ښه شاعري یوازې سینګاري الفاظ نه دي، بلکې هغه خبرې دي چې زمونږ روح به پرې سکون مومي او بیا مو د خپلو خوږو الفاظو په نزاکت داسې لرې وړيچې پر ځان پوهیږو ځان یې راباندې منلی او پلورلی وي <همدارنګه ښه شاعر هم همداسې در ونیسئ، که یې په شاعرۍ کې دا تومنه وي ومنه چې د زړونو بادشاه دی او به ټولو ته مننونکی وي.
شاعري یوه الهي پیرزوینه ده او دا نو بیا د بختور سړي په زړه کې پرته د خوږو او رنګینو الفاضو چینه وي چې یې د هر چا تمه نه شي کېدای.
زه د یو داسې شاعر او لیکوال خبره کوم چې پرې همدا ستره لورېنه شوې شاعري او لیکوالي له یوه بله ډېر خواږه او زه یې په بیلولو کې په سپین میدان پاتې کیږم.
خوږ ژبی او نازک خیال شاعر، لیکوال او ګران خوږ ورور ګل رحمن رحماني یادوم. اصلاً مخکینۍ خبره مې اخلم له شاعرۍ او لیکوالۍ دی خپله ډېر خوږ دی، په رښتیني ژوند کې یې له خپل شعر او نثر میدان ګټلی او همدا ده چې مو په زړه دی .
زما کرښې د هغه د شاعرۍ یو ځلنده تصویر نشي کېدای ځکه دومره الفاظ زما سره نشي پیدا کېدای خو بیا هم هغه وخت زما لیک لا روان نه و او به مې هر وخت د نورو شاعري او لیکوالي لوسته که رښتیا ووایم لیکوالي مې د ټولو لوسته خو شاعري مې بیا د هر چا نه لوسته ځکه په شاعرۍ کې ذوقیت ډېر وي او په زړه بیا د هومره کلیمو دځاېدو شومه نه وي چې له تا ویلو ماویلو او کلیشه یي تورو ډک وي، خو چې پوهېدم د دې سړي شاعرۍ په شعر مین کړی وم او ترې مې تېښته کیدونکې نه وه زه یې هم د دې لارې د یوه لاروي په توګه له ګوتې نیولی او لا مې ترڅنګ دی.
رحماني صیب په ژبه او زړه یو دی او له دې بېته یې د سپېڅلتیا اخیستنه کېدای شي چې:
ته ټولوې ترې خپل شېندلي اغزي
خو رحماني بیا په دې لار نه راځي
خپلې خبرې نه غځوم، دا ټولګه چې ستاسې په لاس کې ده (ته هغه نه يې چې مې خوب کې ليدې!) له ( مونږ چې ماشومانو وو) شعري ټولګې کلونو کلونه وروسته د رحماني صیب د زړه خبرې دي او په کې هغه شعرونه راټول شوي چې یې یوه یوه کلیمه زړه ته ښکته شوې او بیا یې دا هر یوه په ډېر خوند او جادوګرو الفاضو لیک کړې نو هر څه په کې خپله وګورئ خو زه یې شاعري د خپل زړه غږ بولم او ورته د دې ټولګې د چاپېدا مبارکي د زړه له تله وایم او دا چې:
ستا د ښاېست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
عمر دې ډېر شه وروره!