سندره لاندې په ویدیو کې واورئ –
د خاورې په تقسیم خو نه تقسیم شوې نه جدا شوې
د ژبې غلامۍ که ورک کړې، بویه که پیدا شوې
ستا وینه اخر څه وايي، یزید به چا ته وايي
پښتونه که په مفته کې شهید د کربلا شوې
د سر د ډېرېدو دعا دې ما غوښته له خدایه (۱)
پښتونه چې لښکر شوې، زما نه شوې د ملا شوې
زموږ دلدارې دغه وه، د دوی دلبري دا وه
دوی خپلې مینې نغدې کړې، زموږ مینې نسیا (۲) شوې
۱- دا وګړي ډېر کړې خدایه (بېټ نیکه)
۲- نسیه ، پور