د بیان اکثره روکنونه د شباهت له مخې د یوه شي تحلیل کوي. یو شی، را څرګند وي. یو شي ته، صفت ورکوي. خو داسې تحلیل چې نه تشبیه لري او نه د بیان کوم بل رکن. په شاعرۍ کې لوړ هنر دی. دا ځکه چې د بیان اکثره رکنونه د مشابهت له مخې د یوه شي، تحلیل کوي. دغه مشابهت ورته والی څرکندوي. د یوه شي د ورته والي قیاس نسبتا اسان وي. هغه شي ته چې د ورته والي وسیله یې، نه وي ښودل شوې. په بیان کې د ورته والي ځینې توکي وي چې د هغو په مرسته د یوه شي ورته والی ښکاره کوو.

   مګر مصطفی سالک، همدغه تحلیل په یوه داسې لطیفه ژبه کوي چې د بیان روکنونو ته، اړتیا نه پیښیږي. او دغه تحلیل یو شاعرانه کیف لري.

   تحلیل خو په هر علم کې وي. مثلاً د ارواپوهنې تحلیل، د فلسفې تحلیل، د ریاضي تحلیل او… داسې نور، مګر دغه ټول تحلیلونه، یو ډول میخانیکي خواص لري. شاعرانه تحلیل که د تشبیه په واسطه وي او که د بیان د بل کوم جز( استعاره، سیمبول، تمثیل…) په واسطه وي. یو ډول لامحدویته او ذوقي وي. د لوستونکي، خوا نه شنه کوي. د شاعرۍ تقدس پرهمدې دی چې د انسانانو ذهنیت پراخوي.

همدغه تحلیل د سالک د شعر ژبه ده چې د لوستونکي ذوقي بصیرت پراخوي. تاسې یې دغه بیت وګورئ:

سرابي حسنه ته خبر یې په دې

چې جل وهلیو ته اوبه ښکارې

                                      (سالک)

   د پورتني بیت د سرابې حسن ترکیب او د جل وهلیو، ترکیب د بیت هغه توکي دي چې د تشبیه ځای یې نیولی دي. د حسن تحلیل د مینانو تحلیل، دواړه د اوبو سره وضعه شوي دي. اوبو ته تږی زیات ضرورت لري. او اوبه حسینې دي. لطیفه مایعه ده. نو حسن اوبه ښودل، یو ډول لطافت دی.او بیا سراب او تږي یوه بیله مشاهده ده.یو بیل تحلیل دی. دا نو لوی نوښت دی. پورتني بیت کې، نه د بیان رکن او نه د تشبیې، کوم توکی شته. مګر بیا هم یې خپل رسالت په ښه شان سره ادا کړی دی.

یونس تنویر
یونس تنویر

   شاعرانه تحلیل نثري تحلیل نه دی، چې ټول شیان یا ټول استدلالونه پکې، ذکر کړي. بلکې یوه مشاهده وي. یو ډول شاعرانه منطق وي. چې د نثري تحلیل نه ډیر لوړ جوهر لري. دا ځکه چې ټولې خوا وې یې له تخیله را ټوکیږي. او تخیل د شاعرانه ژبې، یو لوی خواص دی. ددې درک کول ذوقي بصیرت غواړي. او دا د لویو شاعرانو خواص وي.

   هسې خو د سالک د شعر ژبه او بیان یې ډیر لوړ دی. نورې خوبۍ هم پکې، پریمانې دي. او بله اهمه ځانګړنه یې دا ده چې د سالک شاعري د معاصر دور یوه داسې هنداره ده، چې کلاسیکي خوندونه هم پکې محسوسیدای شي. او یوه لویه څیړنه پرې کیدای شي. مګر دغه روایت یې، یو داسې هنر لري چې پوره نوی بریښي.

   ټوله نړۍ په تقلیدي ډول د روایت زانګو ده. د ژوند مخته بوول، هم یو تقلید دی. پیروي ده. ځکه د ژوند خواص تقلیدي دي. د وجودیانو په اصطلاح 🙁 په نړي کې جدیت نشته.) حتا دین مو هم یو سپېڅلی تقلید دی. خوشبختي او لو یي مو هم پر همدې کې ده. نو سالک صیب د همدغه روایت یو داسې شاعر دی چې روایت یې کم او نوښت یې ډ‌یر وي. یوازې د یوې خاکې په څېر په روایت کې پاتې شوی دي. او همدغه د نوښت لاره ده. همدا نوښت دی. تاسې د سالک صیب دا بیت وګورئ او بیا د کاظم خان شیدا بیتونه ورسره پرتله کړئ:

د داغونو مې څه شمار دی

چې جامه یې زر زري ده

                                        (سالک)

همسري زما د سوز هغه لاله کا

چې شغله یې وي د داغ په پومبه بله

                                          (شیدا)

د لاله غوندې مې داغ د بدن جز دی

درته چاوې چې زما د سوز دوا کړه

                                             (شیدا)

کاظم خان شیدا د داغ سره د تناسب د برابرولو لپاره د ګل لالا یا د غاټول ګل راوړی دي. همدغه روایت په کلاسیکه شاعري کې، بالخصوص په هندي سبک کې ډېر پیدا کیدونکی دي. مګر سالک صیب یو داسې نوښت پکې راوستی دي. چې د لاله ګل سره یې د داغ تناسب بیخي، رد کړی دی. او په یوه داسې شاعرانه منطق باندې یې خپله خبره کړې ده، چې بیخي مو د نه منلو شک، نه را پیدا کوي. زري جامه خال داره جامه وي. او په کلاسیکه شاعرۍ کې داغ له خالونو ډېر پیدا شوی دی. دا د سالک، ذوقي بصیرت او مشاهده ده. چې یو زوړ روایت ته یې تجدید ورکړی دی. او یو نوی روایت یې رامنځته کړی دی.

   دا د سالک صیب د شاعرۍ یو کمال و. مګر دده په شاعرۍ کې داسې ډیر نوي توکي پیدا کیدای شي چې د لوستونکي، تنده ماته کړي.او د کره کتونکو تنقیدي ذهنیت را وپاروي.

   سالک صیب شاعرانه تحلیل د تصویر په څېر، په ډیرو، کمو الفاظو سره وړاندې کړی دي. او مفهوم یې دومره پراخ وي چې ډیرې خبرې پرې کیدای شي.

   شاعرانه تحلیل د یوه شي داسې را سپړنه کوي، لکه یو مستنده انځورګري چې وي. شاعرانه تحلیل د شاعرۍ منظر کښنه ده. که سالک صیب د بیان په ذریعه، کوم تحلیل کوي، نو داسې یې کوي چې ډېر په قرینو باندې تړل شوی وي. او قرینه د استعارې په پيژندنه کې د لوستونکي لپاره تر ټولو ښه وسیله ده. ممکن ځینې شاعران یې د ډیرو قرینو په واسطه یو شی را څرګند، نه کړي. د سالک استعاره د قرینو ټولګه ده. او ډیرې قرینې د استعارې پیچلتیا له منځه وړي. او دغه هنر په معاصر دور کې د سالک خاصه ده. تاسې یې دا بیت وګورئ:

په کاغذي سینو زرینې زلفې وغځوه

له حاشیو سره زیاتیږي د بابونو ښکلا

                                                   (سالک)

     سالک صیب د مشاهدې تحلیل کوي. مشاهده راسپـړي. او د مشاهدې ښودل، د تورو او کلمو په واسطه لوی هنر دی. ممکن ډیر یې ونه شي کړای.

   د پورتني بیت ماهیت د رومانیت یوه اهمه غوښتنه ده. مګر په ډېره اخلاقي انداز سره، تر سره شوې ده. کاغذ سپین وي، نازک وي. کله چې سینې ورسره تناسب شوې دي؛ نو یوه رومانیوي جذبه په لوستونکي کې را پاروي. او په کاغذ باندې حاشیې په تورو خطونو سره وي. او کله چې تورې زلفې په کاغذي سینو خورې وي؛ نو دا کیفیت سالک را تحلیل کړی دي. او دا تحلیل یو لوړ هنر دی.

   شاعرانه تحلیل د تخیل په ښونځي کې زدکړې کوي. دا تحلیل د شاعر د مضامینو تنوع برابروي. د شاعري لپاره یوه ځانګړې لاره باسي. د تخیل دری بنسټه، په همدغه تحلیل کې خوندي دي. دغه تحلیل جذبه هم لري. احساس هم لري او تصور هم لري. ددغه تحلیل په مضامینو کې فلسفه هم نغښتې وي. منطق هم پکې وي. مګر داسې یې شاعرانه کړي وي. چې قاعدې یې ټولې خیالي وي. تاسې د سالک صیب همدا هنر وګورئ:

زندګي یوه مرموزه معما ده

ترینه وواته ابهام په میکده کې

                                                     (سالک)

ستا د موسکا د تیغ مزه نو خضر څه لیدلې

په ځنکدن کې هم قسم دی موسیده ګلونه

                                                 (سالک)

د سالک صیب شاعري مو که د سالک په ژوند ونه پيژندله؛ نو پس له مرګه وړاندوینه یې، ده هم کړې ده.

ښکاري چې پس له مرګه لویه هنګامه خوښوي

دغه شاعر چې نمایش د خپل هنر ونه کړ

                                                    (سالک)

دده د اوږد ژوند په هیله.

———————————————–

د طاووس بڼکه

د ښاغلي تونیر نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *