د يوې ټولنې راتلونکی له ماشومانو سره تړلی دی، څومره چې په يوه ټولنه کې د ماشومانو سالمه او پوره روزنه وسي، نو په همدې ډول به د هغه هېواد راتلونکی ښه وي.
په دې کې هيڅ شک نسته چې؛ په ماشومانو پورې د سبا راتلونکی تړلی دی، د اسلام په مبارک دين کې هم ماشومانو ته ستر ارزښت ورکول سوی دی. زموږ خوږ پېغمبر حضرت محمد ص له ماشومانو سره ډېره مينه کوله، هغه ص به هر وخت د ماشومانو پر سر لاس تېراوه، د حضرت محمد ص لمسيان حسن حسين ورباندې دومره ګران و چې ده ص به لمونځ کاوه نو لمسيان به يې پر اوږو ناست و، دغه راز ځينو عالمانو ماشومانو ته د ناوکيو(نانځکو) جواز هم ورکړی دی، دوی وايي چې په دې کار سره ماشومان کولی سي د سبا لپاره د خپل ټولنيز ژوند زده کړه وکړي.
د اسلام مبارک دين سره له دې چې د انسان د ژوند بېلابېل اړخونه يې څېړلي دي، ګټورې لارښوونې پکې سته، د ماشوم روزنې او د ماشوم حقوقو په اړه يې هم ډېر څه بيان کړي دي.
د ماشوم له پيدا کېدو سره سم د مور او پلار لخوا سم او نيک نوم ټاکل، په اوومه ورځ يې سر خرېل او صدقه کول، د ماشوم د نفقې او زده کړې لپاره د مور او پلار جدي پاملرنه او دې ته ورته نور ډېر مسايل چې بايد يوه کورنۍ يې ماشوم ته په پام کې ونيسي د اسلام سپېڅلي دين په ډاګه بيان کړي دي.
اوس به خپلې ټولنې ته راسو چې موږ د ماشوم لپاره څه کړي دي، د دوی حقوق مو څومره پر ځای کړي دي؟
يوه لويه ستونزه چې زموږ هېواد او زموږ د ټولنې ماشومان ورسره مخ دي شاقه کارونه دي، د شاقه کارونو لوی لامل دا دی چې ډېری ماشومانو په تېرو جګړو کې يا خپل پلار، يا ورور او يا هم د کور سرپرستان له لاسه ورکړي دي نو دوی مجبور دي چې يا هم په لارو کوڅو او بازارونو کې فقر وکړي او يا هم شاقه کارونه وکړي، دلته د يوې خبرې يادول اړين بولم چې زموږ په ټولنه کې ملي سوداګر او يا هم هغه خلک چې اقتصاد يې برابر دی هم بې وسه ماشومانو ته پاملرنه نه ده کړې او دا د دوی مسؤليت دی چې بې د بې وسه ماشومانو لاس نيوی وکړي او دوی ته د ښه ژوند کولو زمينه برابره کړي.
زموږ په ټولنه کې ماشومان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، يوازې دا نه چې د ماشومانو ډېری برخه مو له زده کړو محرومه ده بلکې دوی په اروايي ناروغيو هم اخته دي، بل پلو په تېر حکومت کې زموږ په هېواد کې د ماشومانو د ودې او دوی ته د پاملرنې په نوم ځينې پروګرامونه جوړ سول، پروژې پلې سوې خو دا هر څه تش په نامه او نمايش لپاره و. ته راسه زموږ بازارونه وګوره سلګونه ماشومان د ډوډۍ پيدا کولو لپاره يا فقر کوي او يا هم زړې ګونۍ ورسره وي او پلاسټيکان ټولوي، د پروژو هغه مسؤلين چې د ماشومانو د ودې لپاره يې ميلينونه افغانۍ مصرف کړې د کومو ماشومانو لپاره يې مصرف کړې؟ کوم ماشوم ته يې د ژوند اسانتياوې برابرې کړي دي؟
که زموږ حکومتونو ماشوم ته پاملرنه نه ده کړې، موسيساتو تش په نوم پروژې پلې کړې، نړيوالې ټولنې په دقيق ډول مرسته ونه کړه، بل پلو زموږ ليکوالو هم د ماشوم حق نه دی ادا کړی.
په پښتو ادب کې چې لويه تشه ليدل کيږي د ماشوم ادبيات دي، څو د ګوتو په شمار ليکوالو د خپل توان او وس سره سم ځينې کتابګوټي د ماشومانو لپاره ليکلي دي نور نو زموږ په هېواد کې د ماشومانو دنياګۍ ورانه ده.
ماشومان مو دومره بې وسه دي چې هر وخت يې موږ او تاسې د جنسي تيري شاهدان يو، په جنګ کې وژل کيږي، کورنيو کې وهل کيږي، په زوره ناوړه او سختو فعاليتونو ته اړ کيږي حتی تر دې پورې ځينو کورنيو چې وس او توان يې هم پوره وي، اقتصاد يې هم ښه وي خو د نه پوهاوي له امله يې ماشومان له زده کړو محرم وي، څو ورځې مخکې د هلمند ګڼ نفوسه ولسوالۍ ګرمسېر ته ولاړم دغه ولسوالۍ شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ درې لاکه نفوس لري خو چې د پوهنې له مسؤلينو مو پوښتنه وکړه په دغه لويه ولسوالۍ کې شاوخوا ۹۰۰۰ نهه زره ماشومان ښوونځيو ته ځي، چې دا شمېره ډېره کمه ده، دا زموږ د کورنيو په ځانګړي ډول د مور او پلار نا خبرتيا او نه پوهاوی دی چې په خپلو ماشومانو زده کړه نه کوي، هغه څوک چې ماشومان ښوونځيو ته استوي هم د عادت له مخې يې استوي، پوښتنه يې نه کوي چې دوی څه لولي، هڅونه او تشويق يې نسته.
په وروستيو کې له نړېوالې کمېټې غوښتنه کووم چې په افغانستان کې دې د ماشومانو ژوند ته پاملرنه وکړي، دوی ته دې د زده کړو او د ژوند نورې اسانتياوې برابرې کړي، په خپل هېواد کې له درنو کورنيو په خاص ډول له مور او پلار چې د خپل ماشوم مسؤليت ورترغاړې دی د ماشوم اسلامي او ټولنيزې روزنې ته بايد جدي پاملرنه وکړي، ديني عالمان او لوستي خلک بايد عامه پوهاوی خپور کړي.
راځئ د ټولنې هغه برخه چې د هېواد راتلونکی د دوی په لاسو کې د خپل افغاني، اسلامي او وجداني مسؤليت له مخې وروزو او خاصه پاملرنه ورته وکړو.