د پکتیکا ولایت د میلمستون د ودانۍ په تالار کې د یاران ادبي دېرې او ولایتي ادارې په ګډه همکارۍ د جمعې ماښام د نازک خیاله شاعر نوید زیري په نوم  نومولی و.

په یاده غزلیزه ناسته کې د پکتیکا پر شاعرانو او لیکوالانو سربېره د پکتیا، غزني او یو شمېر نورو سیمو شاعرانو او فرهنګیانو هم ګډون کړی و.

د دریځ چارې بشیر باران په خپل ځانګړي شاعرانه انداز پر مخ بېولې. مشاعره د معمول په توګه د کلام الله د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت پیل شوه. د مشاعرې  پرانیسته  د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت  په خپلې وینا وکړه، ښاغلي وحدت مېلمنو ته د هر کلي ویلو تر څنګ د ادبي ناستو پر اصولو وغږېده او د خپلو فرهنګي هڅو تجربې یې له ګډونوالو سره شریکې کړې. د وحدت صاحب د وینا یوه برخه د یاران ادبي دېرې نه مننه وه، په ځانګړې توګه یې د دادمحمد ناوک، ضیا زمزم او بشیر باران ستړیا وستایله.

دا چې  ماښام د نوید زیري په نوم و، نو شاعر او لیکوال حمیدالله همیم د نوید زیري ژوند لیک په دې بیتونو پیل کړ.

ما خو زیری د لالي درته راوړی
اوس دې خوښه اوس چې هر څه راکوې زړه
ورپسې د یاران ادبي دېرې په استازیتوب داد محمد ناوک وغږېده، د دېرې د پېژندګلوۍ نه یې وروسته مېلمنو ته هرکلی ووایه او د دې مشاعرې په ترتیب کې یې د پکتیکا د ولایتي ادارې همکاري بېسارې وبلله.

ورپسې مشاعره  د ماښام د شاه نوید زېري په دې بیت پیل شوه:

په غربت باندې مې داسې ټوکه وکړه
په زړو جامو مې نوې تڼۍ کېښوې

مشاعره د شاعرانو په بېلابېلو شعرونو پیل او پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *