زما په اند ښه به دا وي چې لومړۍ په تازه خبرو پیل وکړو بیا به یې په ژورو پسې ګرځو . د نن او سبا خبرې په پلاني ځای کې د وسلو شخصي دېپو خدای خبر د کوم نر له لوري ختمه شوه،  خو خبره دلته ده چې دا څنګه امکان لري چې په یو هېواد کې دولت شتون ولري د شخصي وسلو حق دې هم ولس ته نه وي ورکړل شوای او د یو ولسمشر  پر ځای دې دوه ولسمشران وي، ولسي جرګه دې د یو ځل په ځای څو څو ځلې  وزیران ته د باور رایه ورنه کړي او داسې نورې هم ډېرې خبرې دي چې په دې تازه حکومت کې یې وینو خو بیا څنګه دا امکان لري چې یو کس دې شخصي د وسلو دېپو جوړه کړي او په هغه کې دې دومره وسلې شتون ولري چې  د حکومت په نیمه کې یې هم شتون ناممکن وي او له دې سره سره د هېواد دویم ولسمشر یې ځان هم په غم کې شریک وبولي؛ نه پوهېږم له پیل نه داحکومت د حکومت په نوم جوړ نه دی او که جوړ دی خو تر ډېره د مور او مېرې کارونه روان دي .

هغه ولس چې تر نننه هم په یو چا باور لري او پلوي یې کوي، په داسې حال کې چې هغه هېوادول چې مشر یې زورواکی بولې او یایې هم بل واکی، ور  څخه ملاتړ کوي او ننګه پرې کوي خو ترې خبر نه دی چې څه کوي او د څه لپاره یې ددوی په سر لوبې روانې کړي دي او کوم ډول لوبې کوي  ؟

زمونږ ستونزه داده هرکله چې چاپسې دریږو مونږ د هغه تېر ژوند ته خو په هیڅ صورت نه ګورو خو په روان حالت یې هم خبرې نه کوو.ځکه خیر دی که ومو هم وژني توپیر نه کوي ځکه چې مشر مې دی او پلار یا نیکه سره مې ډېر ښه کړي دي د همغه لپاره نو زما بادار هم راځي .

خو بیا بل لور دې ته د هیچا پام هم نه دی که په بیچاره خلکو هر څه تیریږي ،که زمونږ ولسونه ووژل شي، زمونږ په بېچاره ولسونو بمبار وشي او د یو واده کور ړنګ او بنګ شي ان تر دې چې غریبه ناوې هم پکې ووژل شي د هغو ماشومانو خبره خو مه کوه چې بې موره او بې پلاره په داسې یو څنډه کې پراته وي چې څوک یې د پوښتنې نه وي خو دومره څوک نه پیدا کیږي چې د هغه بېچاره کور ته ورشي او لږ زړه سوی ورسره وکړي .

خو د هغه چا چې وسله ورکه شوې او یایې وسلې بمبار شوي حال داچې نه څوک پکې مړه دي او نه هم څوک پکې ټپي خو د هېواد له دویم ولسمشر نه پیل بیا تر وزیرانو، والیانو، ریسانو او ددوی په خبره ددوی پخوانیو تش په نوم جهادیانو ګډون وکړ پکې او ځان یې په غم کې ورسره شریک کړ ماته خو په ریښتیا چې ډېره د غم او افسوس خبره ښکاري چې ولې داسې وشي؟

نه پوهېږم واک، که زور اړین دی او یا هم هغه بیچاره ولس چې تر نننه په دېرو کمو او وړو خبرو زورول کیږي او ان تر دې چې د ژوند کولو موقع نه ورته برابریږي اخېر ولې او تر  کومه وخته به داسې ژوند تیروي دا خلک، تاسو هم داسې پوښتنو سره کله کله مخ کېږﺉ او کنه که مخ کېږﺉ له ځان سره ورته څه ځواب وایاست که همداسې بې ځوابه یې پرېږدﺉ .؟

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *