سامسونګ کمپنۍ داسي تلویزیون جوړ کړی چې پر دېوال نصب کېږي او د عکس د چوکاټ په شان ښکاري.

دا تلویزیون (The Frame) نومېږي.

د دغه تلویزیون چوکاټ یا باډۍ له لرګي جوړه شوې ده.

سامسونګ وايي چې دا چوکاټي تلویزیونونه یې مختلف شکلونه او رنګونه لري څو هر څوک د خپلې خونې یا کور رنګ او ډیزاین ته په پام د خپلې خوښې تلویزیون انتخاب کړي.

دا ډول تلویزیونونه هغو کسانو ته لا په زړه پوري دي چې د خپل کور دیکورېشن ته زیات پام کوي. دا تلویزیون دوی ته دا امکان ورکوي چې د کور له نورو وسایلو او د دېوال یا فرنیچر له رنګ سره متناسب رنګ تلویزیون واخلي.

دي فرم تلویزیون به په راتلونکو څو اوونیو کې بازار ته وړاندې شي.

تراوسه پوري سامسونګ د دې تلویزیون د بیې په اړه څه نه دي ویلي. خو د دغه تلویزیون اخیستونکي د تلویزیون په بیه خپل کور ته منظره هم اخیستلی شي ځکه چې دا تلویزیون دواړه کاره ورکوي. که په ګول حالت کې هم وی، پر دېوال د منظرې کار ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *