تاند، یکشنبه، د میزان ۱۴مه: د سالنګونو د حفظ و مراقبت ریاست په سالنګونو کې له وخته د مخکې درنې واورې ورېدو خبر ورکړی او په مساپرو یې غږ کړی چې که شمال ته تګ راتګ کوي نو له ځان سره دې ژمني تجهیزات، د موټرو د ټایرونو زنځیرونه او احتیاطي خواړه ولري.
د سالنګونو ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دریو شپو ورځو راهیسې پر دغه سیمه واوره ورېدنه پیل شوې او کېدایی شي یو شواروز نوره هم دوام وکړي.
د سالنګونو د حفظ و مراقبت ادارې په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د لوړ توناژ بار وړونکو موټرو پرته باید نور ټول وسایط چې په دغه لار تېرېږي باید په ټایرونو کې زنځیرونه یا چین واچوي تر څو په واورو کې د ښوییدو خطر یې کم وي: (( موټروانان باید له سرعت، درانه وز بارولو ډډه وکړي، تخنیکي وسایل باید له ځانه سره ولري او ټول ترافیکي قوانین مراعات کړي تر څو کومه بده پېښه ونه شي.))
د سالنګونو د ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې تر دې دمه ۷۵ سانتي متره واوره ورېدلې او له ۲۰۰ مترو څخه اخوا څوک په سالنګونو کې نه شي لیدل کېدای.
همدا راز ویل شوي چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به هم درنده واوره وورېږي.
له نهو ولایتونو سره د کابل نښلوونکې د سالنګونو لار هر کال د واورې ورېدنې له کبله څو میاشتې د ترافیکي ستونزو شاهده وي..