سالنګ

تاند- د پر له پسې واورو د اورېدو له کبله د پکتیکا ولایت ګڼې لارې بندې شوي خو د سالنګ لار پرون /جمعه/ پرانیستل شوه.

وروستیو واورو ته، چې ویل کېږي په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې بې سارې وې، له دې سره سره چې د ډېرو بېوزلو خلکو کړاوونه زیات کړي، ډېر افغانان خوشاله دي.

په پکتیکا کې خلک وايي چې نه یوازې د ولسوالیو ترمنځ لارې بندې شوي بلکې دا ځل واوره دومره زیاته ده چې د کلیو ترمنځ تګ راتګ یې هم له خنډ سره مخامخ کړی دی.

راپورونه وايي چې د ولایت له مرکز څخه برمل، ګومل، نېکه، ژېړوک او ګڼو نورو ولسوالیو ته لارې بندې دي.

خو د سالنګونو لار، چې له څو ورځو راهیسې بنده وه، پرون /جمعه/ د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *