تاند- څېړونکي وايي چې بالاخره په دې راز پوی شول چې ولي زیبرا (ګوره خر) لیکي – لیکي پوستکی لري.
تراوسه داسې انګېرل کېده چې د زیبرا پر پوستکي سپینې او تورې لیکې د دې لپاره دي چې دا حیوان د لمر له تودوښې پرې ځان وساتي خو اوس څرګنده شوه چې د دغو لیکو هدف یا ګټه بل څه ده.
سکای نیوز تلویزیون د جمعې په ورځ /فبروري ۲۲/ په یوه راپور کې وویل چې څېړونکو ته معلومه شوې چې د زیبرا پر پوستکي دا دارې د دې لپاره دي چې حشرې یې ونه چیچي.
د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون او د بریتانیا د بریستول پوهنتون د څېړونکو په وینا کله چې وینه زبېښونکې حشرې غواړي د زیبرا پر ځان کښېني د هغو د پوستکي برګوالی یې د ناستې مخه نیسي.
څېړونکو اسانو ته همدا ډول پوښ وراغوست او بیا یې له یو شمېرو اسانو سره، چې پوښ یې نه درلود، د هغو فلم واخیست. دوی ته څرګنده شوه چې حشرې پر هغه اس نه کښېناستې یا په ګرانه کښېناستې چې لیکې – لیکې پوښ یې درلود.
د بریستول پوهنتون څېړونکی استاد مارتین هو وايي، کله چې ماشي پر زیبرا کښېني غالباً ګنکسیت احساسوي او سترګې یې په تکلیف کېږي.