دا څو ورځې له فیسبوکه نیولې ترشخصي او نورو مجلسونو پورې پردې تبصرې زیاتې دي،چې دې کمونیستانو ولې دا پینځه زره کسه یو ځای ووژل،څنګه یې ووژل،څه باید ورسره وکړو او پسې درواخله نورڅه چې د چا زړه کې ګرځي وایي یې.
ما نه هم یو ځای نیم د نظرپوښتنه وشوه،ځینې راته غوسه شول چې ولې مې د دې پینځه زرو وژل شوو کسانو ادعا شوی نوملړ نه دی لوستی،دوستان،عزیزان مې پکې نه دي پیدا کړي او د دې ظلم ویرمې نه دی کړی.
نه پوهیږم ځانته زه داسې یم،که نورخلک هم،چې درد ورکونکو خبرونو نه په خبریدو ټول پېښیدونکی درد په هماغو اولو شېبو کې تجربه کوي.
په دې مسله هم داسې شوم،د کوم تلویزون پرسکرین مې ولوستل چې کوم خارجي هېواد د کمونیستانو په واکمنۍ کې د پینځه زرو وژل شوو افغانانو نوملړ پیدا او خپور کړی.
د عادت مطابق د پینځه زرو کسو د وژل کیدو درد یوه شېبه کې راغاړې وت،د کوم احساساتي چلند یا لیکلو پرځای مې د خپل وطن او خلکو پربدې ورځې فکر مصروف شو،چې دا څومره ظلم او جبر ورسره شوی،دا څنګه وطن او ملت دی،چې لسیزې،لسیزې وژل کیږي،ځپل کیږي او ناکامیږي خو تراوسه یې نه چا د دښمنۍ ښکاره سینه وډبوله او نه یې د دوستۍ کومه وعده رېښتیا کړې.
دا څنګه خلک دي،چې اوس هم خوبولي او له ځایه نه ښوري،څه چې اوري ریښتیا یې ګڼي،هره شېبه یې د فکري،ذهني او فزیکي مسیر د تغیراحتمال دی،مثبت خوا ته نه؛منفي ته ځکه دلته خو بیا بیا منفي عملونو د مثبتې پیش بینۍ ډاډ او قوت هم وژلی.
د همدې معمول مطابق د خپلو څو لسیزو مخکې شهید شوو وطنوالو د ویر بیا تازه کیدو ته په فکر او تشویش کې یم،چې بیا به کومو ګلانو ته پرې اوبه ورکوي.
سودایي کړی یې یم،چې بیا به مو د دې زاړه پرهرپه چېړلو اونوې څړیکې څومره وخت نور تردې بدترو ظلمونو نه سترګې او ذهنونه په بله خوا مصروف ساتي.
ځینو مخکینیو داسې لوبو او پکې زموږ مصروفیدو ته په لیدو مې خو کله سودا شي،چې موږ به زیاتو نورو کیسو غوندې خبرنه یوو،دې بهرنیانو به موږ سره د خپل مصروفیت او لوبې یو هدف او دلیل خپلو خلکو ته پرکمزورو انساني فکرونو د نوو تجربو کول یا ساعت تېري نه وي ښودلې.
ځکه دا عجیب و غریبې لوبې چې راسره روانې دي،دغو ممکنو یا مطرح شوو ادعاوو سره په زیات ټکرکې نه ښکاري.
سړی چې دا حالات او زموږ کم درکۍ ګوري حیران شي،چې څه ووایي،زه یې په ځغرده وایم چې پر پرونیو پرهرونو مو مالګې شیندلو سره دې خلکو د خپلو افغان نومه ملګرو په کومک زموږ نن د ځان کړی او زموږ د سبا خلاف د یوې نوې توطیې په فرصت بدل کړی.
نور نو پردې لوبو د پوهیدو ضرورت دی،نور د ژړا پرځای خپل قوت پرفکر مصروفول ضرور دي،هغه کمونیزم چې کلونه کلونه مخکې زما ولس مات او له زوره وغورځاوه نن یې مرده باد مرده باد ګڼل زموږ په خیر او ضرورت کار نه دی.
نن راځئ دې ته د ژړا پرځای فکر وکړو،چې د هغه لوی برم د پایمالیدو او لسګونه نورو زرو کسانو د مرګ عامل او سبب مو څه و،هغه چا چې د یوه دښمن په توره زموږ د ټوټې شوي وجود پردرد د اوښکو پاکولو دسمال راکړ،څومره یې په دې دسمال کې نابیناکوونکي مواد شیندلي وو.
نن راځئ پردې سرخلاص کړو چې له یوې ژړا نه پس مو چا او ولې سترګې ړندې او دلته د چا،چا په لاس هرارمان او ارزښت لوټ او تالان کړ.