تاند- سامسونګ کمپنۍ ویلي چې خپل ګلکسي نوټ ۷ موبایل ټېلفونونه بېرته ټولوي.

دې کمپنۍ دا پرېکړه لږ وروسته له دې وکړه چې دا ځیرک ټېلفونونه یې بازار ته وړاندې کړل.

د بریتانیا انډیپنډنټ ورځپاڼې د جنوبي کوریا د یونهاپ خبري اژانس د راپور له مخې وویل، سامسونګ وروسته له دې د نړۍ له بازارونو د خپل ګلکسي نوټ ۷ ټېلفونونو د ټولولو پرېکړه اعلان کړه چې یو شمېر ټېلفونونه یې وچاودېدل.

د ګڼو موبایلونو له چاودېدلو وروسته څرګنده شوه چې د دغو موبایلونو بېټرۍ ستونزه لري.

ګلکسي نوټ ۷ موبایلونه دوې اوونۍ مخکې بازار ته راووتل. سامسونګ هیله لرله چې دا ټېلفونونه به له آیفون ۷ او ایفون ۷ پلس سره مقابله وکړي چې ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ بازار ته راووځي.

خو یانهاپ خبري اژانس وايي، د ایفون کمپنۍ له لوري په خپلو ګلکسي نوټ ۷ ازمېښتونو وښودله چې بېټرۍ یې اور اخلي.

ساموسنګ او ایفون د نړۍ د ځیرک ټېلفونونو تر ټولو مخکښې او سره سیالې کمپنۍ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *