سيد اسحاق سادات

په زړه کې له مودو مودو پراته بلا ارمانونه او دردونه هغه مهال څړيکې پيل کړي، چې د وجود غلی شور او شرنګ د خوږې عاطفې له کاروان سره له کلونو وروسته د يو داسې ستړي لاروي په څېر ملګری شي، چې د زمانې درنو څپېړو ورڅخه ټول ځواک اخېستی وي.

د دغو ارمانونو هېلې هغه مهال د ژوند ساه واخلي، کله چې يې د خپلې ورکې شوې مينې څلی په خيالي نړۍ کې راتازه شي.

 دا هېلې خوشې نه رازرغونيږي، بلکې د يوې خبرې په اورېدو، د يو تصوير په ليدو او د يوعادت په نندارې سره به انساني فکر ته کټ مټ د خپل ګران محبوب څېره دريږي.

د خيالي نړۍ دغه تصور د هر چا په ذهن ژور اغېز کوي خو د هنر خاوندان همدا حالت د الفاظو په خم کې داسې ولمبوي چې له راوتو وروسته ورته هر څوک لاس تر زنې کښيني او کيدای شي ډېر پکې د يوې رڼې هېندارې په څېر خپل ورک ارمان هم وويني.

د نويو کلماتو راټولول، سينګارول او بيا يې د شعر په جامه باندې د زړه په سر د ښايسته ستورو په شان نصبول دومره اسانه خبره نده څومره چې يې فکر کوو؟ دا د لويي خدا له لورې فطري لوريېنه، ژور فکر، لوړخيال او په زړه کې د ټولې نړۍ لپاره ځانګړې مينه غواړي چې له نيکه مرغه زمونږ د پښتني سيمې ځلمی نسل ورڅخه برخمن دی.

زمونږ د پښتو ادب په روان ځلمي بهير کې داسې ښاد او ياد نومونه شته چې د شعر هنري خوږو ته يې په کتو سره د هر چا په ذهن کې د پښتني ادب د روښانه او ځلانده راتلونکې هېلې راټوکيږي.

هو! د دوي له ډلې يو هم احمد بختيار ساحل دی چې له ډېرې مودې راهيسې د شعر له ښاپيرۍ سره د دنګ چېنار څخه په راځړيدلي ټال کې ناست او د خپلې مينې خوږې نغمې په ژړغوني غږ زمزمه کوي.

د ساحل په شعر کې موسيقيت، ښکلا، عاطفه او ښکلی انځور هغه څه دي چې په لرې او برې پښتونخوا يې د ده د تخيل عطرورينې وږمې شيندلي او هر څوک ورڅخه جلا خوند او کيف اخلي.

د ساحل شاعري ځانګړې سبک او اهنګ لري، او تل يې هغو حالاتو ته د شعر رنګينه ښکلا ورکړی چې دی ورڅخه ځورېدلې او يا يې هم ورڅخه خوند اخستی.

د هغه د شعر يوه ځانګړنه دا ده چې روانې او ژر پوهېدونکې خبرې کوي، که هر څومره وړه خبره وي ، او د ساحل د تخيل مرغانو په شاعرانه ژبه زمزمه کړه نو د هر چا د زړه تياره ګوټونه به راڼه کړي.

ساحل په خپله شاعرۍ کې کلماتو ته روحونه ورکړي، د خلکو طبيعت ته يې پام کړی او بيا يې پکې ټولنيز ژوند انځور کړی دی.

جانانه دومره ملامته وې چې ومې ليدې

قسم دى تانه دې بانې له ياده ووتلې

که د ساحل د ژوند له چينار څخه د يوې رالږېدلې سيلۍ په څېر بې پروا تېر نشو، او څو شېبې يې شاعرانه مزاج ته پښه نيولي پاتې شو نو ډېرې داسې خبرې به مو د ذهن په يادښت ځای کې راټولې شي ،چې په اوريدو به يې د هر چا فکرونه ورته لاس تر زنې کيني.

که څه هم د نوموړي شاعرانه طبيعت فطري ښکاري، خو د ژوند بې ساري لالهانديو او کړاونو د ده په شعر ځانګړی سيوری غوړولی او بېل رنګ يې ورکړی دی.

ساحل ډېر کله د جنون او د جانان کيسه په ځانګړي انداز راخستې ده ، چې له تراژيدۍ نيولې ان د شوخۍ تر پولو يې پکې د خپل زړه بړاس ويستلی دی.او د شعر سره همدا ريښتينولي يې د دی لامل شوی چې د هر چا په زړه کې ځانګړې لار کوي.

د مينې د لفظونو څاڅکي، څاڅکي ترېنه اوري

جانانه ستا د سترګو خمارونه ، کتابونه

او يا په بل ځای کې د شوخۍ په بڼه وايي :

داسې په سپينه لار خولګۍ غواړې؟ کرارې کېنه

نه، که نه ګوتې راته مه تاوه وه يار نه کيږي

دا ډول سپينو خبرو ته د شعر جامه وراغوستل د هنر د خاوندانو کار کېدای شي، او که داسې خبرې د افراط تر پولې ورسيږي نو ښايي چې د ستاينې پر ځای به پرې نيوکې هم وشي. خو دا د شاعر کمال دی چې د خپل زړه خبره د کومو کلماتو سره غاړه غړۍ کړي تر څو په زړه کې ځای ونيسي.

که د ساحل په شاعرانه او پښتون مزاج هر څومره کرښې تورې شي، نو بيا به هم کمې وي.خو دومره بايد ووايو چې دغې ځلمي شاعر په خپل زړه کې د انسانيت او ژوندون لپاره پرته مينه د هر چا فکرونو ته په ډېر هنري ډول رسولې. نو ځکه خو د پښتني سيمې هر ځلمې ورته لاس په سينه ولاړ دی.

چې د هر سوي، رژيدلي زړه تسل پرې کيږي

ساحل تر اوسه شاعري په خپله خوښه کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *