د افغانستان کرکټ بورډ اداره په پام کې لري تر څو د زونونو په کچه د ۱۸ کلونو څخه کم عمر درلودونکو لوبغاړو څخه ددوی په اړونده زون کې د کرکټ آزموینه واخلي.

دغه آزموینه چې په هر زون کې به د کرکټ بورډ مسلکي ټاکونکو تر نظارت لاندې ترسره شي، په پایله کې به یې د هر زون لپاره د ۱۸ کلونو څخه کم عمر درلودونکو لوبغاړو لوبډله جوړه شي او دغه لوبډلې به د کرکټ بورډ کورني کرکټ څانګې نولس کلنو څخه کم عمر درلودونکو لوبډلو په سیالیو کې ونډه واخلي.

سربیره پردې، د کورني کرکټ نولس کلنو څخه عمر درلودونکو سیالیو په ترڅ کې به د کرکټ بورډ ټاکونکې ډله د هر لوبغاړي کره څارنه کوي چې په پایله کې به د هراړخیزې ارزونې وروسته له یادو سیالیو څخه غوره لوبغاړي د نولس کلنو ملي لوبډلې ته وروپیژندل شي.

په هر زون کې به آزموینه په ټاکل شویو نیټو او موقیعتونو کې واخیستل شي چې په لاندې ډول دي.

د بندامیر زون: د فیبروري ۱۵ او ۱۶ نیټه په ملي کرکټ اکاډمۍ کې (نوم لیکنه پیل شوې ده)

د آمو زون: د فیبروري په ۲۰ او ۲۱ نیټه په کندز کرکټ اکاډمۍ (سپین زر چمن) کې

د بست زون: د فیبروري په ۲۷ او ۲۸ نیټه په کندهار روزنیزه کرکټ اکاډمۍ کې

د مس عینک زون: د مارچ په ۵ او ۶ نیټه په خوست کرکټ اکاډمۍ کې

د سپین غر زون: د مارچ په ۹ او ۱۰ نیټه د امیر شهید باغ په ختیځ کرکټ اکاډمۍ کې

د یادونې وړ ده چې، ټول لیواله لوبغاړي دې په خپل اړونده زون کې له تذکرې (عمر باید له ۱۸ کلونو څخه کم وي) او دوه قطعې عکسونو سره د نوم لیکنې لپاره د اړونده زون له مسئول سره وګوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *