نثر په لویه کې په دوه ډوله دی، چې یو ته يې مسجع او بل ته يې ساده یا بسیط نثر وايي. مسجع نثر معمولاً د تصوفي متونو او سیاسي تحریکونو لپاره لیکل کېده، چې د دغو تحریکونوپلیونو به د نظم په څېر له یادو زده کړای و او ولس ته به يې ورزده کاوه؛ خو کله چې نړۍ یو کلی شو او له لومړنیو حالاتو [قرون اولیه] څخه را ووته، نو ورسره په پښتو کې د نثر دا ډول هم په ټولیزه توګه له منځه لاړ او یوازې ساده نثر ته ډګر خوشې شو؛ خو ساده نثر هم په خپل منځ کې په څو ډولونو ووېشل شو، چې تاریخي نثر، څېړنیز نثر، ژورنالیستي نثر، ادبي نثر او دې ته ورته نثرونه.
که څه هم ځینې پوهان يې ژبه بولي او د نثر ويي له کارونې څخه ډډه کوي؛ خو که له دې اړخه ورته ځیر شو؛ نو په نثر کې شمېرل کېږي.
نثر یا په ټوله کې د بېلابېلو علومو او فنونو ژبه په نورو هېوادونو کې تر ډېره د اندېښنې وړ نه ده او نه د پښتو ژبې په څېر د لهجو قرباني شوې ده. په نورو هېوادونو په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو کې د هر ډول ستونزمن نثر ستونزه تر ډېره هواره ده او هغه په دې، چې د دغو هېوادونو وګړي په ټوله کې لوستي او د یو ژبني معیار تابع دي. که په خپلو کې هر ډول لهجې کاروي؛ خو په لیکنۍ ژبه کې بیا یو معیار او بنسټ دی او ټول وګړي يې په مراعتولو مکلف دي؛ خو دلته خبره اپوټه ده.
د معیار نه شتون یوه ربړه ده او د سواد د کچې ټیټوالی بله او تر ټولو ګواښونکې ربړه. د افغانستان په څېر هېواد کې عادي پوهنیزه ژبه هم کله ناکله درنه وي، څېړنیزه، سېمبولیکه او لهجوي ستونزه خو يې لاپر ځای پرېږده؛ خو له بده مرغه نن سبا د پښتو ژبې متن له همداسې ستونزو سره مخ شوی، له یوې خوا په ژبې کې خپلسریو او له بلې خوا د ډول ډول لهجو رامنځته کول ولس له لوی ګواښ سره مخ کړی دی او که حالت په همدې ډول دوام ولري؛ نو لرې نه ده، چې دا یوه ژبه په څو لهجو ووېشل شي او نورې ستونزې هم وزېږوي. نو د حل تر ټولو ښه لار يې دا ده ژبپوهان وايي، چې په هر حالت کې باید ساده لیکل وشي، چې هم ښه دی او هم ګټې يې عامې دي. البته ساده لیکل او په ژبه کې لنډون راوړل اوس د ټولې نړۍ معیار ګرځېدلی. نړۍ اوس په دې لټه کې ده، چې څنګه خپله ژبه ساده، عامه او لنډه کړي؛ ځکه د دې پر ځای چې یو څوک د یوې علمي او څېړنیزې ژبې او یا هم د ساده متن د ځینو وییونو لپاره سیندونه ګوري ښه دا ده، چې هماغه وخت بچت او پر ځای يې ډېره مطالعه وکړي او د ډېرې مطالعې او عامه کچې د لوړاوي لپاره تر ټولو ښه د حل لاره د ساده لیکلو هنر دی، چې باید ټول یې په پام کې ونیسي؛ خو ساده لیکل هم ځانته قواعد او ارونه لري، چې که په پام کې ونه نیول شي ژبه او لوستونکي د اسانۍ پر ځای له ستونزو سره مخ کوي.
پر دې بنسټ اړینه برېښي، چې د ساده لیکلو هنر لپاره ځینو آرونو ته ځيرنه وکړو: له ساده نثر او ځانګړنو سره يې بلديت: د ادب څېړونکو په اند ساده لیکل هم یو لوی هنر او مهارت دی، چې هر څوک دا وړتیا نه لري. د ساري په ډول کله چې موږ ورځپاڼه او یا کومه بله چاپي رسنۍ وینو، هیله مو دا وي، چې ټول مطالب يې درک کړو او پرې وپوهېږو، خو کله ناکله له داسې ستونزو سره مخ کېږو، چې مطلب ترې نشو اخیستلی او یا هم په ډېرو لږو خبرو يې پوهېږو، چې لاملونو ته يې پورته نغوته وشوه؛ نو د حل اسانه لار يې دا ده اسانه او په معیاري ژبه ولیکل شي، چې هم ساده وي او هم ټول پرې پوه شي؛ خو په دې ځای کې پوښتنه پیدا کېږي ساده لیکل څه ته وايي او ځانګړنې يې کومې دي؟ ساده نثر یا ساده ژبه هغې ته وايي، چې ټولمنلې، عامه او پر معیار ولاړه وي ټول لوستونکي پرې پوه شي او مفهوم يې درک کړای شي، ځينې ژبپوهان يې خوږه او وینا ته نږدې یا وینایزه ژبه بولي، چې جملې يې لنډې، ساده او روانې وي او ترڅنګ يې لاندې ځانګړنې ولري:
اوږدې کلمې، جملې او ستونزمن پاګرافونه ونه لري. لوستونکی د لوستلو پر مهال له ستونزې او مطلب مبهموالي سره مخ نه کړي. زایدې کلمې او عبارتونه په کې نه وي. لیکوال خپله موخه په اسانه ورسولای شي. ژبه يې معیاري او د لهجو قرباني شوې نه وي. سېمبولونه او اصطلاحات په کې تشریح او سپړل شوي وي.
(۱) د پورته ټولو ځانګړنو په پام کې نیولو سره اړینه برېښي، چې کوم ټکي باید په ساده کښلو کې په پام کې ونیسو: ډېر ځله ویل کېږي، هغه څه چې وایو هغه باید ولیکو هم، خو ژبپوهان بیا له دې خبرې سره مخالف دي، هغوی وایي، چې د وینا او د لیک ژبه توپیر لري او دغه توپیرونه د ژبې د ژوندۍ ساتلو په پار بویه په نظر کې ونیول شي؛ خو د لیک ژبه هم باید دومره پېچلې او نامانوسه نشي، چې خلک يې په پوهېدلو کې ستونزه پیدا کړي؛ نو ځکه په ساده لیکلو کې په دې ټینګار کېږي، لیک دې هغسې ولیکل شي، چې وینایزې ژبې ته نږدې وي او دا هله کېدلای شي، چې زموږ درانه لیکوال په دې برخه کې ډېر تمرین وکړي او د بېلابېلو سیمو د خلکو خبرې ونغوږي او یا يې له وړاندې نغوږلې وي. ډېر ځله هغه څه مو، چې د بل له ژبې اورېدلې وي باید لیک يې هم د هغه په ژبه ونه کړو، ځکه دلته بیا د لهجې له ستونزو سره مخ کېږو، په کار ده، چې لیک په خپله ساده او روانه ژبه وکړو، چې هم پرې ویناوال قانع شي او هم موږ مطلب خوږ او زړه راښکونکی بیان کړو، چې لوستونکی يې په لوستلو کې ترې خوند واخلي او یا لږ تر لږه په تکلیف نشي او نیمايي کې يې پرې نږدې. لنډې جملې د کلام په جاجونه کې پوره اغېز ښندي؛ په دې معنا اوږدې جملې او جوړښتونه هم د ژباړې په وخت کې ستونزې پیدا کوي او هم لوستونکی له ابهام سره مخوي، چې دا خپله د ساده نثر لیکلو لوی خنډ دی، نو بویه چې د لیک پر مهال دغو خبره هم په پام کې ولرو. ډېر ځله زموږ لیکنې په اصطلاح له فضل فروشۍ او ځان ستاینې څخه ډکې وي او یا هم لیکوال په کې ځان دومره کمزوری او نالوستی معرفي کاندي، چې نور خلک د ده ستایلو ته اړ کړي. په داسې حال کې، چې ساده لیکل پر اعتدال او منځوال باندې ټینګارکوي او هېڅکله د لیکوال د کوچنیتوب پلوي نه کوي. د ساده لیکلو هنر دا دی، چې انسان هر څه په ساده او روانه توګه بیان کاندي او هغه وړتیا، چې د لیکوال په ځاندره کې اغږل شوې هغه يې له قلمي وړتیا څخه زبات شي نه له خبرو، خو دغه قلمي وړتیا په دې معنا نه ده، چې ګواکې لیکوال ستونزمنو، جوړښتي او ترکیبي کلماتو ته ښاخۍ ورته کړي او دومره يې درنه کړي، چې لوستونکی يې په لوستلو کې له تندي کونځولو او یا هم مطلب په لومړیو کرښو او نیمايي کې له پرېښودلو پرته بل کار ونه کړي. زموږ نثر د مترادفاتو او څېرمه وینو څخه هم مالامال دی. د ساري په ډول ډېری وخت داسې مقالې او متون وینو، چې د ډېرو مترادفاتو له امله يې مطلب سوچه ورک شوی وي او یا هم کوچنی مطلب وي؛ خو د ترادف ځالو پرې پردې غوړولې وي. البته ژبپوهان له خپله مترادفو وییونو سره هم همغږي نه دي، ځکه دوی وايي مترادف هېڅکله د یو بل ځای نشي نیولای. د ساري په ډول تېږه، کاڼی، ډبره، ګټه، شنګېړ او کمر سره مترادف وییونه دي؛ خو هېڅکله یوه معنا نه لري او یا ډېر ځله موږ د زړه راښکونکي پر ځای خوندور وایو، په داسې حال کې، چې لیکنه هېځکله خوندوره نه وي؛ بلکې زړه راښکونکې وي او همداسې اپوټه يې هم؛ نو د دا ډول مترادفاتو او بې ځایه وییونو کارولو له امله لوستونکی ستړی کېږي او لیکنه نه لولي، چې دا کار د لیکوال د مهارت پر ځای ناکامي يې ښيي.
(۲) په ساده لیکلو کې څېرمې جملې هم ساده لیکل زیانمنوي، په دې معنا موږ د زیري جرېدې له نوم سره کار دی، خو په متن کې لیکو، کله چې په (۱۳۱۶هـ ش) کال کې پښتو ټولنه (پښتو اکاډمي) جوړه شوه، د هغې له جوړېدو څخه دوه میاشتې وروسته د زیري جریده تاسیس او لومړۍ ګڼه يې د ۱۳۱۶ کال د چنګاښ پر اتمه له چاپه راووتله، د زیري د دې ګڼې کچه ۳۸x ۳۷ سانتې متره وه او په یو پاڼیزه توګه په دوو مخونو کې خپرېدله، د لومړي کال له ۳۲ ګڼې نه وروسته د زیري کچه وړه او مخونه يې څلور شول.
(۳) اوس نو دومره اوږدې جملې او څېرمه جملې سره د لوستونکي څه کار دی، ځکه هغه په کابل کې یوازې د خپرېدونو جریدو له نومونو سره کار دی نه له تاریخچې؛ خو موږ يې ورته لیکو. په ساده لیکلو کې باید له ګونګو او عمومي خبرو څخه هم ډډه وشي. په دې معنا احمد مو موخه وي؛ خو خبره عمومي وایو، په داسې حال کې، چې د خپل کلام جانبي زیانونو ته نه ځېر کېږو، ځکه ښايي هغه نیوکه، چې موږ يې په یوتن په یوې ځانګړې برخې کې کوو په ځینو نورو وګړو کې هم وي، خو په دې بڼه یا له اړوندې موضوع سره نه وي؛ نو ځکه لیکل باید پر شواهدو او سندونو ولاړ او نومونه په کې مشخص یاد شي او که د اړتیا له مخې نوم نه اخیستل کېږي؛ نو دومره ځانګړنې دې يې وویل شي، چې لوستونکی يې د ځانګړنو له مخې سم له واره وپېژني. موږ په څېړنیزو لیکنو او یا هم خپله څېړنه کې ادبي او هنري ګړنې استعمالو په داسې حال کې، چې د ادب څېړونکو له انده دا کار په ټولیزه توګه څېړنه زیانمنوي، یعنې زموږ کار به دا معنا ولري، چې موږ د میو په ونو بحث کوو او ورته لیکو، چې د میوې ونې داسې دنګې او ښکلې دي، لکه زموږ د کلي بسوګۍ، چې هغه هم څو کماله لري، ښکلي هم ده، ژبوره هم ده، دنګه هم ده، نرۍ ملا هم لري او مننونکې هم، آن ځینې وخت خو… کوي یا انځرګل د زندان د تمبو شاته داسې پروت و، لکه زموږ د کلي ملنګی، چې ورونو لاستړلی د کوټې په کونج کې بندي کړی و، چې بیا کومه ناسزاه ورته ونه ګوري. په داسې حال کې، چې په څېړنیزو متونو کې د انسان انسانیت ته تر تشبې ډېرکتل کېږي او بسوګۍ له ونې سره تشبې کول د هغه انسانیت ته سپکاوی دی او یا هم انځرګل او ملنګی سره تشبې کول، په داسې حال کې، چې زندان خورا په بسنده توګه ممانعتونه او بندیزونه لري؛ خو ملنګی یوازې د ورانکارۍ له امله په کوټه کې اچول شوی، ټول امکانات ورته چمتو دي آن د کورنۍ غړي يې هم خدمت کولای شي او څه، چې وغواړي تر ډېره ورته ورکول کېږي، یوازې د لنډ وخت لپاره له بې ځایه ګرځېدلو څخه منع شوی دی؛ خو انځرګل بیا د زندان له مشر نه نیولې تر پیاده پورې د ټولو د اوامر تابع دی، له بهر نړۍ سره يې اړیکه په ټولیزه توګه پرې ده، خواړه يې په تبه نه دي، هر وخت له کوټې وتلای نشي، له چا سره خبرې نشي کولای او آن د خپل وجود داخلي ستونزه هم د جېلر له اجازې پرته نشي رفع کولای؛ نو دغه ډول جملې او هنریت زموږ څېړنې ته د ګټې پر ځای زیان رسوي او ډېر ځله د څېړنې داخلي سکښت له ننګونو سره مخوي. زموږ په ساده نثرلیکلو کې بله او تر ټولو مهمه ستونزه د لرغونو وییونو او جملو کارول دي، د ساري په ډول موږ ځینې لرغونې ګړنې او وییونه لرو، چې په خپله برخه کې کچ مېچ دي؛ خو په ساده لیکلو کې هېڅ ډول اړتیا ورته نه لیدل کېږي، ځکه نه پرې عام ولس پوهېږي او نه يې په هره لیکنه کې اړتیا محسوسېږي. د دې لپاره، چې دا موضوع یو څه نوره هم روښانه شوې وي، د ساده لیکلو یوې لنډې بېلګې ته به نغوته وکړو: په یوې پسې زنګېدلی روان و، چوکه يې په یو لاس کې نيولې وه او بل لاس يې د یوې په لاړۍ ټینګ ایښی و، کله کله به يې هس شه، ها، هله چیغې اورېدل کېدلې، د پښو پوندې يې چاودلې وې… شلیدلې څپلۍ يې په پښو وې، واښي يې هم نه درلودل. توره څپیاکه خولۍ چې خولو او خیرو ورته اصلی رنګ بدل کړی و، په سر وه او یو زوړ خیرن پټکی يې ترې تړلی و، زاړه کمیس ته يې بې شمېره پيوندونه پراته وو، مخکې لمن يې بیخې نه وه، پرتوګ يې تر بوډو پورې اغزیو څیری کړی و، ملا يې کلکه تړلې وه. د کیلې یوې خوا او بلې خواته اوښتو را اوښتو، چوکه او لاړۍ به يې کله یوه لاس او کله بل لاس ته کوله. ټکنده سره غرمه وه، لمر د خپلې تودوخې وروستۍ زور لګولی و، په بې ټنیو ګرېوان يې خولې را روانې وې او په خپلو خولو کې ډوب و، له تندې يې ژبه را وتلې وه، ساه يې ووهله. نور تندې او ستړیا وارخطا کړ، چوکه يې په یوې لاړۍ وټکوله غویان يې ورته ودرول، څپلۍ يې له خاورو خالي کړې او د هغې بارې پر لور رهي شو، چې د ځوزانو د سیوري لاندې ورته د اوبو خاورینه کوزه پرته وه….
(۴) د پورته متن په لوستلو او معنا کې هېڅوک ستونزه نه لري، هم ساده دی او هم روان، جملې يې لنډه او هنري دي، آن دا چې انځوریزې دي، چې په لوستلو يې د لوستونکو ذهن ته انځور مخ ته درېږي او د هغه ډوډۍ په ارزښت او خوند پوهېږي، چې د ده په مخ کې ډېره پسته او خوشبویه پرته ده او د هغو جامو په قدر هم پوهېږي، چې کله يې رنګ خوند نه ورکوي او کله يې هم عمر، څپلۍ هم ښې ساتي او وخت په وخت يې رنګوي؛ ځکه اوس يې په قدر پوه شوی، چې نور خلک په ځانګړې توګه هغه بېوزله ډله، چې له امله يې دوی خاني کوي څه ډول بوټان او څپلۍ لري او څنګه پرې شکرونه باسي. نو ساده نثر دا او دې ته ورته ځانګړنې باید ولري، چې هم پرې لوستونکی پوه شي، هم يې انځور مخ ته وړاندې شي او هم يې په اړه فکر او قضاوتونه وکړي، خپلې ګاندې ته يې ځیر کړي او د هغه بېوزلې ډلې په اړه يې هم فکر کولو ته اړباسي، چې له بده مرغه تر دې دمه ورته دوی د یو متمدن او یا هم په رښتینې معنا انسان په سترګه نه ګوري او همداسې باید زموږ څېړنیزې جملې هم لنډې او د منښتې وړ وي؛ خو د هنریت په اړه يې پورته څرګندونه وشوه، چې په څېړنه کې هنر و خیال ځای نه لري. اوس که د پورته بېلګې یو څو جملې په جلا جلا ډول راواخلو؛ نو خپله راته معلومات کېږي، چې څومره ساده او لنډې دي او ژباړه يې څومره په اسانه کېږي: په یوې پسې زنګېدلی روان و. چوکه يې په لاس کې نیولې وه. بل لاس يې د یوې په لاړۍ ټینګ ایښی و. کله کله به يې هس شه، ها، هله چیغې اورېدلې کېدلې. د پښو پوندې يې چاودلې وې. شلېدلې څپلۍ يې په پښو وې. او داسې نور… پورته جملې هم ساده دي، هم روانې او هم په اسانه ژباړل کېدلای شي، یعنې ژباړن هېڅ ډول ستونزو سره نه مخ کوي؛ نو ساده لیکل همداسې جملو ته وایي او همداسې کمالونه لري.
اخځليکونه
۱- ساده نویسی: تبیان انټرنټي پاڼه.
۲- اسدالله غضنفر: د نثر لیکلو هنر، په نیدرلنډ کې افغاني کلتوري ټولنه، سیدانو ټولنه، ننګرهار، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ لمریز کال.
۳- څېړنپوه نصرالله ناصر: د افغانستان د علومو اکاډمي تاریخچه، د افغانستان د علومو اکاډمي، کابل، عدالت مطبعه، ۱۳۸۹ لمریز کال، ۳۲۴ مخ.
۴- عبدالروف بېنوا: اوسني لیکوال(بشپړ متن)، د مطیع الله روهیال ترتیب او زیاتونې، کندهار، علامه رشاد خپرندویه ټولنه، صحاف نشراتي موسسه، ۱۳۸۸ لمریز کال، ۴۳۴ – ۴۳۵ مخونه