د پوهنې وزارت
۱۳۹۳ د لړم ۲۸ مه


د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو معینیت د تدریساتو کمېسیون د روانې عقرب میاشتې د ۲۶ نېټې د پرېکړې له مخې ټولو هغو زده کوونکو ته چې د سامع ازموینه ورکوي خبر ورکول کېږي، چې:
۱ـ د کابل ښار د معذورو زده کوونکو د سامع آزموینې د کلنۍ آزموینو په پای کې د لیندۍ میاشتې په ۱۵ مه نېټه پیل او لس ورځې دوام کوي.
۲ـ په ولایتونو کې د پوهنې د مسوولینو او نظارت د آمرینو تر څارنې لاندې سامع آزموینې هم د لیندۍ په ۱۵ مه نېټه پیلېږي او تر ۲۵ مې نېټې به دوام وکړي.
۳ـ د کابل ښار د پوهنې ریاست ته دنده سپارل کېږي، چې د لیندې میاشتې له ۱۵ مې نېټې وړاندې د ټولو سامع زده کوونکو بشپړ لیست برابر او د د پوهنې وزارت د ښوونیزې څارنې عمومي ریاست او د عمومي تعلیماتو ریاست ته وسپاري.
پورتني مراتب د هېوادوالو د خبرتیا په موخه اعلام شول.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *