د قانون لاسبری د ټولنې د سعادت او اطمنان باعث ګرځي. افغانستان چې له څولسیـزو جګړو سره مخ دی، یوه لویه ستونزه پکې د قانون نه مراعاتول دي. خپل سري وسلوال ګروپونه، د ځمکو زوروره مافیا، انسان تښتونه، جنسي تېـري، مسلحانه غلاوي او اداري فساد، هغه څه دي چې د دې هېواد او خلکو په مرې یې پښه ایـښې او ژوند کولو ته يې نه پرېــږدي.
په دې ډګــر کې ځینې سیاسي او تـنظیمي کړۍ او اشخاص دومره خپلسري او زورور شول چې قانون منل ورته ټوکې ښکاره شوې. ملت ورته هغه اسيـره مرغۍ ښکاره شوه چې د ښکاري په قفس کې یې هـر ټوپ وهل په سر ویني رابهولی شي.
عجیبه خویې لا دا چې، هم په حکومت کې اوسه او هم حکومت مه منه، هم امتیازات غواړه هم مرور اوسه. دولتي ادارې، ملي شتمنۍ او دا هرڅه د خپل ځان شخصي ملکیت ګڼه او د حساب و کتاب په کیسه کې هم مه اوسه، ځکه چې تا جهاد کړی او ثمره یې له خپل غریب ملت او خپل نظام څخه په بدماشۍ اخله.
هغه متل دی چې غـرکه هرڅومره لوړ دی خو په سریې لار شته. هيڅوک ترقانون پورته نه دي او هیڅوک له دې ملت څخه محترم نه دی. افغانستان د افغانانو ملکیت دی، نه د څو کسو بدمعاشانو، زورواکو او امتیاز غوښتونکو.
بله د پام وړخبره دا ده چې ولس نور ستړی شوی دی، تشو وعدو ته نورلاس تر زنې نشي کښېـناستلی، واضیح اقدامات او قانوني اصلاحات غواړي. ملت مو د قانون لاسبری غواړي او د څوتنو زورواکو هغه طلسم ماتول غواړي چې د ښاغلي حامد کرزي په واکمني کې، په دې ملت ترسره شوی دی .
نور نو د طلسمونو، فریب او سیاسي جادوګرۍ وخت تېـر دی. افغانان له خپل ولسمشر ډاکټــر اشرف غني څخه، د قانون د پلي کېدو په برخه کې، د ده وروستي اقـدامات ستایې او په نېک شګون یې حسابوي.
د بلخ ولایت له مقام څخه د استاد عطا محمد نور استعفاه د ښې حکومت ولۍ او قانوني چلند زمینه برابره وي. حکومت دې همدې اصلاحاتو ته دوام ورکړي او هغه اشخاص دې نور له دولتي او حکومتي ارګانونو لېـري کړي چې د بې کيـفایتۍ با اوجود، کلونه کلونه وشول چې د دې ملت په څټ کې ورناست دي او باج اخلي.
لکه مخکې چې مې وویل، هیڅوک تر ملت او قانون لوړ نه دي. په حکومتي ادارو او مقامونو کې بدلون، یومنل شوی اصل دی او دا د دموکراسۍ ارزښت دی.
افغانستان د ټولو افغانانو ګـډ کوردی، خدای مه کړه، بې ثباته کول به يې د هیچا په ګټـه نه وي. بې ځایه تبلیغات او اورته پکی وهل، له خپل هېواد، نظام او ولس سره ستره جفا ده .
موږ ته پکاره ده چې په هـرحالت کې یو موټی او متحـد واوسو.
زما په نظـر، نور نو هغه وخت راغلی دی چې ځان قانون ته تسلیم کړو. د خپلو باډیګاردانو او بـدماشانو په زور دا ملت مه ډاروئ، کنه نو یوه ورځ به ملت او قانون ته خړ مخ ولاړ یاست.
ولسمشر غني دې په دې ډاډه وي چې ملت د ده ترڅنګ ولاړ دی. ملت د ده هره پــرېـکړه او تصمیم د هېواد او نظام په ګټه بولي.
هغوی چې د زورواکۍ سیاست د نړېدلو مجسمو تر شا ولاړ دي، ښه به وي چې نور نوځان د قانون او عدالت په برلاسۍ کې خوندي وګـني.
the government need to strongly support,people must think this is time to finish
warlords rinks,thank you