نازو پسرلی ||
زه هغه څوک یم چې ستا مور به په کچکول کې ماښام پاستی راکاوه او ما به د ماښام په لمانځه کې د الله په درګاه کې ستا روزي ته لاس پورته کړ، تا په ما زړه سوی درلود او وېل به دې: بې ازاره دى.
خو چى سوکه به مې ستا سرو بغورو ته د کتو له پاره مړې سترګې درواړولې او ستا د زړه دربا به مې په غوږو واوریده، په سترګو کې دې حېا وه ،په خوله دې څه نه ويل خو ستا په هر نازاو ادا ښه پوه وم. د نرۍ شونډو په سر دې لبسنګ کاوه:
طالبه خدای که به ملا شې
په کتاب پروت يې ېادوې شينکي خالونه
هو؛اوس مي هم ياد دي، مور په ماشومتوب لا له ځانه بيل کړم:
زويه په نس به موړ په تن به پټ ېې ،زما تر غيږ به د الله کوراود ملاصاحب تر سيوري لاندې ژوند کول درته ښه وي.
د پنځو کالو به وم چې د مور، له مينې هم بې برخې سوم، نړۍ ته له راتلو سره مې د پلار غږ نه دی اوريدلی، انا مې په زيږيدو خوشاله وه چې خداي ېې د سوي زړه ناره اوریدلې او په کور کې ېې د نارينه اولاد غږ واوريده.
په خپل ټیکري کې ېې تاوکړى، د کلي ملا ته وروستى وم چې په غوږ کې مې اذان وکړې .
وايي؛ بر خى ازلي وي ،د کلى ملا بياچا ونه ليد د روسانو په بمبار کې جومات ړنګ سو او مولوي په شهادت ورسيد.
انا به مې تل ويل:
طالبه زويه، ته به لویيږې او له سره کفره به د جومات او د ملا انتقام اخلې.
چي څومره لوييدم د قران شریف ډیر ایتونه مې حفظول خو په تفسیر ېې چا نه پوهولم.نړۍ راته دوزخ وه او د جنت د تلو په ارمان مې شپې ورځې سبا کولې چي کله به زما ورځ او نوبت رارسيږي. هغه اوږدې ورځې هم راباندې تيرې سوې چي د کوټې یوه، یوه طالب ملګري به څومره په هوس سر غوړ کړ، سپینې جامې به ېې واغوستې او ما به له سيالۍ نه پسې ټوله شپه ژړل ،زما لپاره هرڅه دلته ختم ؤ، د جنت هوس اوارمان مې درلود ، کله چې به مولوي صاحب موږته د کفارو د وژلو او دوزخ ته ېې د استولوخبرې کولې، په غوږو به ښې لګيدې.
زما د ژوند ټوله برخه په مرګ څرخيده، ډير ملګري زما د سترګو مخکې مړه سول، ډيرى د استشهادي په هوس کې ولاړل. هغه شپې ورځې هم تیرې شوې چې غوث الدين طالب يې په ډيرو نصیحتونو او خبرو استشهاد ته تیاراوه خو هغه لا په شک کې ؤ، تر څو دوه له ونې ټیټ او له رنګه تور کسان راغلل، غوث الدين ته يې ستنې ووهلې اوله ځان سره ېې بوت.
په سبا ېې چې بیرته راوست هلک ډير خوشاله وو زما هم د تللو هوس ډیر شو، له ځان سره مې ويل که دا ځلي مشران راشي نو پښو ته به وروليږم چې ومې لیږي.
خو د هر چا خبل مقصد وي زه يې تراخیره وساتلم، مولوي به تل را1ته ويل هلکه د شيدو سپینوالى او د وریښمو پوستولی دې شرمولی.نور زه هم ستړى سوى وم ډير کله به مې نيت وکړ منډه کړم اوځان ورک کړم
یوه ورځ له رنګه تور کسان راغلل، له ځان سره ېې بوتلم، خوشاله وم خپل ارمان او هدف ته نیژدې کيدم. د کفر په مقابل کې مې جهاد کاوه په ژوند مې د غازي لقب تر لاسه کاوه او بخت به مې هالته لا بيداره و چې شهيد شوى او جنت مى ځاي واي.
په لومړي ځل مې ښه ېاد دي، د ټوپک اوچتول راته اسانه نه وه، ډیردروند ؤ،خو دې خلکو هر رقم جنګي تمرینونه راکول.
مخکې تر دې چې د جهاد په لوري ولاړ سم څو تسلیم سوي عسکرېې چې لاسونه يې شاته او سترګې يې په تورو ټوټو ورتړلې وې مخامخ راته کينول، دروند ټوپک يې راکړ او په خپله ژبه يې چې اوس ما ته دوهمه مورنۍ ژبه وه وویل ( بهادر پټان…).
د ټوپک ماشه مې د لومړي ځل لپاره مخامخ په کفارو استعمالوله، د لاس او ګوتو پوړيدا مې روزنکو ليده او د زړه دربا مې په خپله اوريده.
لومړۍ مرمۍ راته اسانه نه وه، خود وروستۍ مرمۍ ویشتل چې د روزونکو له خوا د الله اکبر په لوړ غږبدرګه کیدله راته اسانه شوه، د ټوپک دروندوالی مې احساس نه کړ او نه مې واڼې وتښتیدې.
په ځان کې مى د لوړوالي او غرور احساس وکړ نور زه هغه د مولوى صاحب د شهوت د ماتولو وسیله نه وم. د دين او اسلام لپاره مې ښه لاره غوره کړې وه، د خپل کلي د ملا اروا مې ښاده کړه چې زما په غوږ کې ېې اذان کړى ؤ،او نوم يې راباندې طالب جان ایښی ؤ. داسې وغوړیدم لکه څوک چې مړاوي ګل ته پریمانه اوبه ورکړي. په دې وخت کې مې پام شوچې ځینې کفار زخمي او د ځينو د زنکدن حالت وو، زما روزونکو چي غټ غټ بوټان ېې اغوستې وو غوښتل زخمیان په لغتو لغتومړه کړي، په خپله ژبه يې سره ويل نورې مرمۍ پرې زياتى نه دي چې اسانه ساه ورکړي. عجيب حالت وو د زخميانو له زګيروي سره د الله، الله ږغونه او د روزونکو په لور ږغ خندا، نور په ځان نه يم پوه شوى کله چې مى سترګې رڼى کړې په خپلې پخوانۍ مدرسه کې وم او
داځل ېې راته د شهادت او جنت اسانه لاره راښووله.
مولوى به راته ويل دا دنيا خو وينې چي د دو ورځو ده او تاسو هغه تنکي ځوانان ياست چې اسانه درته د جنت دروازې خلاصيږي. پوهيږې؛ هر شهيد او جنتي ته څو څو حورې ورسيږي. او تاسو د اسلام د دفاع تنکۍ او ورستۍ ستنې ياست.
نور نو زما پر مخ د ځوانۍ خط اوبریت هم راغلي وو. د ځان ساتل راته سخت وو ورځ په ورځ مدرسې ته نوي ملایان راتلل ،زما غوندې ډيرى نور طالبان هم تر پوزې راغلي ول او دا ورته ښه لاره وه چې واسکټ واغوندي، له يوې نارې او يوې بټنې سره ځان حورو ته ورسوي.
يوه شپه څو تنه راغلل او مولوى صاحب سره يې پټې خبرې وکړې، بيا يې پنځه طالبان له ځان سره رهي کړل. زړه مې لوي کړ او ورته ومي ويل تاسو خو راته ويېلي وو د بلې ډلې په طالبانو کې به ته هم ځې؟
له ځانه وچ یو تورمخي راته برګ برګ وکتل او ویې ویل : چې دومره شوقي يې ،ونه دې هم تر ټوپک لوړ ده ولې جبهې ته نه ځې؟
په ما هیچا دا لوريينه ونه کړه چې دا ارمان مې پوره شي او نه مولوي صاحب د سسپيڅلي جهاد تللو اجازه راکوله. هر وخت به يې خپلو مشرانو ته د هغوي په ژبه وېل خوارکی لا وړکی دی اوبال لري.
تر استشهاد مخکې به ېې څو تنه طالبان بل ځاي ته بیول،چې څو ورځې ورسته به بیرته راغلل نو ځمکې به ځاي نه ورکاوه له يوه نيم، نه به مې د حورو د ښايست ،سپينو نازکو بدنونو او د اوږدو پستو ويښتانو صفتونه اوريدل. هک پک به پاتې سوم چي تر تګ مخکې به ځینوژړل چې موږ لا نه يو تياراو د پاتې کیدا زارۍ به ېې کولې خو له راتګ وروسته به نورې کیسې وې.
هغه ورځ هم راورسیده چې زه ېې ارمانجن وم چا راته د خوښۍ اوښکي تويولې او چا لکه زه چې وم له سيالۍ راته ژړل،د ملایانو دعا،د روزونکو نصیحت او زدکړو موده چې تقریبا درې مياشتىې وخت ېې وغوښت ،پاي ته ورسیده، هو زه بختور وم چې روانیدم ،نوربه د ملا د هوس د سړیدا اله نه یم،تر اوسه خوزه هغه تنکی اوځوان هلک وم چې د يو سپين ږيري او په عمر پاخه انسان هوس مې په ټيټو سترګو سړاوه، که به مې له ځان سره پټ پټ ژړل خو د مشر ملا زړه مې نه دی مات کړى.
چې ګرمي به ډیره وه، مولوي صاحب به راته د يوه ډک ګیلاس ست وکړ ويل به يې دا شربت روح افزا نوميږي او له لاهور نه يې سپيشل موږ ته راليږي.
په ژوند کې مې د لومړي ځل لپاره دومره خوند ور شربت وڅکل. مولوي صاحب به ليدم چې زه څومره په خوند غوړب ترې کوم او د جنت، د پريمانه يخو شربتونو او حورو کيسې به ېې راته کولې.
څو کاله وروسته کله چې مولوي صاحب له سختې ناروغۍ په حق ورسيد نوى مولوي راغى په ما مهربانه سو او زه يې د يو زړور مجاهد په صفت دکفارو په مقابل کې هلمند ته وليږلم.
له اوږده اسویلي وروسته ېې له ما مخ واړاوه، د ملي اردو عسکرد ده په اوږه لاس ورکیښود او د دواړو پر مخ غټې غټې اوښکې راغلې.
نازو پسرلی
۲۰۱۸.۰۶.۱۷