تاند- سامسونګ کمپنۍ داسې دېوالي تلویزیون جوړ کړ چې که مړ یا ګول شي، د دېوال رنګ خپلوي او نه ښکاري (لاندي ویدیو).

د سامسونګ دا تلویزیون، چې د QLED تلویزیونونو ورژن دی د (Ambient Mode) په نوم ځانګړتیا لري. دا ځانګړتیا د دې سبب کېږي چې تلویزیون له ګل کېدو وروسته د دېوال په رنګ شي.

د دې لپاره چې په تلویزیون کې دا ځانګړتیا فعاله کړئ، صرف د سامسونګ (SmartThings) اپلیکېشن پرانیزئ. بیا باید د دېوال عکس واخلئ.

خو د دې کار لپاره باید تلویزیون خامخا پر دېوال نصب شوی وي.

تېر کال سامسونګ کیو ایل اي ډي ۸۸ اینچه تلویزیون جوړ او بازار ته راوایست. دا تکنالوژي په کوانتوم ډات تکنالوژي سمبال ده چې د وخت په تېرېدو د رڼا او رنګ د کیفیت د کمېدو مخه نیسي.

همداراز دې کمپنۍ یو بل دېوالي تلویزیون جوړ کړ چې دي فرېم نومېږي.

سامسونګ وايي چې دا چوکاټي تلویزیونونه یې مختلف شکلونه او رنګونه لري څو هر څوک د خپلې خونې یا کور رنګ او ډیزاین ته په پام د خپلې خوښې تلویزیون انتخاب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *