سریزه
د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لیکوالانو اوه پنځوسمه ادبي مېله یا کلنی کنفرانس د ۲۰۱۹ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په ۱۸مه نېټه د هندوستان په مرکز نوي ډهلي کې جوړ شو، د دریو ورځو لپاره یې دوام درلود او د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۲۰مه نېټه پای ته و رسېد. په دغه علمي او کلتوري مېله کې د سارک سازمان د اوو غړو هېوادونو (افغانستان، بنګلدېش، بوتان، هندوستان، مالدیف، نیپال او سریلانکا څخه کابو ۱۵۰ تنو لیکوالانو او شاعرانو ګډون کړی وو. د دې ادبي مېلې اداره د جنوبي آسیا د هېوادونو د لیکوالانو د بنسټ یا FOSWAL پر غاړه وه چې دغې لویې نړیوالې او علمي غونډې ته لیکوالان د رسمي بلنیک له مخې ور بولي، د هندوستان د ویزې آسانتیاوې ورته برابروي، په نوي ډهلي کې د سارک له غړو هېوادونو څخه د ورغلو لیکوالانو کوربه توب او مېلمه پالنه کوي او د یوې موثرې اجنډا له مخې په دې کلني مجلس کې ګډونوالو شاعرانو ته د خپل شعري او نثري کلامونو د وړاندې کولو زمینه برابروي. پر دې سربېره دغه کلنۍ مېله په زړه پورې پیلیزه غونډه لري چې د فوسوال په مشرتابه، یو شمېر ادبپوهانو او مشرانو مېلمنو سربېره د سارک د غړو هېوادونو څخه یو یو تن استازی د خپلو متبوع هېوادونو په استازولی د روان کال د ادبي او کلتوري هڅو راپورونه لولي.
موخه
د سارک د ادبي مېلې مهمې موخې د سیمه ییزې سولې د ځواکمنتیا په لاره کې مثبت نقش لوبول، د روښانه فکر وده، د ګډونوالو تر منځ په مختلفو کلتورونو د پوهاوي او هغه ته د درناوي د زمینې برابرول، د سارک هېوادونو د ادیبانو، شاعرانو او لیکوالانو تر منځ هراړخیز پوهاوی رامنځته کول، له یو بل سره د پوهې او تجربو شریکول، د سارک د غړو هېوادونو د لیکوالانو، شاعرانو، پوهانو، هنرمندانو او مختلفو کړیو د خپلمنځي اړیکو او پېژندګلوۍ بهیر ته پراختیا ورکول، د ادبي او کلتوري افکارو تبادله، د سارک په غړو هېوادونو کې له ادبي او کلتوري فعالیتونو څخه د یو بل خبرول، د علمي او کلتوري تجربو شریکول، د رنګارنګ فرهنګونو د یووالي ننداره وړاندې کول او داسې نور شامل دي. د جنوبي آسیا د هېوادونو د ادبي بنسټ زیات شمېر فیسټیوالونه د هندوستان په مرکز نوي ډهلي کې جوړ شوي دي خو د دې بنسټ ځینې غونډې په بنګلدېش، سریلانکا، بوتان، مالدیف او نېپال کې هم تر سره شوې دي.
مشترکه ژبه
د سارک سازمان د ادبي مېلې مشترکه ژبه انګرېزي ده او د سارک له غړو هېوادونو څخه هغه شمېر لیکوالان ورته بلل کېږي چې په خپل متبوع هېوادونو کې مشهورې ادبي څېرې وي، په کلتوري او ادبي چارو بوخت وي، په انګریزي ژبه خبرې کولای شي، خپلو ځانونو ته د الوتکې د دوه طرفه ټکټ د اخیستلو توان لري، د خپل متبوع هېواد ښه استازولي کولای شي او د همدې ادبي مېلې په مجلسونو کې د خپل شعري یا نثري کلام د لوستلو وړتیا و لري. همدارنګه دغه شمېر لیکوالان په خپل متبوع هېواد کې پېژندل شوې علمي، فرهنګي یا هنري څېرې وي او لیکلي یا چاپ شوي آثار و لري.
د افغانستان ګډون
افغانستان په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې په رسمي توګه د سارک سازمان غړی شو خو له افغانستان څخه آن په ۲۰۰۰ میلادي کال کې دوو تنو لیکوالانو د سارک په ادبي مېله کې ګډون کړی وو او د خپلو پښتو او دري کلامونو ژباړه یې په انګرېزي ژبه وړاندې کړي وو. له ۲۰۰۷ میلادي کال څخه وروسته تر دې دمه له ۱۰ څخه تر ۲۰ تنو پورې افغان لیکوالان د سارک هرې ادبي مېلې ته په مسلسله توګه بلل شوي چې غالبا د هندوستان په پلازمېنه نوي ډهلي کې جوړېږي او د همدې بنسټ په کلتوري فیسټیوالونو کې یې د ګډون ویاړ تر لاسه کړی دی.
د سارک په اووه پنځوسمه ادبي مېله کې له افغانستان څخه د دې کرښو لیکوال ګل آغا احمدي وردګ هم ګډون کړی وو، د ۲۰۱۹ کال د افغانستان کلتوري راپور یې وړاندې کړ، په انګرېزي ژبه لیکل شوی خپل نوی کتاب یې د کنفرانس په ترځ کې معرفي کړ، د افغان لیکوالانو د پلاوي د مشر او غړو په ملتیا یې د همدې مېلې بنسټ اېښودونکې آغلې اجیت کیورجي ته د سولې د نړیوالو ستورو د جایزې د بنسټ طلایي مډال ډالۍ کړ، د FOSWAL اداري کارمندانو او د سارک د غړو هېوادونو د لیکوالانو استازو ته یې د افغانستان د وچې مېوې څخه برابرې شوې ډالۍ ورکړې او خپل شعري کلام یې په انګرېزي ژبه وړاندې کړ. له افغانستان څخه د سارک د غړو هېوادونو د لیکوالانو په ۵۷م کلني کنفرانس کې ۲۰ تنو افغان لیکوالانو او شاعرانو ګډون کړی وو چې نومونه په دې ډول دي: منصور نسیمي، ګل آغا احمدي وردګ، شمس الحق حیران، نجیب منلی، پرتو نادري، غلام حضرت نبي پور، ناهید حکیمي، پرستو یاري، سمیرا رسا، فارسه خزان، نورګل شفق، جاوېد وربل، ومان نیازي، للمه ومان، دیا سینګ انجان، اسدالله داودزی، ریحانه فروغ، شکیلا وجدي، سیمین حسیني او خیریه مهشید. د افغان لیکوالانو د پلاوي مشري د ښاغلي منصور نسیمي پر غاړه وه او افغان لیکوالان او شاعران په دې ادبي میله کې په غوره توګه و ځلېدل، یووالی او هېوادپالنه یې د تقدیر وړ وه او د دوی د ادبي حضور او روښانه فعالیت څخه د همدې ادبي مېلې نور ګډونوال په غوره توګه متاثر شول او د افغانستان یو مثبت او سوله ییز انځور یې وړاندې کړ.
لنډه تاریخچه
د سارک د ادبي مېلې بنسټ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۶ کال کې کېښودل شو او په ۱۹۸۷ کال یې په نوي ډهلي کې د لیکوالانو لومړی کنفرانس جوړ کړ. د دې ادبي مېلې نوم په لومړی سر کې The SAARC Literature Festival وو چې په غونډو کې یې د پاکستان د نه ګډون له امله نوم South Asian Literature Festival ته بدل شو. د سارک د ادبي مېلې بنسټ اېښودونکې آغلې (اجیت کورجي فاډما شری) او د هندوستان یو شمېر وتلي لیکوالان، د علمي نهادونو مسوولین او ادب پوهان دي. آغلې اجیت کیورجي د ۱۹۸۶ میلادي کال راهیسې د سارک د ادبي مېلې (FOSWAL) د ادارې بنسټ اېښودونکې او د همدې بنسټ د رییسه پلاوي اجراییوي مشره ده. د FOSWAL بنسټ د غیر دولتي موسسې په شکل فعالیت کوي او هر کال غالبا دوه ځلې د سارک غړو هېوادونو د پوهانو، شاعرانو، هنرمندانو او لیکوالانو د ادبي مېلو او کنفرانسونو کوربه وي. له دغه ادبي بنسټ سره د سارک سازمان، د هندوستان حکومت، د هندوستان علمي نهادونه او ځینې نړیوالې موسسې مرسته کوي څو د سیمې د لیکوالانو ادبي کنفرانسونه په غوره شکل تنظیم کړي.
د لیکوالانو د ژوندلیکونو کتلاک
هغه شمېر نارینه او ښځینه لیکوالان چې د سارک د غړو هېوادونو څخه همدې ادبي مېلې ته رابلل کېږي، نومونه، انځورونه او لنډه بیوګرافي یې په یو کتابګوټي یا کتلاک کې د جنوبي آسیا د هېوادونو د ادبي مېلې د ادارې یا FOSWAL له خوا د سارک د لیکوالانو د کلني کنفرانس له جوړېدو څخه د مخه چاپېږي، دغه کتابګوټی ورغلو لیکوالانو او شاعرانو ته وېشل کېږي او د هر لیکوال ژوندلیک د نوموړي د کلام د اورېدلو څخه د مخه د ادبي توکو د وړاندې کولو د فرعي غونډې د رییس له خوا لوستل کېږي.
اجنډا
د سارک د ادبي مېلې د غونډو اجنډا په زړه پورې وي، د همدې مېلې پيل د سارک له غړو هېوادونو څخه د راغلیو پلاویو له نوم لیکنې څخه وروسته په یوې تشریفاتي غونډې سره کېږي چې په هغه کې د مشرانو ویناوې، د مشرانو تقدیرول، د مشرانو په اوږدو د کشمیري پشمینه نرمو شالونو اچول، د مشرانو مېلمنو په وسیله له اوبو څخه په یو ډک لوښي کې د سرو ګلونو د پاڼو اچول، خاصو لیکوالانو ته د مډالونو تفویض، ځانګړو مېلمنو ته د ډالیو وړاندې کول او داسې نور شامل وي. دویمه برخه یې په روان کال کې د نوو چاپ شوو کتابونو معرفي کول او د نومونو اخیستل، د کتابونو نندارتون او د لیکوالانو مختصره معرفي وي. دریمه برخه یې د شعر، نثر، لنډې کیسې او خاطرو لپاره ځانګړې جلسې راغوښتل او هرې جلسې ته یو رییس تعینول چې غالبا په هره جلسه کې تر پنځو تنو شاعرانو یا لیکوالانو خپل کلام لوستلی شي او د ورځې په اوږدو کې څلور یا پنځه دغه ډول جلسې کېږي چې یوه د نثر او بله د شعر لوستلو لپاره ځانګړې شوې وي. څلورمه برخه یې هنري پروګرامونه وي او غالبا له ماښام څخه وروسته صورت مومي، په هغه کې د سیمې د مشهورو سندرغاړو له خوا سندرې ویل کېږي او سیمه ییزه نڅا ورسره اجرا کېږي. د سارک د ادبي میلې نورې ورځې په ورته ډول د رنګارنګ پروګرامونو درلودونکې وي او د همدې مېلې د وروستۍ ورځې لومړنۍ نیمايي برخه اختتامیه غونډې، د مننې مراتب وړاندې کول او د سارک د غړو هېوادونو د لیکوالانو پرېکړه لیک او وړاندیزونه شامل وي. د همدې ورځې دویمه نیمایي د پلاوي چکر ته ځانګړې کېږي چې په هغه کې د سیمې د مشهورو ځایونو څخه لنډه لیدنه شامله وي. د سارک په ادبي مېله کې هغه شمېر کتابونه په وړیا توګه د غونډې ګډونوالو ته ډالۍ کېږي چې د FOSWAL د ادارې له خوا برابر شوي وي او ځینې لیکوالان هم خپل نوي چاپ شوي آثار نورو لیکوالانو ته ویشي. د دې لپاره چې د سارک له سازمان سره بلدتیا حاصله کړو نو ښه خبره ده چې په دې ځای کې یوه لنډه اشاره ورته و شي.
د سارک سازمان
سارک یا د جنوبي آسیا د سیمه ییز همکاریو سازمان چې انګریزي نوم یې South Asian Association for Regional Cooperation (SAARC) دی یو اقتصادي، سیاسي، کلتوري او جغرافیوي سازمان دی، ۸ هېوادونه یې غړیتوب لري او په جنوبي آسیا کې واقع دی. د سارک سازمان غړي هېوادونه له افغانستان، بنګلدېش، بوتان، هندوستان، مالدیف، نېپال، پاکستان او سریلانکا څخه عبارت دي او د همدې هېوادونو د نفوسو شمېر د یو نیم بیلیون وګړو په شاوخوا کې اټکل کېږي چې د ټولې نړۍ د نفوس پنځمه برخه تشکیلوي. د سارک سازمان نظریه د لومړي ځل لپاره د بنګلدېش د پخواني ولسمشر ښاغلي مجیب الرحمن له خوا وړاندې شوه چې د ۱۹۸۱ مېلادي کال د کولمبو په غونډه کې د هندوستان، پاکستان او سریلانکا له لوري تایید شوه خو د سارک سازمان بنسټ د ۱۹۸۵ مېلادي کال د ډېسمبر د ۸ مې نېټې په هغه سرمشریزه کې کېښودل شو چې د بنګلدېش په پلازمېنه ډاکه ښار کې جوړه شوې وه او په هغه کې د بنګلدېش، بوتان، نېپال، هندوستان، پاکستان، مالدیف او سریلانکا هېوادونو مشرانو ګډون کړی وو. افغانستان په ۲۰۰۷ مېلادي کال د سارک سازمان د غړي په توګه و منل شو، له دې څخه علاوه سارک سازمان څو ناظر غړي هم لري او له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو سره یې نږدې اړیکې پاللې دي.
د سارک د سازمان موخې
د سارک سازمان اساسي موخه د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي، کلتوري، ادبي، روغتیايي، ټکنالوجي، ټولنیزو، انرژي، کرنه او کلیو پراختیا، بشري سرچنیو پراختیا، ترانسپورتي، ټیلي کمیونیکشن، ژورنالېزم او داسې نورو اړیکو او همکاریو ته سمون ورکول او په خپل ځان بسیا کېدل دي. سارک سازمان منظمې کلنۍ رسمي سرمشرېزې لري چې د غړو هېوادونو په مرکزونو کې جوړېږي او د همدې سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې په کال کې دوه ځلې کېږي.
سارک سازمان د یو شمېر مهمو اقتصادي او ټولنیزو موخو لپاره تشکیل شوی دی چې لنډېز په لاندې ډول دی:
۱.د جنوبي آسیا په سیمه کې د خلکو د ژوند ښېګڼه او د ټولنیزو مصالحو د کچې د لوړوالي تامین،
۲.اقتصادي ودې ته ګړندیتوب ورکول او د دې سیمې د وګړو د ژوند د کچې د ښه والي په موخه د سیمې د ټولو بالقوه امکاناتو څخه ګټه اخیستل او کرنیزو چارو ته وده ورکول،
۳.د جنوبي آسیا د همکاریو د سازمان د ټولو غړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه والي ته پراختیا ورکول،
۴.د څو اړخیزو تړونونو پياوړتیا او د یو بل د ستونزو درک کول،
۵.د غړو هېوادونو تر منځ په اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري، علمي او تکنالوجیکي برخو کې د هر اړخیزو ګټورو هڅو او همکاریو پیاوړتیا،
۶.د مخ پر ودې هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا،
۷.د نړیوالو مسایلو په هکله د غړو هېوادونو تر منځ د همکاریو پياوړتیا،
۸.د هغو سیمه ایزو نړیوالو سازمانونو سره د همکاریو پالل چې په سیمه کې ورته موخې او مقاصد و لري.
موږ به انشاالله په خپله بله لیکنه کې د سارک د غړو هېوادونو د لیکوالانو د نړیوالې ادبي مېلې د لا ښه والي لپاره یو شمېر وړاندیزونه و لرو څو دغه ادبي مېله لا پراخه، ښکلې او هر اړخیزه شي.