پوهنوال ډاکتر امین الله امین

پوهنوال ډاکتر امین الله امین – 

د کابل پوهنتون د روانشناسی او تربیتي علومو د پوهنځی استاد

مونږ او تاسو ټولو ته څرګنده ده چی په هیواد کي سالمه اداره هغه وخت را مینځته کیدای شي او وده کولای شي چی د ښه حکومت والی او ښه حکمرانی ټول اصول او د هغوی عملی کول په کلکه په نظر کي ونیول شي. زما په آند د ښه حکومتوالی یا ښی حکمرانی اړینی برخی او د فساد په وړاندی جدی مبارزه او د اخلاقو د مدیریت د اصولو تطبیق او په کار اچولو سره به په افغانستان کي سالمه اداره را مینځ ته شي او د سالمی اداری ټولي موخي لکه خلکو ته ښه خدمت او د آسانتیاوو برابرول به یقینی شي.

غواړم چی لمړۍ د ښه حکومت والی یا ښه حکمرانی په هکله او وروسته بیا د سالمی اداری په هکله لنډ معلومات وړاندی کړم. د ښه حکومتوالی ځانګړتیاوي او اصول او همدارنګه د اخلاقو د مدیریت یو لړ اصول ولیکم. په پایله کي یی په افغانستان کي د سالمی اداری پر ټینګښت باندی د دی اصولو د عملی کولو مثبتی اغیزی تشریح کړم. 

1– حکومت کول او ښه حکومت والی (ښه حکمرانی)

ټول پوهیږو چی حکومت والی یا حکومت کول له ډیرو مخکینی وختو څخه شتون لري  او د دولت یو  له غوره او اساسی دندو څخه ده. نو بیا د حکومت والی او عامه اداری ترمنځ توپیر څه دی او ولی په وروستیو لسیزو کښی د ښه حکومت والی یا ښه حکمرانی موضوع ډیر ارزښت موندلی او دولت او حکومتونه د هغی د پلی کیدو په هکله ټینګار کوي؟

دا باید وویل شي چی د ښه حکومت والی ترڅنګ یوی بلی موضوع چی د نوی عامه مدیریت (NPM)یا ( New Public Management) په نامه یادیږی هم په وروستیو کي غوره موقف ګټلی دی.

زه نه غواړم چی په دی لنډه لیکنه کي د نوی عامه مدیریت (NPM) په هکله بحث وکړم. غواړم چی د اصلی موضوع یعنی حکومت، حکومتوالی او ښه حکومتوالی یا ښه حکمرانی په هکله لنډ معلومات وړاندی او په افغانستان کي د یوی سالمی اداری په منځته راوړلو کي د هغوی پر نقش خپل نظر تاسو سره شریک کړم.

د جمیز روزیناو (James Resenau) په آند، حکومت والی د حکومت په نسبت یوه ډیره پراخه پدیده ده. په حکومت کي یوازی دولتی بنسټونه او مؤسسی شاملی دی ولی په حکومت والی کي غیر رسمی او غیر دولتی طرزالعملونه ښکیل دی. د همدي طرزالعملونو او اړونده اشخاصو په مرسته د هغوی هیلی، غوښتنی او اړتیاوی پوره کیږی. حکومت د قانون په چوکاټ کي خپلی دندی تر سره کوي خو حکومت والی د موجوده طرزالعملونو په مرسته خپلی دندی په ګټوره او اغیزناکه توګه پرته له دی چی کوم څوک یی په راس کي وي، سرته رسوي. یعنی حکومت والی د حکومت د بنسټونو او ارګانونو څخه جلا د حکومت د ارګانونو او سازمانونو د اجرااتو د کیفیت سره علاقه لري.

نړیوال بانک (World Bank) ، د بنیادی او موسساتی سرچینو په کارولو سره له سیاسی قدرت څخه په اغیزناکه او ګتوره( Effective and Efficient)  توګه کار اخیستل، حکومتوالی ګڼی . ترڅو د هغوی په مرسته د ټولنی د چارو او ستونزو د سمون او مدیریت لپاره ګټه واخلی.

د ښه حکومت کولو یا ښه حکمرانی مفاهیم چی د ۱۹۸۹ میلادی کال را پدی خوا د نړیوال بانک په ملاتړ غوره ګڼل شوي، تازه او نوی نه دي. پیری او پیټرز (Pierre and Peters) باور لری چی دا مفاهیم د لومړی ځل لپاره په څوارلسمه پیړی کي د فرانسی په هیواد کي کارول شوي دي. په هغه وخت کي يی د حکومت د یوه مقام یا موقف حیثیت او معنی در لودله. نړیوال بانک(World Bank)  هغه د پرمختګ او د یوی نوی طریقی په توګه کارولی او ارزښتناکه ئی ګڼلی ده. نړیوال بانک او نړیوال وجهی صندوق (IMF) یا (International Monetary Fund) د ښه حکومت کولو مفهوم د اقتصادی اصلاحاتو لپاره په تیره بیا د ودی په حال کي هیوادونو لپاره ډیر ګټور او اړین بللی دي. هر ډول مرستی چی له نوموړي هیوادونو سره کیږی د ورځنی اقتصادی شرایطو د اصلاحاتو په نظر کي نیولو سره کیږی. د ویلو وړ ده چی د ښه حکومت کولو او یا ښه حکمرانی مفاهیم د لومړی ځل لپاره په  ۱۹۹۲ میلادی کال کي د نړیوال بانک په ملاتړ عملی بڼه غوره کړه.

نړیوال بانک ښه حکومتوالی یا ښه حکمرانی د پرمختګ، ښه والی او د مدیریت د ودی تضمین کوونکی ګڼی. د علمی څیړنی او لاسته راوړلو پر بنسټ، نړیوال بانک څلور لاندنی عناصر د ښه حکومت والی اساسی او کلیدی برخی ګڼلی دی:

الف: د عامه سکتور مدیریت (Public Sector Management)

ب: ځواب  یا حساب ورکول (Accountability)

ج: د پرمختګ او ودی لپاره یو قانونی چوکاټ (Legal Framework for Development)

د: شفافیت او د معلوماتو د لاسته راوړلو امکانات (Transparency and Information Accessibility)

همدارنګه نړیوال بانک ښه حکومت کول یا ښه حکمرانی یوه داسی طریقه بولی چی د هغی په واسطه د اقتصادی او ټولنیزو سرچینو مدیریت د یوی ټولنی د پرمختګ او ودی لپاره په اغیزمنه او ګټوره توګه سرته رسیږی.

دجمیل جریساټ (JamilJreisat) په آند، کله چی د حکومت کولو یا حکمرانی په هکله بحث کوو. د دی مفهوم په کارولو سره ، د سیاسی علومو د پوهانو له خوا دوی پوښتنی په لاندي ډول  مطرح کیږی:

  1. څوک د واک او حکومت کولو موقف لری؟
  2. تر کومه حده ښه حکومت کوی؟

که پورته پو ښتنی په نظر کي ونیسو نو د لومړی پوښتنی اصلی موضوع په ټولنه کي د واک او سرچینو پر ویش متمرکزه دی. خو د دوهمی پوښتنی هدف بیا د مدنی بنسټونو او اړونده حکومتی او دولتی کارکوونکو د کړونو په هکله د معلوماتو را غوڼډول دی.معنا دا چی دولتی او حکومتی ارګانونه او مؤظف اشخاص تر کومه حده په ګټوره توګه  (Effective and Efficient) خپلی دندی سرته رسوی تر څو په پاي کي عادلانه او ګټوری پایلي لاسته راوړی.

د بویرد او لوفلر (Bovaird and Loffler) په آند، د حکومت کولو یا حکمرانی کلمه ډیره پراخه او جامع کلمه ده چی د حکومتی سیستمونو اقتصادی، ټولنیز او سیاسی اړخونه په نظر کي نیسی. د حکومتی مقاماتو، خصوصی سکتور، ذی نفع او شریکو ډلو، د خپلی خوښی کارکوونکو ډلو، مذهبی ډلو، مطبوعاتی او نشراتی ارګانونو او د ټولني نور کارکوونکی پکي شامل دی.

د حکومت کولو یا حکمرانی یو لړ غوره او کلیدی موخي په لاندی ډول دی:

  1. د حکومت او خلکو تر مینځ د حساب ورکولو فضا را مینځته کیدل.
  2. د خلکو په وړاندي د حکومت چلند یوازی داسی نه وی چی هغوی ته د مصرف کوونکو په توګه وکتل شي بلکه خلکو ته دا حق هم ورکړاي شي چی حکومتی مقامات د هغوی د کړنو په هکله مسؤول وګڼی او خلک له هغوی څخه د پوښتنی توان ولری.
  3. د وګړو د حقوقو، ازادیو او د هغوی د ټولو ارزښتونو ساتنه او ملاتړ.
  4. د حکومت کولو او حکمرانی په ټوله پروسه کي د خلکو پراخ ګډون او ملاتړ.
  5. د خلکو د هراړخیزی ودی او پرمختګ ملاتړ او د هغوی سره مرسته.
  6. خلکو ته د عامه سازمانونو او خصوصی ادارو د حساب ورکولو د پروسی تضمین او ملاتړ.

د حکومت کولو دری ځانګړتیاوی چی د نړیوال بانک له خوا پیژندل شوي دي په لاندي ډول دي:

  • د سیاسی رژیمونو جوړښت (پارلمانی، جمهوری ریاست، نظامی یا ملکی).
  • د اقتصادی او ټولنیزو سرچینو په مدیریت کي د صلاحیت د تنظیم پروسه.
  • د اړونده پالیسی په طرح، تشکیل او تطبیق کي د حکومت ظرفیت.

همدارنګه د نړیوال بانک له خوا هغه ستونزی چی ټول هیوادونه او په تیره بیا د ودی په حال کي هیوادونه ورسره مخامخ دی په لاندی توګه ښودل شوی دی:

  • د قوانینو ناوړه پلی کول
  • د پالیسی، پروګرامونو او پروژو په پلی کولو کي ځنډ او وروسته پاتی والی
  • د هغو قوانینو او قواعدو د وضاحت نشته والی چی د خصوصی متشبیثینو له خوا باید پلي شي او په پام کي ونیول شي.
  • د اغیزناک او ګتور حساب ورکولو د سیستم نشتون.
  • د هغو پروژو په طرح او پلي کولو کي چی د سقوط او ستونزو سره مخامخ دی، د خلکو د پراخی ونډی د اخیستلو په پروسه کي ناکامی.

د نړیوال بانک په آند د یوی ټولنی د اقتصادی، بشری او سازمانی پرمختګ لپاره د ښه حکومتوالی موجودیت اړین دی. د ښه حکومتوالی بیلابیلی ځانګړتیاوی په لاندی توګه ګڼل کیږیۍ:

  1. سیاسی حساب ورکول یا حساب دهی
  2. د حکومت کولو په بیلابیلو څانګو او برخو کي د خلکو د پراخ ګډون ازادی او د ډله ایزو غونډو جوړول
  3. د قانون په ړنا کي د یوه قانونی چوکاټ جوړول او د بشری حقونو، ټولنیز عدالت او د استثمار په وړاندي کي د ساتنی لپاره د قضائیه قوی د خپلواکۍ تضمین
  4. د یوی خپلواکی او شفافی فضا را مینځته کول تر څو د اداری کارکوونکی خلکو ته حساب ورکوونکی اوسی.
  5. د اطلاعاتو او بیان د آزادی تضمین چی د عامه پالیسی، پریکړی کولو، ارزیابی او د حکومت د اعمالو د څیړنی لپاره حتمی دی.
  6. د یوه داسی سالمی اداری سیستم را مینځته کول تر څو د کارونو د اغیزمنتوب او ګټورتیا سبب وګرزی
  7. د مدنی ټولنو او حکومت ترمنځ د همکاری او ګډی ونډی د اخیستلو د اسانتیاو شتون.

همدا رنګه ویلی شو چی د ښه حکومتوالی موضوع په وروستیو کلونو کي نه یوازی دا چی د نړیوالو سازمانونو او زیاتو حکومتونو د پاملرنی وړ ګرزیدلی بلکه د هغوی په پلی کولو کي هم ډیر جدی ګامونه اخیستل شوي دي. د خلکو ګډون (Participation)، حساب ورکول (Accountability)، شفافیت (Transparency)، د آزادی برابری یا مساوات (Equity) او د قانون په وړاندی د هغوی مسؤولیت د ښه حکومت والی  له ارزښتناکه اصولو څخه ګڼل کیږی.

د ملګرو ملتونو پرمختیایی پروګرام (UNDP) په ۱۹۹۴ کال کي هم د ښه حکومتوالی موضوع ته کلکه پاملرنه غوښتی او سپارښتنه ئی کړی وه چی د کړنو د کیفیت او اغیزمنتیا او د حساب ورکولو پروسه باید په حکومتونو کښی په تیره بیا د هغوی په اداری سیستم کښی رامینځته شي څو د بی وزلو خلکو  ستونزو  حل کړي. له همدی کبله له ځینو هیوادونو څخه يی په کلکه غوښتنه کړی څو د خپلو کارونو ارزښت ټاکنه او بیا کتنه پیل او د خلکو د ملاتړ، ګډون او د هغوی د ژوند د ښه والی لپاره په تیره بیا د ښځو د ظرفیت د لوړتیا لپاره عملی ګامونه پورته کړی.

یو شمیر پوهان په دی باور دی چی د یو شفاف، ځواب ورکوونکی او د ټولنیز عدالت د سیستم په نشتون کي هیڅ حکومت دا توان نلری چی د خپلی ټولنی د ښه پرمختګ لپاره اړین ګامونه واخلی. نو ځکه یو شمیر څیړونکی، پالیسی جوړونکی او نړیوال بنسټونه او سازمانونه هڅه کوی چی د ښه حکومت والی ځانګړتیاوی او اصول خلکو ته وروپیژنی او هغوی په پوه کړی او په دی توګه به هغوی وکولای شي چی د خپلی ټولنی لپاره د ښه حکومت والی په را مینځته کولو او ټینګښت کي فعاله ونډه واخلی. د ښه حکومت والی یو شمیر ځانګړتیاوی په لاندی توګه وړاندی کیږي:

  1. ګډون (Participation): په دولتی او حکومتی چارو کي د خلګو پراخ ګډون د ښه حکومتوالی یوه غوره ځانګیړنه ګڼل کیږی. حکومت او چارواکی باید هڅه وکړی چی د ملی مسالو او مهمو پریکړو په برخه کي د خلکو ګډون وستائی او د هغوی د هڅوونی لپاره لازمی اسانتیاوی برابری کړي. د اړونده پالیسیو او بیلابیلو پروګرامونو له لاری د هغوی ګډون یقینی کړی.
  2. د قانون حاکمیت (Ensuring the Rule of Law): ښه حکومتوالی د قانون حاکمیت ته درناوی او د قانون په ړنا کي له خپل قدرت او صلاحیت څخه کار اخلي. د قانون حاکمیت د عدلی او قضائیی ادارو او مدنی سازمانونو ملاتړ ته اړتیا لري ترڅو پر حکومت د خلکو باور او اعتماد رامنځته شي.
  3. شفافیت (Transparency): دمطبوعاتو او خبری اژانسونو له لاری د چارو او مهمو پریکړو شفافیت تضمین کول دي. په تیره بیا هغه غوره پریکړی چی د خلکو په ژوند پوری اړه لري. ممکن دا پریکړی هغوی ته ګټه او یا تاوان ورسوی. شفافیت د خلکو سره مرسته کوی څو د دولت او حکومت چاری په ښه توګه وارزوی او د هغوی د ګټو او زیانونو په هکله په ملی پریکړو کي ګډون او له چارواکو څخه اړونده حساب وغواړی.
  4. عکس العمل ښکاره کول (Responsiveness): په مخکینی وختونو کي حکومت او دولت د حساب ورکولو لپاره کوم سیستم نه درلود، خو د ښه حکومت والی یوه ځانګیړنه داده چی دولتی چارواکی او ټول هغه کسان چی په حکومتی چارو لګیا دی باید هڅه وکړی څو خلک د خپلو کړنو څخه خبر او د ناوړه اجرااتو په هکله هغوی ته مسؤول دي او منظم راپور ورکړی. یعنی د هغوی د غوښتنو او شکایتونو په وړاندي اړین عکس العمل وښئي.
  5. د حقوقو یووالی یا توازن (Equity): د ښه حکومت والی یو غوره موخه دا دی چی خلک د حکومت او دولت په چارو کي پراخ ګډون ولري او زیات طرزالعملونه او مقررات د همدی موخي د لاسته راوړلو لپاره تنظیم شوي دی. نو اړینه ده چی د خلکو د ګډون په هکله یووالی او توازن په پام کي ونیول شي څو ټول خلک نارینه او ښځینه د ګډون فرصت ولری په دی توګه د ټولنی د پرمختګ او پروسه په ښه توګه پرمخ ځی.
  6. ګټورتیا او اغیزمنتوب (Efficiency and Effectiveness): د ښه حکومتوالی او د نوی عامه اداری (NPM) یو غوره هدف دا دی چی له سرچینو څخه د ګټی اخیستلو په پروسه کي باید د کړنو ګټورتیا او اغیزمنتوب په پام کی ونیول شي. ځکه دا کار د خلکو د غوښتونو او اړتیاوو سره سمون لری او د هغوی په ژوند کي مثبت بدلون را مینځته کولای شي.
  7. حساب ورکول (Accountability): په حکومت والی کي حساب ورکول ډیر غوره او ارزښتناکه ځای لری. د حساب ورکولو د اصل پر بنسټ د مسؤولیت د پروسی د ښه والی ډاډ راکوی. نه یوازی عامه اداره کوونکی بلکی مدنی ټولنی او خصوصی بنسټونه باید د حساب ورکولو د پروسی ملاتړ وکړی. داسی ویلای شو چی د همدی اصل د کلک ملاتړ په مرسته په ټولنه کښی د هرډول فساد مخه نیول کیږی.

له بده مرغه په تیره لسیزه کښی زموږ په ګران هیواد افغانستان کي د دغه اصل د ملاتړ د نشتون له کبله ښه حکومتوالی ته ډیر تاوان رسیدلی دی. زیات شمیر دولتی او خصوصی بنسټونه او مؤسسی په پراخه کچه په فساد باندی ککړ پاته شوي دي. ډول ډول مالی، اخلاقی او مسلکی فسادونو وده کړی چی زموږ ټولنی ته ئی تر حده زیات زیان رسولی دي. دغه اصل د یو لړ نړیوالو مؤسسو او اشخاصو له خوا هم په نظر کښی نه دی نیول شوي.

2– عامه اداره او حکومتوالی:

ټولو درنو لوستونکو ته څرګنده ده او ټول پوهیږی چی د عامه اداری مفهوم او د عامه اداری سیستم شتون یوه نوی موضوع نه ده. د بشری ټولنی د پیدایښت څخه را پدیخوا عامه اداره د حکومت یوه نه بیلیدونکی برخه او د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره حکومت د هغی څخه ګټه پورته کوله.

د بیلګی په توګه، د مخکیني یونان مشهوره او نامتو پوهانو لکه افلاطون (Plato) (427-347 B.C)، ارسطو (Aristotle) (384-322 B.C)، او سقراط (Socrates) (470-399 B.C) هم په خپل وار د حکومت والی د مفاهیمو او د عامه اداری په هکله ګټور نظریات وړاندی کړی وه. د افلاطون د جمهوریت (The Republic) غوره اثر ئی یوه ښه بیلګه ده.

ګران لوستونکی ښائي معلومات ولری، افلاطون د جمهوریت په کتاب کي چی په کال (380 B.C) کښی چاپ شوي د فلسفی او سیاسی تیوری په برخه کښی او همدارنګه د ښار او دولت د حکومت والی په برخه کښی لیکنی او نظریات وړاندی کړی دی.

افلاطون (Plato)د لومړی ځل لپاره په کال (350 B.C) کښی د وظیفوی تخصص (Job Specialization)په هکله نظریات وړاندی او سپارښتنه ئی کړی وه چی ټول هغه کسان چی د دولتی ادارو په سر کي ګمارل کیږي باید د دندي تخصص ولري.

د حکومت والی (Governance) کلمه چی یونانی ریښه لري او د افلاطون له خوا کارول شوي، معنی ئی واګی نیونکی یا چلوونکی دی وروسته په لاتین ژبه او په آخر کي په نورو ژبو کي د کارولو وړ وګرځیده. حکومت والی د هغو پریکړو د پلي کیدو پروسی ته وايی چی د ټولنی غوښتنی او هیلی ټاکي، قدرت  ځینو خلکو ته سپاری او د هغوی د کړنو تصدیق او ارزونه کوی. په حکومت والی کي د دولت دری واړه قواوی لکه اجرائیه، مقننه او قضائیه او د هغوی تر مینځ ذات البینی اړیکی شاملی دی چی د عامه پالیسی په ترتیب او ټاکلو کی ستر رول لوبوی. حکومت والی د بیلابیلو شخصی ډلو او انفرادی کسانو سره چی د ټولنی لپاره خدمت کوی، اړیکی لری. نو ځکه ویلای شو چی حکومت والی د یوی کوپراتیفی او همکاری ډلی د زیار او هڅی پایله ده.

د افلاطون په نظر حکومت والی د یوی ټولنی د چارو د ښه سمون او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د بنیادی او موسساتی سرچینو څخه د کار اخیستلو او په کار وړلو د پروسی  مدیریت ته وايی. ارسطو (Aristotle) (384-322 B.C) چی د سکندر کبیر (Alexander the Great) ښوونکی وو ،د حکومت او اخلاقو په هکله یي ډیر موضوعات لیکلی. د حکومت والی د ښه او بدو ډولونو او د دموکراسی د  سیستم په هکله يی ځینی سپارښتنی کړی دی.

نړیوال بانک حکومت والی (Governance) د سیاسی قدرت څخه کار اخیستل او د بنیادی او مؤسساتی سرچینو په کارول ګڼی تر څو د هغوی پواسطه د ټولنی د ستونزو او چارو د سمون او مدیریت لپاره ګټه واخلی.

د منځنیو پیړیو په تیره بیا د رنساس په دوره کښی هم یو شمیر نامتو پوهانو د اداری او مدیریت په هکله ګټور نظریات وړاندی او د  حکومت پر ځانګړتیاوو ئی ډیره اغیزه درلوده. همدارنګه د علمی مدیریت (Scientific Management) مؤسیسین لکه میکس ویبر (Max Weber) (1864-1920) د جرمنی ټولنپوه, فریدریک ټیلر(Frederick Taylor) ((1856-1915د امریکا مشهوره انجینر او هنری فایول Henry Fayol (1841-1925) فرانسوی انجینر په دی اړونده ډیر نظریات وړاندی کړی او د عامه اداری د ودی او پرمختګ لپاره ګټور تمام شوي دی.

د ویلو وړ دی چی د نوموړو پوهانو نظریات نه یوازی دا چی د عامه اداری د  پرمختګ سبب ګرزیدلي بلکه د نن ورځی د حکومت والی لپاره هم ډیر ګټور او اړین دي.

په دي برخه کی د میکس ویبر (Max Weber) او هینری فایول Henry Fayol د ځینو نظریاتو یادونه ګټوره بولم:

د میکس ویبر د بیروکراسی (Bureaucracy) ځانګړتیاووی په لاندی توګه دي:

  1. یوه ډیره روښانه د مراتبو سلسله (A Well-defined Hierarchy): ټول موقفونه باید داسی تشریح او ټاکل شوی وی چی د لوړ مقام اشخاص د لاندنیو کسانو نظارت او کنترول په ښه توګه سرته ورسوی. دغه اصل باید په ټول سازمان کښی پلی شي.
  2. د کار ویش او تخصص (Division of Labor and Specialization): د سازمان ټولی دندي او مسؤولیتونه باید دتخصص له مخه وویشل شي. یعنی کار اهل کار ته وسپارل شي. د دغه اصل رعایت نن ورځ هم اړین او ګټور دی.
  3. لوایح او مقررات (Rules and Regulations): د چارو د ښه نظم او پایلو لپاره باید معیاری عملی طرزالعملونه، لوایح او مقررات موجود وی. چی نه یوازی د سازمان د فعالیتونو په هکله ډاډمن وی بلکه د هغه ترڅنګ د انسجام او همکاری سبب وګرزی.
  4. د کارکوونکو او مدیرانو ترمنځ ذات البینی اړیکی (Interpersonal Relationships Between Managers and Employees): مدیران باید د کارکوونکو سره ښی ذات البینی اړیکی وساتی او هڅه وکړی چی له هغوی سره په خپلو کړو وړو کښی د تعصب او تبعیض څخه کار وانخلی.
  5. اهلیت او لیاقت (Competence): په ټولو پریکړو کي لکه ، په کار ګمارل، مکافات او مجازات او د دندو د سپارلو په پروسه کي باید لیاقت او اهلیت په نظر ونیول شي.
  6. اسناد (Records): هر سازمان باید د خپلو ټولو اجرااتو او کړو وړو بشپړ ارشیف ولری. په بل عبارت ټول اسناد په منظمه توګه ثبت او وساتل شي.

هنری فایول (Henry Fayol) چی یو فرانسوی انجینر او د مدیریت په اړونده ئی ډیری کاری تجربی درلودلی یو لړ اصول يی وړاندی کړي چی نه یوازی د مدیریت د ګټورتیا په برخه کي اغیزمن وه بلکه د نن ورځی حکومتوالی او ښی حکومتوالی د ځانګړتیاوو څخه ګڼل کیږی. د هغه د څوارلسو اصولو څخه یوازی اوه اصول ئی د ښه حکومتوالی سره اړونده په لنډه توګه وړاندی کوم:

  1. د کار یا دندي ویش (Division of Work): په هر سازمان کي د دندو او مسؤولیتونو ویش او ټاکل د مدیریت او اداری یو کلیدی اصل دي. نن ورځ د لایحه وظایف یا (Job Description) په نامه په ډیرو مؤسسو او ادارو کي یو اړین ګام دی. یعنی کارکوونکی باید د خپل کار او مسؤولیتونو په اړه پوه او د هغه په حدود او چوکاټ کي خپلی دندی تر سره کړي. په دی توګه کارکوونکی د خپلو دندو سره سم د خپلی پوهی او مسلکی مهارتونو په وده او پرمختګ کي په بریالیتوب سره مخ په وړاندی ځی. د حساب ورکولو او مسؤولیت منلو پروسه هم اسانه او روښانه وی. آمرین کولای شي چی د وظایفو د لایحی او د دندو د ویش سره سم د خپلو کارکوونکو څخه پوښتنه او د هغوی د چارو ارزونه او د مکافاتو او مجازاتو د نورمونو سره سم اجراات وکړی.
  2. صلاحیت او مسؤولیت (Authority and Responsibility): هر کارکوونکی په تیره بیا هغه کسان چی د رهبریت مقام لری باید د خپلو صلاحیتونو څخه پوره خبر او له هغو سره سم اجراات وکړی او د خپلو اجرااتو په اړونده بیا ترځان لوړ مقام ته مسؤولیت لری او پوښتنه ځینی کیدای شي. خو دا باید وویل شي چی د صلاحیت او مسؤولیت ترمینځ یو انډول اړین دی. په اوسنیو وختونو کي د ښه حکومت والی د ملاتړ کوونکو له خوا د حساب ورکولو (Accountability) موضوع هم د صلاحیت او مسؤولیت د اصل سره یوځای په نظر کي نیول کیږی. یوازی د صلاحیت درلودل کیدای شي چی ډیری ناوړه پایلی ولری او د شخص د بی پروايی سبب ورګرزی.
  3. د امر یا قوماندی یووالی (Unity of Command): په هر سازمان کښی چی اوامر یا احکام ورکول کیږی باید د ځانګړی مرجع یا شخص څخه وی. هر کارکوونکی باید پوه شي چی د هغه صلاحیت په کوم شخص پوری تړلی دی. سلسله مراتب یا د امرنو ورکولو مقام او شخص باید ټولو ته معلوم وی. که اوامر د مختلفو اشخاصو له خوا پرته د هغوی د صلاحیت په نظر کښی نیولو سره صادر شي نو بیا ګډوډی او انارشی را منځ ته کیږی. ځکه اړین ده چی اوامر د یوه مشخص مقام څخه باید صادر شي.
  4. د هدایت او لارښوونی یووالی (Unity of Direction): د هدایت او لارښوونی مرجع او مقام هم باید یو او مشخص وی. یعنی که لارښوونه او هدایت د یوه مشر او مسؤول شخص له خوا ورکړه شي نو د سازمان په ټولو کارونو کي نظم او ترتیب منځته راځی. مونږ او تاسو پوهیږو چی د هر سازمان کارکوونکی د خپلو ګټو او هیلو په نظر کی نیولو سره د سازمان د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره هڅه کوی او د خپل بریالیتوب لپاره لارښوونی او هدایت ته اړتیا لري او دا لارښوونه که د یوی واحدی سرچیني څخه ورکړه شی پایلی به ئی ګټوری او د کارکوونکو د بریالیتوب سبب ګرزی.
  5. ملی او ټولنیزو ګټو ته تر شخصی ګټو ترجیح ورکول (Subordination of Individual Interests to General Interests): د دی اصل په نظر کي نیول دا معنی لري چی هر شخص په سازمان کي باید عمومی او ملی ګټو ته تر شخصی ګټو ارزښت ورکړی. دا اصل د ښه حکومتوالی د اصولو او ځانګړتیاو سره سمون لري. متاسفانه په اداری فساد ککړ کسان تل د دغه اصل خلاف کارکوی او زیار باسی تر څو خپلو ګټو ته لومړی توب ورکړی. ولی که په رښتیا سره دا اصل عملی شي نو د هر کارکوونکی ګټی هم د ملی ګټو په ترڅ کي لاسته راوړل کیږی. که ټولنه ارامه او هوسا وی او ستونزی وه نه لري نو فرد چی د ټولنی یوه برخه ده هم په آرامی او هوساینه کي ژوند کوی.
  6. نظم او انضباط (Order and Discipline): د هر سازمان د چارو د ښه سرته رسولو لپاره نظم ډیر اړین دی ټول کارکوونکی باید خپلو دندو او ورسپارل شویو مسؤولیتونو ته ژمن او د کلک عظم او ارادی خاوندان وی. دا هدف هغه وخت لاسته راوړلای شو چی اشخاص د لیاقت، اهلیت او تخصص پر بنسټ په کار وګمارل شي. له دی سره نظم او دسپلین په ښه توګه ټینګیدای شي. ولی که اشخاص د شخصی اړیکو ، ملګرتیا ، فامیلی، قومی، مذهبی او سمتی معیارونو پر اساس وګمارل شي نو د هغو په شتون کي نظم او دسپلین نشي ټینګیدای. د نظم او دسپلین د ټینګښت لپاره باید ځانګړی لوایح او مقررات تصویب او په کار واچول شي.

که د مکس ویبر (Max Weber) او هنری فایول (Henry Fayol) پورتنی نظریات او وړاندی شوي اصول په دقیقه توګه مطالعه کړو د سالمی اداری په ځانګړتیاوو ښه پوهیدلای شو او د دغه اصولو او د ښه حکومت والی د اجزاوو په عملی کولو سره کیدای شي چی په ګران افغانستان کي ښه اداری سیستم رامنځ ته شي.

د اخلاقو مدیریت

یوه بله غوره او مهمه موضوع چی د ښه حکومتوالی سره تړون لری او په افغانستان کي د یو سالم او ښه اداری سیستم د رامنځته کولو سره مرسته کوی هغه د اخلاقو مدیریت او په کارونو کي د اخلاقی معیارونو څخه ګټه اخیستل دي. لکله څرنګه چی پوهیږو ، اخلاق یو نسبی کلمه او په بیلابیلو کلتورونو کي جلا مفاهیم لری. د بیلګی په توګه د ارسطو او میکس ویبر له نظره اخلاق د مسؤولیت اخیستنی هغه مفهوم لري د کومو په اساس چی د انسان په تیر بیا د دولتی کارکوونکو د کړو څرنګوالی ښیئ. د ښه او بد کلمه هم نسبی ده د دوی په آند، سیاستمداران او د قدرت خاوندان حق لری چی د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره هر ډول کارونه تر سره کړی. یعنی د هغوی په نظر د قدرت لرونکی اشخاصو کارونه باید د دوی د معیارونو سره سم سرته ورسیږی نه دا چی د عوامو خلکو ګټو ته پاملرنه و نه شی.

 د ما کیاویلی ( Niccolo Machiavelli )(1469-1529) ایتال                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                   وی فیلسوف او لیکوال) په نظر بیا اخلاق هغه معیارونه دی چی د قدرت لرونکی ئی ټاکی په بل عبارت واک لرونکی یا شهزاده د اخلاقو د ښه او بدو قضاوت کوی او د هغوی د غوښتنو سره سم باید کارونه سرته ورسیږی. د ماکیاویلی په عقیده که څه هم شهزاده باید هر ډول کارونه چی غواړی سرته ئی ورسوی څو هڅه وکړی چی د خلکو د نفرت او بد بینی سبب ونه ګرزی.

زموږ په ګران هیواد افغانستان کي زیات اخلاقی معیارونه د اسلام د سپیڅلی دین په ړنا کي ټاکل شوي او د هغوی سره سم باید کارونه تنظیم شي. له نیکه مرغه د اسلامی معیارونو او زموږ د ټولنی د کلتوری او فرهنګی ارزښتونو سره سم عدالت، مصؤنیت، صداقت، رښتیا ویل، د فساد پر ضد مبارزه، د بیت المال د مال څخه ناوړه ګټه اخیستل، د اشخاصو په ګمارولو کي لیاقت، پاکوالی، ایمانداری، ښه شخصیت، ملی ګټو ته ژمن، رشوت خوړل، فریب او د خلکو خطا ایستل، دروغ، امانت ساتل او داسی نور موضوعات چی په اخلاقو پوری اړه لری او د اداری کارکوونکو پر کړو وړو او سلوک اغیزه کوی په کلکه باید په نظر کښی ونیول شي.

همداراز ویلی شو چی اخلاق د انسان پر سلوک او عمل مستقیمه اغیزه لري او د هغه لپاره د یوه لارښود حیثیت لري چی د ښه کارونو په اجرا کي هڅه وکړي او د بدو کارونو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د اساسی قانون یو پنځو سمه ماده هم د هیواد په اداری نظام کي د اخلاقو مدیریت د معیارونو تطبیق غواړی. په نورو قوانینو او مقرراتو کي هم د سالمی اداری رامنځته کول، د اشخاصو ګمارل د لیاقت، اهلیت او وړتیا له مخی پرته له کوم تبعیض او تعصب څخه باید تر سره شي، قومی، ژبنی، مذهبی، سمتی او جنسی معیارونه باید ونه کارول شي.

په لنډه توګه ویلای سم چی د اخلاقو د مدیریت د یو لړ معیارونو او اصولو د تطبیق په نتیجه کي سالمه اداره مینځ ته راتلای شی.

نتیجه گیری (Conclusion):

د هری ټولنی د ښه پرمختګ او ودی لپاره د سالمی اداری شتون حتمی او اړین دی او په ټولنه کي سالمه اداره هغه وخت ټینګیدلای شي چی د علمی اداری اصول او د ښه حکومت والی او ښه حکمرانی اصول او ځانګړتیاوی په جدی توګه په نظر کي ونیول شي. د مکس ویبر (Max Weber)  او هنری فایول (Henry Fayol) اصول او سپارښتنی او د نړیوال بانک، ملګرو ملتونو د پرمختیایی پروګرام (UNDP) او یو شمیر پوهانو نظریات په ښه توګه زموږ سره مرسته کوی چی د ښه حکومت والی له لیاره په ګران افغانستان کي یوه سالمه اداره رامنځته کړو او د سالمی اداری له لاري د خپلی ټولنی په سیاسی، اقتصادی، ټولنیز او کلتوری اړخونو کي د پاملرنی وړ بدلون او پرمختګ تر لاسه کړو. د بیلګي په ډول، مکس ویبر او هنری فایول هم پردی ټینګار کړی چی لایحه وظایف او د کارکوونکو استخدام او په دندو ګمارل باید د مسلکی تخصص او وړتیا پر بنسټتر سره شي او د کارکوونکو صداقت، پاکوالی او دملی ګټو ملاتړ کوونکی تعهد په کلکه په نظر کي ونیول شي. له بلی خوا، نړیوالو سازمانونو سپارښتنی د ښه حکومت والی د ځانګړتیاوو اړونده لکه د خلکو پراخ ګډون، شفافیت، حساب ورکول، عدالت اومساوات، د قانون حاکمیت، صداقت او ایمانداری، ګټورتیا او اغیزمنتوب، بیطرفی او تعصب نه کول، حساسیت او پوهه دا ټول د یوی سالمی اداری په رامنځته کولو کي ستره ونډه لري.

څرنګه چی د یوه سالم اداري نظام غوره څانګړتیاوی لکه د ټولنی د اساسی غوښتنو تر سره کول، د ناوړه اداری چارو مخنیوی، د عمومی او ملی اموالو د غصب مخنیوی، د ملی سرچینو د بی ځایه مصرف مخنیوی، د قوانینو د سرغړونکو او مجرمینو سره جدی قانونی چلند، په مشوری سره پریکړی کول، د قوانینو کلک پلی کول او رعایت، په چارو کي د شفافیت، جواب ورکولو، اداری څارنه، عدالت، د کارکوونکو د ستونزو حل ته جدی پاملرنه، د دولتی کارکوونکو په ګمارولو کي د لیاقت، اهلیت، ښه شخصیت، ایمانداری او صداقت په نظر کي نیول، او داسی نوری دي. که د اخلاقو د مدیریت او ښه حکومتوالی په کلکه په پام کي ونیول شي نو ویلای شو چی په ګران افغانستان کي ښه او سالم اداری نظام ټینګیدای شي.

 

Abstract

The Role of Good Governance in the

Establishment of A Sound and Healthy Administration in Afghanistan

In spite the fact that Governance and Good Governance is not a new phenomenon and has existed for a long time, it has been supported strongly by national and international organizations recently. If we look the records, Greek Philosophers like Plato (427- 347 BC), Aristotle (384- 322 BC), and Socrates (470- 399 BC) have reflected their views of Government and Governance in their works. The Republic by Plato is a good example. They had expressed their view about the governance of City and State and had mentioned the value and criterion of Specialization in the appointment and hiring of people to public posts.

The founders of scientific management have also expressed valuable views about the main principles that are necessary for good governance. Max Weber (1864- 1920), a German Sociologist, and Henry Fayol (1841- 1825), a French Engineer, both have written very good principles that are closely related to the basic objectives of good governance. We know that Good Governance is mainly concerned about the efficiency and effectiveness of service delivery to the public that will contribute to the overall social, political, and economic development of the respective societies.

We also know that good governance has been defined by WB as “Manner in which power is exercised in the management of a country’s economic and social resources for development”.  Therefore, good governance is considered central to creating and sustaining an environment, which fosters strong and equitable development and is an essential component of sound economic policies.

Observance and strict implementation of the principles suggested by the respective authorities on the subject, and consideration of the suggestions and research results carried out by the World Bank and UNDP, especially public campaign against corruption and the implementation of the principles of Ethics Management, and the observance of moral values in the public works will certainly open the way for the establishment of a Sound and Healthy Public Administration in Afghanistan.

 

References/ Sources

 

  1. Bovaird, Tony and Elke Loffler, 2002, “Moving from Excellent Service Delivery to Bench Marking ‘Good Local Governance’, International Review of Administrative Science, 68.
  2. Bernard, Tony and Elke Loffler, 2003, “Evaluating the Quality of Public Governance Indicators, Models and Methodologies”, International Review of Administrative Sciences,69.
  3. Jreisat, Jamil, 2004, “Governance in a Globalising World,” International Journal of Public Administration, 27, No. 13& 14.
  4. Pierre and Peters (Cited in ) Tony Bovaird and Elke Loffler (Eds), 2003, Public Management and Governance, Rutledge, London.
  5. Reddy, P. L. Sanjeev, Jaideep Singh, and R. K. Tiwari , (Eds.) , 1998. Democracy, Governance, and Globalization, Indian Institute of Public Administration. New Delhi.
  6. Rosenau, James N, Governance, 1992, “Order and Change in World Politics” in James N Rosenau and Ernest Otto Czempiel (Eds.) Governance Without Government: Order and Change in World Politics, Cambridge University Press, UK.
  7. UNDP Report, 1994, Good Governance and Sustainable Human Development, Oxford University, New York.
  8. UNDP Human Development Report, on Making New Technologies Work for Human Development, Oxford University Press, New York.
  9. World Bank, 1992, Governance and Development, Washington.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *