محمد رحیم سکندر

یو وخت مې نېږدې دوست راته وویل: ۳۵ کاله کیږي چې پلار مې له مسافري نه دی راغلی ، نو په مسافرو پسې یو ښایسته شعر راته ولیکه .

ډېر خوښ شوم چې زه هم اوس دومره لوی شاعر شوم ، چې خلک فرمایشونه راکوي !؟

خو له دې نه وم خبر چې اوسنۍ شاعري له فرمایشونو او تشریفاتو راوتلې ده او د زور شاعري هم چندانې چک نه لګوي . که ډېر وس مې وکړ ، شپې مې ورته رڼې کړې؛ خو مسافرو ته په شعر لیکلو بریالی نشوم او هغه دوست هم د پېغور په ډول راته وویل چې ته خو له سره شاعر نه یې .

درې کاله وروسته مې بیا دې ته پام هم نه و ، چې کوم چا مسافرو ته د شعر لیکلو راته ویلي وو . مقصد دوه شعرونه مې ورته ولیکل .

نه یوازې نن سبا بلکې پخوا هم د زور ، فرمایشي او تشریفاتي شاعري شوېده ، خو یا ولسي شاعرانو کړيده او که دیواني شاعرانو هم کړيده ، خو سپرغۍ نه لري ؛ ایرې ده .

مونږ هم په لومړیو وختونو کې چې کله به مشاعرې ته تلو ، نو کوښښ به مو دا و چې باید هره اونۍ شعر ولیکو ، ګني پلانی به رانه مخکې شي .

اوس بیا د مشاعرو تر څنګ فسبوک هم غم جوړ کړی ، یو څوک به وي په طبیعي ډول به هر ورځ او یا هره اونۍ شعر لیکي ، خو ځینې نور کسان به بیا ترې سوزي او کوښښ به کوي چې نشه هم ورته وکړي، خو باید هره اونۍ شعر ولیکي.

د دغو نشه يي شعرونو یو مشکل دادي چې په داسې ګډوډ حالت کې لیکل شوې وي، چې د عادي حالت واله مینوال نه پرې پوهیږي، اوس ددې لپاره چې مونږ پر دغو شعرونو پوه شو (نشه ورته وکړو که څنګه )!؟

زه او مورجانه مې چې کوم سره ګرانه یو ؛ بل بچی دې هیڅ د مور احساس هم نه کوي ، خو تر اوسه مور ته په ځانګړي شعر نه یم بریالی شوی، هسې په غزلونو کې مې چېرته یو نیم بیت د مور په باره کې راغلی.

غني خان وايي :

شاعري هم یارانه ده

نه په زور شي نه په سوال

شاعري نه په سوال کیږي چې څادر د جومات په دروازه کې ورته واچوو .

په دې هم څوک شاعر کیدای نشي چې پلانی او پلانی لوی لوی کرکتونکي دې سریزې او مقالې راباندې ولیکي .

شاعري نه په شاګردي کیږي ، چې له پلاني شاعر سره دې څوک زده کوونکی شي .

ځینې مینوالوايي چې پلانی ځکه ښه شاعري کوي، چې له پلانی شاعر سره یې شاګردي کړېده، دوی شاید هغه روایات اوريدلي وي چې پخوا به له نامتو شاعر سره خامخا یوه شاګرد موجود و ، خو دوی ته دا پته نشته چې هغه به مزدور و ، یوازې د هغه شاعر خدمت به یې کاوه .

شعر چې طبيعي ونه لیکل شي ، خامخا د زور زیاتي بوی ترې ځي .

په غالب ګومان د اسیر منګل وینا ده ، چې (( شاعري داسې ده ، که وغواړې چې لیکم یې ؛ نه لیکل کيږي او که وغواړې چې نه یې لیکم ؛ لیکل کیږي )) .

او یا :

زما جانان لکه شاعر ته شاعري داسې ده

که ویې غواړې نه راځي ؛ که نه یې غواړې راځي

فی البدیهه (سملاسي) مشاعرې هم داسې وبوله . اکثره سملاسي شاعري هم په زور کیږي ، کوښښ کیږي چې له خپلو پخوانیو شعرونو خیالونه راپټ کړي او یا په وروستیو کې هسې ریشخند ترې جوړ شي ، یو نیم بیت په کې بیا بیت الغزل هم وي ، خو ډېری شعرونه په زور په کې لیکل کیږي او حساب نشو پرې کولی .

ځینې وختونه چې مونږ د ایډیال شاعر او یا د ملګري شاعري لولو او یا کرکتنه پرې کوو ، نو هغه که هیڅ معنا هم نه لري بس مونږ ورته لګیدلي وو او له ځانه معنا ورته جوړوو .

بل مشکل : نن سبا ځینې شاعران چې په فسبوک او یا بهر کې له کوم سیال سره په عادي مسله جنجال وکړي ، نو په زور شعر ورته لیکي او هغه کس ته زور پرې ورکوي .

داسې شاعري هم موقتي احساسات وي او بل وخت ارزښت نه لري؛ ځکه دغسې شاعران یوازې پخپلو منځونو کې مقابلې سره کوي، یو اوبل ته ځوابي شعرونه سره لیکي، دغه شاعري دیوان ته نه پاتې کیږي او نه هم دومدار مینوال پیدا کولی شي.

د ځینو خلکو قضاوت همیوازېپر فسبوک د زیاتو کمېنټونو او لایکونو پورې محدود دی، هر چا چې زیات کمېنټونه اولایکونه واخیستل؛ هغه بس ښه شاعر دی ، خو ځینې په کې شته چې ښه شعر هم لیکي او زیات مینوال هم لري.

د کتابونو د چاپ ضدبازي هم شاعري زور ته بېولې ده او هر څوک کوښښ کوي چې ژر تر ژره سل دوه سوه ۲۰۰ شعرونه ولیکي او د کتاب په چاپ بېړه وکړي ، نېږدې ملګري، مشهور شاعران او کرکتونکي پرې سریزې ولیکي، په دې کې د نېږدې ملګرو سریزې د شاعر په شخصیت او توصیف راڅرخي او د مشهورو لیکوالو او شاعرانو سریزې بیا یوازې خپلې پنځونې په ډزوي، په ورستیو کې یوازې یو دوه جملې د کتاب څښتن ته دوعا شوې وي .

خو ما پخپله له دغسې بېړنیو خلکو سره ډېر ښه چل زده کړی، څوک چې ښه شاعري نه کوي او راشي چې کتاب چاپوم، مشوره راکړه او سریزه هم راته پرې ولیکه، زه ورته وایم چې ستا په شعرونه کې ښه شعرونه دومره نه شته چې کتاب دې ترې برابر شي ( سل شعرونه لرې او لس دې ښه شعرونه دي ) له هغه کس سره دې هم خدای ج ښه وکړي، بس قناعت یې حاصل شي.

ځکه دا ظلم راته ښکاري چې پنځه کسان دې په چاپ مصروف شي، پنځه سوه یا زر کسان دې بیا په کتاب پیسې ورکړې او په لوستو دې وخت ضایع کړي.

ملګرتیا او پلوي هم شاعري پیکه کړېده، په شاعرانو کې هم تر ډېره وخته دغسې ډلبازۍ رواج دي. خو اوسنۍ ځینې ډلبازۍ د اخوند دزویزه او خوشال خټک سالمې سیالۍ نه دي، چې په ازاد ( سپین شعر ) یې سره لانجه وه.
بس پور په پور خبره ده ، که ستا د شاعري صفت مې کړی، نو که زما شاعري  ( مایري) هم ده نو په بېلابېلو نازکو الفاظو به یې راته ستایې.

ځینې مینوال هم داسې فکر کوي چې پلاني او پلاني خېل چې یې ستاینه کړي ده، نو خامخا به ښه شاعر وي، دوی هم له دې بدې استفادې هره ورځ او یا هر اونۍ په زور شعرونه سره لیکي او د یو اوبل ستاینې کوي، خو دغه ملګري یا دونیم نفره وي او یا هم پنځه نیم.

شعر چې یو ځل ښه شعر وي، په نه اړیکه بې تلاشۍ او بې پامۍ په زړه خوریږي، بیا د ډېرو خلکو نیوکې څه چې په لاریونونو یې هم له دې پای تخت (زړه) نه څوک نشي لرې کولی.

رحمت الله درد وايي:

که د هر چا وي خو چې  ښه غزل وي

درده له مانه داد په زور اخلي

ځینې شاعران بیا وايي چې زه یو څه وخت شعر پریږدم او یا یې پاک پریږدم؛ څه ګټه نشته پکې، زه ورته حیران یم چې د دومره مطالعې او تجربې سره سره دوی داسې خبرې څنګه کوي؛ څنګه کولی شي چې پخپله خوښه شعر پریږدي او څنګه کولی شي چې پیل یې کړي !؟

شعر خو لکه خوب داسې دی؛ د پیل او پای واک د انسان په وس کې نه دی.

زه خو سکندره شاعري په زوره نه کوم

خامخا چې خوب راشي بې دمه ویده کیږمه

یو وخت مې یو لوی شاعر ته له خولې وروتل چې زوی دې هم ډېره ښه شاعري کوي، ده راته وویل: مه يې تشویقوئ ! پرېږئ چې درس ووايي؛ ته صبر له زوی سره به مې زه وګورم !

زوی یې هم د پلار داسې تابعدار و چې په سترګو کې به یې هم خبره منله، پلار یې هم جدي ورته ویلي وو چې ته باید شاعري ونه کړې ! او زوی یې هم ور سره منلې وه، خو زوی یې اوس هم کله کله ډېر ښه شعر لیکي.

حمزه بابا د شاعري په پخپل دور کې چې شاعري یې ښه پخه وه، بیا یې هم په دې منځ کې تقریباً پنځه کاله شاعري ونه شوای کولی، خو بیا یې د شعر چینه راوخوټیده او همداسې ښه شاعري یې پیل کړه ( کله کله په شاعر کې شعر وچ شي ) خو دا معنا نه لري چې شاعر دې پخپله خوښه شعر پريږدي او یا دې پیل کړي.

نن سبا د زور شاعري له دې هم معلومیږي، چې اکثره شاعرانو د سید شاه سعود د شعر سټایل شروع کړی، همغه الفاظ او ترکیبونه کاروي؛ مګر فکر او خوند نه وي پکې.

مثلاً : وجود ، سکون،سا، لوحه ، خاموشي ، فلسفه ، اتحاد ، کاینات، اندامونه، انسان،صحنه ، دایره ، فاصله، زره ، جنون ، اشاره ، سمندر

… دا هغه الفاظ دي چې سعود یې ډېر کاروي، داسې هم نه ده چې دا الفاظ یوازې سعود کارولي دي، بلکې پېړۍ، پېړۍ وړاندې شاعرانو کارولي دي، مګر سعود یې ډېر کاروي او زمونږ نوي شاعران فکر کوي چې والله شاعري یوازې په همدې الفاظو کې نغښتې ده.

که فکر مو وي شاه سعود له همدې اندېښنې شاعري لږه ګونګه کړې هم ده.

ځینې شاعران چې هر څه ګډې وډېووايي او یا د بل چا په شعر پوه نشي، نو وايي چې په دې کې فلسفه موجوده ده؛ مګر فلسفه داسې شی نه دی چې زده دې نه شي.

شاعري د بل چا په پېښو ( سټایلونو) هم نه کیږي، بلکې ځانته لاره او ځانګړی کیفي حالت غواړي.

څوک چې وايي شاعري مې پرېښوده ، اصلاً دوی شعر نشي پرېښودی؛ بلکې شعر دوی پریښي دي، دا ښه خبره ده چې نثر یې پیل کړی او نور کمزوري شاعران نثر یا لیکوالي ته راکاږي، خو دا بده ده چې په تکړه شاعرانو شعر پرېږدي.

زه شپږ اووه میاشتې هم شعر ونه لیکم او نه ورته خفه کېږم چې ولې شعر نه شم لیکلی!؟ ځکه د لسو دوولسو کلونو تجربو راته ویلي چې شعر د زور کار نه دی.

څه وخت وړاندې د شعر لیکلو حالت راباندې راغی، د بې خوبۍ دومره زور و چې شعر پرېږدم او خوب وکړم، خو د شعر راتلو حالت له خوب هم زورور او خوږ و او په همغه شپه دوه شعره رانه ولیکل شول.
له دېنه معلومیږي چې د شعر د راتلو حالت د خوب د راتلو حالت سره تشیبه کول هم کمزورې تشبیه ده.

مقصد مې دا دی چې نن سبا مطالعې او تجربې زیاتې شوې او شعرونه هم د باران په څېر راوریږي، هیڅوک په پوه اوریدونکي او یا لوستونکي پیکه او د زور شاعري نه شي تېرولی.
شاعر دې خپل وجدان ته سر ښکته کړي، چې زه طبيعي شاعري کوم او که ضد بازي !؟

لوستونکي او یا اوریدونکي ته هم په کار ده چې هنر او ښه شعر ته دې وګوري؛ د شاعر شخصیت ، خپلولي ، ملګرتیا ، مذهب او قوم پرستي ته دې نه ګوري.
همدغه شاعران هم چې مونږ د ملګرتیا پر سر پرې نازیږو، شاید د شعر مینوال تېر باسو او یا په اصطلاح شاعرانه ظلم ور سره وکړو، شاید دغه سل دوه سوه شاعران چې مونږ اوس حساب پرې کوو، راتلونکې زمانې ته یوازې پنځه شاعران پاتې شي، ځکه د حال او د راتلونکې زمانې قضاوتونه فرق سره لري.

هغه الفاظ چې نه شاعرانه کیږي، لکه د ( د تکنالوجي په برخه کې پرمختګونه او نوي نومونه ) باید په زور په شعر کې ځای ورنه کړو او نه نوښت ورتهووايو او که شاعرانه کیږي؛ په نوښت یې د پاسه بل نوښت وبولو .
لکه غفور لېوال او کاروان صیب هم په دې برخه کې بریالي نظمونه لیکلي .
دروېش درانی همغه زاړه الفاظ کاروي لکه: ( توره ، ډال ، وینې ، زخمونه ، څراغ ، لښکر ، رقیب او جانان ، لیلا او مجنون ) خو له بېلې زوايې ورته ګوري او شاعرانه کیف لري.

ځینې شاعران بیا وايي چې پلاني او پلاني خو ډېره شاعري وکړه، بس دی نور باید پلانی ځوان تشویق کړو، دا هم همغه د زور او ملګرتیا خبره شوه، په شاعري کې کشر او مشر، لوستی او نالوستی اوسنی او ځنډن نه دی مهم، بلکې د باذوقه کسانو له ښه شعر سره کار دی، څوک یې چې کولی شي، سل کاله دې شاعري وکړي او څوک یې نه شي کولي ټولنه هیڅ ضرورت نه ورته لري، څوک چې په ورځ کې په طبیعي ډول پنځه ښه شعرونه لیکلی شي؛ نوش جان او څوک چې په کال کې په زور یو شعر لیکي نه دې یې لیکي.

مثلاً : زه یو شعر په همدې سات په زور لیکم ، د وزن ، اهنګ ، شاعرانه الفاظ او موسیقت کې به یې هیڅ کمی نه وي، خو د معنا له پلوه به ړوند کوڼ او ګونګ وي، شاید په افغان ادبي بهیر کې مې پرې تشویق کړي، خو دا تشویق او چکچکې هسې یو فرهنګ (دود) ګرځیدلی، یا د نزاکت له مخې د شعر اوروونکی تشویقوي او یا به ځینې ووایي چې والله کافرې فلسفې یېپه کې راوړې وې.

تاسې دا خماري غزل ولولئ !

د سکون او د صحنې په اندازه یم

زه سکرو ته هم د شپې په اندازه یم

مونږ په غم  غرورنه چټ مخ دي اړولي

رب وهلی د زرې په اندازه یم

اتحاد کې له شېبو سره تم نشوم

ځکه زه د زمانې په اندازه یم

دایره مې له ځان دومره تنګه کړې

د سرګم او ترانې په اندازه یم

ایینې مې په رګونو کې پړکیږي

تروږمۍ ته د پلمې په اندازه یم

که جنون او بوډاتوب سره مدغم کړم

فاصلې د اشارې په اندازه یم

زه له شرنګ سره واده ته په موسکا یم

له هغې نه د هغې په په اندازه یم

دا د وچ زور او بې معنا شعر مې په لسو دقیقو کې لیکلی، که په همداسې شعرونو حساب سره کوو، نو هره ورځ لس پنځلس شعرونه رانه واخلئ او هره میاشت د غټ حُجم واله کتاب هم په ذمه واره درته چاپوم .

ځینې شاعران  د ښه شاعر په اړه وايي  چې د پلانې غوندې شاعري خو چې کوم ، نو په ورځ کې خو والله سل شعرونه درته ولیکم، زه وایم چې نر شه ویې لیکه چې د هغه غوندې ښه شعر لیکلی شې .

ځینې شاعران بیا یو ښکلی او اوږد ردیف پیدا کړي او مینوال یې هم د ردیف پر سر شعر خوښوي ، خو که وکتل شي له ردیف سره یې خيال هیڅ تړاو نه لري.

ښه شاعري په قالب او بحر کې هم نه ده نغښتې ، پخوا به چې په بېلابېلو قالبونو (صنفونو) کې شاعري کیدله ، هغه یې د د نورو ژبو شاعرانو سره سیالي کوله ، خو اوس هغه سیالي پای ته رسیدلې او مونږ اوس په هر قالب شعر لرو . مګر اوس هم ځيني شاعران کوښښ کوي چې اول قالب اوبحر ځانته انتخاب کړي او بیا شعر پکې ولیکي ، دغه کار هم شاعري زور ته بېولې او بې خونده کړې یې ده .

ځینې بیا په شعر کې لغت پراني او مذهبي بغاوت ددې لپاره کوي چې خلک مې فلسفي شاعر وبولي !؟

خیبر افریدی وايي :

شاعري تاته هسې خبرې دي

که څوک پوهیږي خبرې ګرانې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *