تاند(یکشنبه، حوت ۲۵) د سارک یا د جنوبي اسیا د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو مشرانو له کورونا سره د مبارزې لپاره فوق العاده غونډه وکړه.

په دې ویدیوکنفرانس کې، چې د هند د صدراعظم نریندر مودي په وړاندیز نن (یکشنبه) دایرشو، د افغانستان ولسمشر، د هند صدراعظم او د سارک د غړیو هیوادونو نورو مشرانو او همداراز د دې ټولنې د روغتیا وزیرانو له کورونا ناروغۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.

د هند صدراعظم نریندر مودي د خپلې وینا په پیل کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ولسمشر کېدو په مناسبت مبارکي وویله او ویې ویل چې له کورونا سره ګډې او جدي مبارزې ته اړتیا شته.

ده وویل چې د دې سیمې هیوادونه باید له یو بل سره خپلې تجربې شریکې کړي.

د افغانستان ولسمشر د سارک په ویدیوکنفرانس سرمشریزه کې وویل، د دې لپاره چې د سارک د هیوادونو نفوس زیات دی او وګړي یې بېوزله دي، د کورونا وایرسو په وړاندې ډېر زیانګالي دي نو باید په احتیاط ګام واخیستل شي.

ده د هیوادونو ترمنځ د پولو بندول مهم ګام وباله خو ویې ویل چې باید د درملو او لومړنیو موادو انتقال سم مدیریت شي.

ولسمنشر غني له کورونا سره د سارک د غړیو هیوادونو د مبارزې لپاره د ګډې بسپنې جوړېدو ته د افغانستان چمتووالی اعلان کړ.

ده د سارک او شانګهای د همکارۍ ټولنې ترمنځ د تجربو د تبادلې غوښتنه هم وکړه.

په افغانستان کې تر نن یکشنبې پورې ۱۶ تنه په کورونا وایرسو اخته پېژندل شوي دي.

افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بوټان، بنګله دېش، نیپال او مالدیپ د سارک غړي هیوادونه دي.

د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د کورونا وایرس خپرېدا نړیواله اوبا یا پنډیمیک اعلان کړه. اوس دا وایرس، چې د دسمبر په میاشت کې د چین د اوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شو، د نړۍ ۱۴۰ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *