تاند- د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ یوازینۍ لار، چې د وروستیو واورو د اورېدو له کبله دوه ورځې پخوا بنده شوې وه، تېره شپه بېرته پرانستل شوه.
د سالنګ لار په څو ځایونو کې د راشو او د باد په وسیله د واورو د کوټه کېدا له کبله بنده شوې وه. خو د لارو د ساتنې د ادارې د کارکوونکو د پر له پسې هڅو په نتیجه کې بېګا بېرته پرانستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې د ادارې رييس جنرال محمد رجب وویل چې نن موټرو ته اجازه ورکړای شوې چې پر سالنګونو تګ راتک وکړي.
پر دې لاره تللي مسافر وايي چې لاره بیحي صافه ده او هیڅ راز ستونزه یې نه ده احساس کړې.
د سالنګ لویه لار عموماً په ژمي کې د واورو د اورېدو له کبله بندېږي.