افغان حکومت په پام کې لري، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به د زیربنا جوړولو پلان جوړ کړي.
د تېرو دیارلسو کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې بنسټیزو پروژو یا زیربنا ته جدي پاملرنه نهده شوې او باور دا دی، چې د نوي افغان حکومت دغه پلان په اقتصادي سیاست کې تر ټولو غوره ګام او مهم بدلون دی. د ولسمشر لهخوا پهداسې حال کې د زیربنا جوړولو لپاره د پلان له چمتو کېدو خبر ورکول کېږي، چې تازه د چین له سفر څخه راستون شوی و.
په ټولیزه توګه په بنسټیزو پروژو کې د لویو لارو، اورګاډي پټلۍ، د اوبو او برېښنا بندونه، د برېښنا شبکې او د لویو او اساسي فابریکو جوړېدل شامل دي؛ دغو مواردو ته په کتو سره څو ټکي د پام وړ دي:
لومړی، په تېرو دیارلسو کلونو کې موږ د بنسټیزو پروژو لپاره ټولیز پلان نهدرلود، د دغه پلان نشتوالي ته په کتو سره باور دا دی، چې د یاد پلان جوړولو په برخه کې د نوي حکومت پر وړاندې به جدي ننګونې پرتې وي. د هېواد اوسنیو حالاتو ته په کتو سره د زیربنايي پلان جوړولو پر وړاندې دوه اساسي ننګونې شته:
الف: د انساني ځواک کمښت
ب: د مالي سرچینو نشتوالی.
غواړم دغو دواړو برخو ته لنډه اشاره ولرم.
الف: د وسلهوالو طالبانو د نظام په نسکورېدو سره ډېری افغانانو زدهکړو ته مخه کړه، داسې چې په کور دننه سربېره له هېواد څخه بهر هم ګڼشمېر افغانان په ځانګړي توګه ځوانان د زدهکړو په هدف لاړل، چې تر یوه بریده یې د انساني ځواک (کاري ځواک) تشه ډکه کړه؛ خو دېته په کتو سره، چې د زیربنا ملي پلان کارنده کسانو او کدرونو ته اړتیا لري، څو وشي کړی یو ټولیز پلان جوړ کړي باور دا دی، چې لا هم پهدې برخه کې له ستونزو سره مخ یو. دغه ستونزه هغه مهال جدي کېږي، چې لا هم د حکومت کابینه معلومه نهده. دا څرګنده نهده، چې کوم کسان به نوي حکومت ته داخلېږي، آیا دوی به له پوره وړتیا څخه برخمن وي که نه؟ لهدې امله چې ژمنه د ولسمشر لهخوا شوې آیا ولسمشر به په یوازې ځان زیربنايي ملي پلان جوړوي؟ د ولسمشر لهخوا په یوازې ځان د دغې پلان جوړول ناشوني ښکاري، بل لور ولسمشر لا هم د دغې پلان جوړولو په موخه ډله او کسان نهدي ټاکلي.
ب: اوس مهال د هېواد ملي بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، چې لهدې جملې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ عادي بودجې او پاتې ۱۴۸ میلیارده افغانۍ پراختیایي هغې ته ځانګړې شوي دي. لهدې څخه یوازې له ۱۰ – ۱۵ سلنې بودجې پورې د افغانستان له کورنیو عوایدو څخه ترلاسه کېږي، چې تر ډېره بریده دغه عواید پر ګمرکونو او وارداتو ولاړ دي. څرګنده نهده، چې د زیربنايي پلان لپاره به بودجه له کوم ځايه ترلاسه کېږي؟ د تېرو کلونو په اوږدو کې د بودجې ډېری برخه په بهرنیو مرستو تکیه وه. د همدې تېرو کلونو په اوږدو کې د بنسټيزو پروژو په برخه کې کار نهدی شوی، چې دغه چاره د بهرنیو مرستندویه هېوادونو رښتنیولي تر پوښتنې لاندې راولي. اوسمهال، چې د حکومت لهخوا د زیربنا پر پلان کار روان دی، آیا بهرني مرستندویه هېوادونه په ځانګړې توګه لوېديځ به دېته چمتو شي، چې د دغې پلان جوړولو او پلي کولو په برخه کې مرسته وکړي؟ خو دېته په کتو سره، چې د ولسمشر لهخوا د دغې ستراتېژۍ د جوړولو اعلان د چین له سفر څخه وروسته کېږي اټکل دا دی، چې افغان حکومت به پهدې برخه کې د چین ملاتړ ترلاسه کړی وي؛ خو د چین مرستو پر وړاندې بله ننګونه د چین او امریکا ترمنځ سیالي ده. آیا امریکا به دا اجازه ورکړي، چې چین دې له افغانستان سره په پراخه توګه مرسته وکړي؟ په ځانګړي توګه دا چې دواړه هېوادونه په سیالۍ اخته دي او ویل کېږي، چې د لوګر د مس عینک د کان کیندلو پروژه او د آمو سیند نفتي سیمې د کیندنې چارې د امریکا د لاسوهنې په پایله کې ځنډول شوي وي.
دویم، شونې برېښي، چې نوی حکومت دې پر پورتنیو ستونزو لاسبری شي؛ خو د غې ستراتېژۍ پلي کېدو پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه امنیتي ستونزې دي. د هېواد په بېلابېلو برخو کې وسلهوال مخالفین فعالیت لري. د وسلهوالو مخالفینو د فعالیت ډېر تمرکز د افغان دولت پر وړاندې درېدو سربېره د بیارغاونې پروژو پر وړاندې درېدل دي، چې ټولو ښه بېلګه یې د وسلهوالو مخالفینو (طالبانو) لهخوا د هغو لویو لاریو ویجاړول دي، چې د افغان حکومت لهخوا د تېرو کلونو په اوږدو کې جوړې شوي دي. د کابل کندهار لویه لار یې تر ټولو غوره بېلګه ده. همداراز د سلما او د کجکي د بندونو پروژې هغه څه دي، چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د وسلهوالو طالبانو لهخوا د جوړولو مخ یې نیول شوې ده. دېته په کتو سره، چې د یوې میاشتې په اوږدو کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو ماموریت به له جګړهییز هغه څخه یوازې پر مشورې او د افغان ځواکونو پر روزنې تمرکز ولري؛ د امنیت په برخه کې ننګونې جدي برېښي، خو په وروستیو کې د سولې په موخه د افغان حکومت هڅې ګړندۍ شوې وي.
که افغان حکومت پهدې بریالی شي، چې ګاونډي هېوادونه (ایران او پاکستان) قانع کړای شي، چې د بنسټيزو پروژو مخنیوي په موخه لاسوهنې ونهکړي؛ شونې ایسي، چې امنیتي ننګونې دې جدي ونهاوسي، لهدې پرته د دغې پلان پلي کېدل به تر ډېره ناشوني وي.
درېیم، ښه حکومتوالي هغه څه ده، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې ورته تر یوه بریده پاملرنه وشوه؛ خو مثبته پایله یې نه درلوده. لا هم د ښې حکومتوالۍ په برخه کې افغانان له ستونزو سره مخ دي. افغان دولت لا هم د نړۍ په کچه د فاسدو دولتونو په کتار کې لومړی ځای لري، لا هم افغانستان د مخدره توکو د تولید له اړخه په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی او لا هم د افغانستان دولتي ادارې له ستونزو څخه ډکې دي. دا ټول هغه څه دي، چې په لومړي ګام کې د زیربنايي ملي پلان جوړولو او په دویم ګام کې د پلي کولو پر وړاندې ستونزې پيداکولای شي. باور دا دی، چې افغان حکومت باید په لومړي ګام کې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې کوټلي ګامونه پورته او په دویم ګام کې د زیربنا پر پلان کار وکړي، لهدې پرته دغه پلان به یوازې د کاغذ پرمخ پاتې وي.
څلورم، ولسمشر غني د خپلې کاري دورې له پیل او د لوړې د مراسمو له ترسره کولو سره جوخت د کابل بانک دوسیې څېړلو په موخه ۴۵ ورځې مهلت ورکړ. همداراز د کابینې جوړولو په برخه کې یې هم ۴۵ ورځې وخت اخیستی؛ خو اوس چې د لوړې له مراسمو څخه ۴۰ ورځې تېرېږي، نه د کابل بانک قضیه روښانه شوې او نه هم د کابینې څرک لګېدلی. ولسمشر د زیربنايي پلان جوړلو لپاره شپږ میاشتې وخت ټاکلی؛ خو د یوې اونۍ په تېرېدو سره لا هم لومړنۍ چارې یې نهدي بشپړې شوې. پورتنیو ستونزو ته په کتو سره باور دا دی، چې حکومت به پهدې بریالی نهشي، چې د شپږو میاشتو په اوږدو کې دغه پلان جوړه کړي. ښه به دا وای، چې په لومړي ګام کې د زیربنا په برخه کې هر اړخیزه څېړنه شوې وی او وروسته د مهلت له ټاکلو پرته پر جوړولو یې کار پیل شوی وی.