هو!! ګران هیواد(افغانستان) مو د نړۍ په خواره وروسته پاتې هیوادونو کې شمیرل شوی. خو شوني ده، چې د هیواد پر طبعي سرچینو مو په دقیقه توګه کار کولو سره د یوه پرمختللي هیواد په توګه ثابیتیدی شي. په عام ډول هغه هیواد، چې د غریبۍ کچه په کې ډیره لوړه ده، د لږ پرمختللي یا وروسته پاتې هیواد په توګه یادیږي. خو له بلې خوا یو شمیر اقتصاد پوهان بېله بېلې نظریې لري. دوی مني، چې د لږ پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو د پام وړ علت د دوی خواري ده، خو ورسره داسې نیستي په ګوته کوي، چې د وروسته پاتې کیدو رښتني پایله کیدی شي.
په اصل کې لږ پرمختګ په هغه حالت پورې اړه لري، چیرته چې په یوه هیواد کې باالقوه استعدادونه او ظرفیت لرونکي سرچینې په بشپړ توګه په کار نه اچول کیږي یا خپلې انساني او طبعي سرچینې د ګټې اخیستنې په موخه په سم ډول نه تهیه او چمتو کیږي. “اقتصادي پراختیا هغه پروسه ده، چې په ذریعه یې د ملي اقتصاد عایدات د اوږده مهال لپاره په دوامداره توګه ډیروالی وکړي”. د لودیځ ماهرين وايي، چې: “ لږ پرمختللي (Underdeveloped) هیوادونه هغه دي، چې د سړي سر رښتیني عاید یې د متحده ایالاتو، کاناډه، استرلیا او د لودیځې اروپا د هیوادونو د سړي سر رښتیني عایدو په پرتله لږ او ښکته وي.”
ناپرمختګ ساده او بېلا شوي ستونزه نه ده، بلکې د ډیری شمیر اقتصادي او ټولنیزو ستونزو پایله او جوړښت دی، چې یوه بدمرغي هم ورته ویلی شو. په ټولیزه توګه غریبي او د ژوند ټیته کچه د لږ پر مختګ اساسي ځانګړنې دي. په داسې حال کې ان وګړي لومړنیو اړتیاوو ته هم لاس راسی نه لري. د خلکو ټول عایدات د دوی پر خوارکي توکو لګول کیږي. خرابه روغتیا لري، نامناسب استوګنځایونه لري او د زده کړو ناکافي فرصتونه لري.
د سالم اقتصاد پایله د ژوند لوړ معیارونه تامین او تیاروي. د ژوند لوړ معیارونه د غوره غذا، د لویو کورونو، طبي پرمختللي وسایلو، د چاپیریال د ککړتیا د کنترول د غوره وسایلو، د ماشومانو لپاره نړیوالي معیاري زده کړو غوره چانسونو او داسې نورو لرونکي وي. د ژوند معیارونو د لوړولو په موخه اقتصادي پرمختیا او پراختیا ته پام اړول ډیر اړین دي. د دولت د پالیسۍ مرکزي هدف باید دا وي، چې د سالم اقتصاد د ودې په موخه اغیزمن پروګرامونه طرحه او پلي کړي او ولس باید هم ورسره د پام وړ مرسته وکړي.
اقتصادي پرمختګ تر هر څه دمخه سولیز چاپیریال او سیاسي ثبات (کلک دریدونکي او پایښت لرونکي سیاست) ته اړتیا لري. پکار ده، چې سیاستوال مو د اړینو سرچینو په کار اچولو لپاره اړین حالت برابر کړي. په ځانګړي توګه هغه طبعي سرچینې (اوبه، ځمکه، معدن او نور) چې د هیواد په سالم اقتصاد او د خلکو په معیاري ژوند کولو کې اغېزمن ثابتیږي؛ هڅه دې وشي، چې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.هاله د یوه خپلواک او په ځان بسیه ملت په توګه پاتې کیدی شو.
پای- ۱۳۹۴ اسد ۳۰ جمعې ورځې
مننه کوم ستاسو له داسی اقتصادی معلوماتو سخه
واقعا دی قدر وره یی
زه یو افغان محصل په تاجکستان کی تحصیل کوم دا زما دریم کال دی په اقتصادی برخو که او زما آرمان همداو چه یوه ورز اقتصاد پوهنزی ته کامیاب شم آو اوس له تاسی دوستان سخه غوارم چه هر سومر شه معلومات لری دی اقتصاد برخه که له ما سره شریک کری په هر برخه دی اقتصاد که وی مننه کوم .
دی خدای پامان