کابل کې د پولیسو تورن وو دری کاله د لوړو زدکړو لپاره مسکو ته واستول شو او د زدکړو له پای ته رسیدو سره سم کابل ته په راتګ ورته د ډګروالۍ رتبه ورکړړل شوي په داسي حال کې چې هغه باید لږ تر لږه ۱۲ کاله په پولیس ځوک کې دنده تر سره کړي وای او بیا دغې رتبې ته رسیدلای وای.
همدا راز د کورنیو چارو وزارت د معین عبدالرحمان رحمان زوی خلیل الرحمان له دولسم ټولګي له فارغیدو وروسته دری کاله په پولیس ځواک کې دنده تر سره کړي او اوس ورته ډګروالي ورکړل شوي ده.
ویل کیږي چې د ولسمشر کرزي د تشریفاتو د ریاست د غړي امین علمیار کشر زوی چې ۲۵ کاله عمر لري د جنرالۍ په بست کې د پینځمي حوزې د پولیسو د آمر په توګه ګمارل شوی دی.
د ګل آغا شیرزي د دفتر د پخواني ریس مسعود عزیزي په اړه ویل کیږي چې له پوځي زدکړو سره هیڅ راز بلدتیا نه لري او اوس د یوه کلیدي وزارت ( کورنیو چارو وزارت) د معین په توګه دنده تر سره کوي.
همدا راز د ولسي جرګې د غړي قوماندان الماس د ورور سالم الماس په اړه داسی ویل شوي چې د دوو میاشتو په دننه کې دوه رتبې ورته ورکړل شوي او اوس د جنرالۍ په رتبه د کابل د نهمي مهمي امنیتي حوزی امر ټاکل شوی دی.
د پوځي چارو کارپوهان وایي چی افغانستان معیاري هېواد نه دی، دا داسي یو هیواد دی چې له پنځو زرو کلونو را په دېخوا د قانون شتون سره سره، عرف پرې حکومت کوي.
دا څرګندوني په داسي حال کې کیږی چی څو موده مخکي د امریکا یوه افغان پیژندونکي پوځي جنرال مایکل میلن ویلي وو چی په افغانستان کې څنګه جنرال یا ډګروال کېږئ او په خپله یي ځواب ورکړی وو چې دا ستاسو د جګړییزې وړتیا له مخې نه ټاکل کېږي، بلکې د رشوت په اندازه باندې ټاکل کېږي.
داسې نیوکې شته چې افغان ځوانان چې د جګړې په ډګرونو کې شپې ورځې تېروي، تر کلونو وروسته ترفیع نه کوي، خو په کابل کې داسې کسان شته چې د اړیکو او پېژاند له مخې ډېر ژر د جنرالۍ رتبې ته رسېږي. سناتور او د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی، محمدنادر بلوڅ وايي:«زموږ هغه افسر او هغه پوځي متخصص چې هره ورځ د جګړې په لومړۍ کرښه کې جګړه کوي، قطعې او جزوتامونه سوق او اداره کوي، په سختو شرایطو کې، هېڅوک هغوی ته پاملرنه نه کوي، په داسې حال کې چې وړتیا هم لري.
افغان ولسمشر غني ویلي ول، هر هغه کس چې جنرال کېږي نو دی به په خپله ترې ازموینه اخلي، خو په دې وروستیو کې د دولتي چارواکو یو شمېر خپلوانو ته د جنرالۍ رتبې ورکړل شوې، چې د پوښتنو وړ دي.
په دې وروستیو کې د محمدالماس زاهدورور د ملي شورا غړي او د ولسمشر سلاکار محمدسالم الماس د مل پاسوالۍ رتبه ترلاسه کړه سرچینې وايي چې نوموړي څه موده مخکې یوه بله پوځي رتبه هم اخیستې وه.
مخکې له دې ولسمشر د خپل د پخواني سلاکار سیدحسین انوري زوي سیدخلیل الله انوري ته د هغه د پلار تر مرګ وروسته د جنرالۍ رتبه ورکړه.
په افغانستان کې د جنرالانو شمېر د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د جنرالانو په پرتله څو برابره بلل کیږي، ددغو جنرالانو کره شمېر هم له امنیتي ادارو سره نشته.
د دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي، ښاغلي حکمتیار په خپل قلم سلګونو کسانو ته د جنرالۍ رتبې ورکړې دي؛ پخواني ولسمشر په خپل قلم سلګونو او زرګونو کسانو ته د جنرالۍ رتبې ورکړې دي، جنرال دوستم د ولسمشر مرستیال تېر وخت کې سلګونو تنو ته د جنرالۍ رتبې ورکړې دي… دا ټول سره ټول کړئ ا و ا صلاحات راولئ، ډېر وخت نیسي.
داسې باور شته چې په افغانستان کې پوځي رتبې د پیسو او پيژندګلوۍ په بدل کې ورکول کیږي او دا د جګړې په ډګرونو کې نیغ په نیغه د ترهګرو په ګټه چاره ده.
د کورنیو چارو وزارت هم تر اوسه پوري داسي ارقام په لاس کې نه لرې چې په کوم شمیر کې پوځي جنرالان په حکومت کې دننه دنده لري او شمیره یي څومره ده.
مع الاسف دا د لیوانو ویش دی ، یو عادل حاکم دا کار نکوی،دا له جنرالی سره لوبی او مسخری دی ، ځکه چه همدا نازولی جنرالان هغه څوک دی چه له چپلک پوش بی رتبی نه تښتی او د امنیتی قواوو د قهرمان عسکرو د ډوډی غله دی او د جنرال عتیق الله امرخیل په خبره ، ددی جنرال سر خپل عسکرو ته ټیت او دعسکر حیثیت ورباندی اوچت دی پدی کار سره په امنیتی قواوو باندی بد منفی اثرات پریوځی او اعتماد ډیر سخت متضرر او اسباب د شکست او تیښتی زیاتوی.
دبلی خوا داهم ثابتیږی چه دا ډول ویشونکی ، ملی ګټی نه پیژنی او فامیلی او شخصی ګټو ته فوق العاده ترجیح ورکوی .
یو متل دی وایی چی دچا زور وی د هغوی شور وی
دا بالکل واقیعت په امنیتی ادارو کی چی څوک و نه پیژنی نو په لس کالو کی به هم څوک ارتقا در نکړی که هغه پروفیسور د وخت هم وی هر کله چی ته غواړی د یو بست نه بل بست ته ارتقا وکړی اول به یو جنرال یا یو وکیل به واسطه کوی بیا به ستا کار پرمخ ځی که داسی نه وی نو خیرو خیریت دی