د سایکالوژۍ له مخې د هرې ټولنې د اخلاقو مسله د افرادو په سوپر ایګو پورې اړوند ده. د چا چې سوپر ایګو له ټاکلي حد وتلې قوي وي، خطرناک انسان دی، کېدای شي، پر نورو حمله وکړي.
دا واقعیتونه ډېر پېښ شوي، چې عادي خلک د قوي سوپر ایګو درلودونکو انسانانو تر حملو لاندې راغلي دي؛ ځکه د دوی سوپر ایګو پر ایګو برلاسې ده. ایګو د تلې د موټ حیثیت لري، د ایډ او سوپر ایګو تر منځ تعادل ساتي. کله چې دغه تعادل له منځه لاړ شي، فرد له اروایي بې نظمۍ سره مخېږي.
که ایډ د ایګو له کنټروله ووځي، کېدای شي، فرد د ټولنې ډېری اخلاقي کرښې کراس کړي او که سوپر ایګو د ایګو له کنټروله ووځي، کېدای شي، د وژونکي افراطیت لامل شي، چې نتیجه کې ډېر ایډیالوژیک انسانان پر نورو د خپل فکر د تحمل هڅه کوي او حتي وژني یې. د سایکالوژۍ له مخې ټالېبي عامه پدیده پر همدې فورموله تعریفېږي، ممکن ټالېب عادي حالت کې د دوی د سوپر ایګو مخالف کس تر حملې لاندې و نه نیسي؛ خو کله چې د هغوی د احساساتو هورمونونه توی شي او پر اروایي انرژۍ واوړي، کېدای شي هغه بحثونو کې چې د دوی د سوپر ایګو د غوښتنو مخالف وي، جنګ وکړي او مقابل لوری تر برید لاندې ونیسي، تاسو به ډېر لیدلي وي، چې ټالېب ته پر مدا ښکنځلو عام خلک وهل شوي او وژل شوي دي.
د مثال په توګه زموږ د یو ملګري ورور یې پدې ډول وژلی و، ټالېبانو زموږ د ملګري د کور له دروازې پر امنیتي ځواکونو د پیکا ډزې کولې، زموږ د ملګری ورور ورته راوتلی و، ټالېب ته یې ویلي ول، چې ملا صاحب دولت بیا موږ نه پرېږدي له دې ځایه ولاړ شئ، د سرک پر سر ورسره وجنګېږئ، بلاخره خبرې سره تاوبالا شوې وې، زموږ د ملګري ورور ورسره شخه کړې وه، پېکا چلوونکي ټالېب ځای پر ځای پېکا پرې را اړولې وه، په دا منځ یې بېل کړی و.
دا د مذهبي وګړو د سوپر ایګو د فعالې انرژۍ بشپړ اوړېدل دي پر اروایي انرژۍ، چې پدې وخت کې د بل انسان مرګ یوه عادي مسله ګڼي.
که ایګو قوي وي دواړه(ایډ، سوپر ایګو) کنټرول کړي، فرد نارمل انسان دی.
یوه مهمه مسله دا ده، چې د چا سوپر ایګو قوي وي، یا یې ایډ د ایګو له کنټروله ووځي، ژر په نارمل انسان نشي اوړېدای. دا کار ډېر تمرین ته اړتیا لري. یا هېڅ نه اوړي، په ساده اصطلاح ټالېب انسان ژر په نارمل انسان نشي بدلېدای، دا پروسس او مغزمینځنه خورا وخت ته اړتیا لري، د ټالېب انسان سوپر ایګو باید لومړی په حد اقل عادي ټالېب(ټالېب پلوي) واوړي، مانا جنګ باید د حل لاره ونه ګڼي، وروسته له مطالعې او د مالوماتو له حاصلولو ممکنه ده، پر یو نړیوال خیرغوښتونکي انسان واوړي، چې دا په ندرت تر سترګو کېږي.
روانپوهان پدې نظر دي، چې د فکر د انکشاف سریع کلونه له ۱۸ تر ۳۰ دي، یو ټالېب چې له ۳۰ کلنۍ اوښتی وي د انسانېدو تمه یې ممکن ۱۰سلنه وي.
ليکوال خپله سوپر ایګو ته ننوتی، طالب يې په ټالېب ليکلی دی،
ځيني واقعیتونه متغيير کېدای نه سي، ثابت باید پاته شي،
طالب په ټاليب ليکل؛ هیڅ وجه یا دلیل نه لري؟
هیله ده، کرکي او نفرت يوې خوا ته خو اصول بلي خواته.
طالب که خراب معرفي کوې، مخي ته يې وروړستاړی ورکړی، بد طالب، … طالب، …. طالب.
لیکل د لغاتو سره لوبي کول په هیڅ ادب کي نشته.