په پښتو ادب کې موږ وايو چې يو شخص د يوه سبک خاوند وي. سبکونه موږ د اشخاصو له مخې پېژنو، چې دا د فلاني سبک دى، دا د بيستاني، خو په نوره نړۍ کې يو کس د څو سبکونو خاوند وي او د موضوع له بدلون سره سبک بدلوي. که نصاب ته څه ليکي، نو په ډېره ساده او پرېکنده ژبه يې ليکي، خو که ادبي ليکنه کوي، بيا د الفاظو جادوګرۍ ته هم ګوري. په نصاب کې د علم نويو زده کوونکو ته مخاطب يو، خو په ادبى ليکنو کې ادب لوستو پخو لوستوالو ته؛ نو چې لوستونکي مو بېل دي، پکار ده چې د ليکلو په طرز کې مو هم توپىر وي.
د يوه شخص د بېلابېلو سبکونو ترمنځ هرومرو ورته والى وي، خو توپيرونه يې هم جوت وي.
دې فکر- چې يو کس يو سبک لرلاى شي- موږ پر خپک سبک له فکر کولو غورځولي يو او د پرمختګ لار يې راتړلې ده.
ليکوال له يوه سبک سره تنګېږي. په هره ليکنه کې د يوه راز مورفيمونو، کلمو، جملو او د يوه فکر پر بنسټ د کلمو استعاري کارونه سړى ستړى کوي. زه پخپله کله ناکله له خپل سبک سره تنګ شم، زړه مې غواړي، چې له دې زندانه والوځم، چې يو څه مې څنګه پر زړه وي، همغسې يې وليکم او خپل زړه لوستونکي ته کېږدم، خو د سبک مجبوري مې د خيال وزرونه راپرې کړي. سبک لوښى دى. چې خيال پکې ځاى کوې، هرومرو به ترې څنډې منډې وهې، خو چې دا لوښى څومره لوى وي، هغومره ښه وي. مثلا: زه چې څه ليکم، نو د علت او معلول په توګه د يو راز جملو، د (خو، نو، ځکه، کېداى شي او…) له کارونې ستړى شم. هر ځل مې دا هڅه وي، چې خپل طرز له خپل وس سره سم څه نا څه بدل کړم.
د هر ليکوال په ذهن کې د خپل سبک قالب پروت وي. هر ځل چې ليکنه کوي، په دې قالب کې يې اچوي. د سبک قالب ليکوال ته ليکل اسانه کوي، خو په دې قالب کې چې ګوتې ونه وهې، کنکرېټي کېږي او بيا يې بدلون سختېږي.
د سبک د کنکريټي کېدو له لاسه له ليکوال نه د ويلو ډېرې خبرې پاتې شي. پر زړه به دې ډېرې خبرې وي، خو چې د خپل سبک په قالب کې يې ورواچوې، پر مورګو يې ورواوړي. بيا مجبور يې، چې ويې توږې. په صيقل کولو کې درنه ډېرې د کار خبرې هم پاتې شي.
د سبک بل کمال دا دى، چې ليکوال ته د کايناتو د کتو لپاره ټاکلې زاويه ورکوي. يعنې ليکوال د همدې سبک په هېنداره کې نړۍ ته ګوري او دا زاويه يې بيا عادت او دود شي، چې داسې ترې ډېر حقايق او د کار خبرې يا پټې پاتې شي يا ورته سمې نه ښکاري؛ نو که په سبک کې وخت په وخت بدلون رانه ولو، د نوښت چانس مو کمېږي.
وخت په وخت په خپل سبک کې ګوتې وهل د وخت غوښتنه هم ده. که وخت ته ونه ګورو، نو ګومان نه کوم، چې لوستونکي دې له ځان سره وساتلى شو. تر انقلاب مخکې پښتو سبکونو او اوسنيو سبکونو کې څومره توپير دى. که موږ اوس هم په هغه طرز ليکل وکړو، څوک به يې ولولي؟
له تمرين او پرله پسې ليکلو سره مو ښايي سبک دومره ونه غوړېږي، خو که پرله پسې فکر پرې وکړو، ډېر سمون پکې راوستى شو.
ليکوال ته پکار دي، چې د خپل سبک عيبونه او کمالونه ځان ته معلوم کړي، چې داسې پکې ورځ په ورځ ښه والى راولي. ښه ليکوال هغه دى، چې خپل سبک ورته ښه معلوم وي او نقد پرې وکولى شي.
وايي، چې د ډيوې لاندې تياره وي. د خپل سبک د ښېګڼو او بدګڼو پېژندل هم داسې دي. ښه لار يې دا ده، چې خپلې ليکنې ته کله ناکله د بل له زاويې هم وګورو. موږ د خپلو تمايلاتو له امله د خپل سبک عيبونه او کمالونه نه شو پېژندلى. کله به يوه سبکي ځانګړنه ډېره بده وي، خو موږ ته به ښه ښکاري، کله به ښه وي، موږ ته به بده ښکاري. که د بل چا(لوستونکي) له زاويې نه خپل سبک ته وګورو، لکه په هېنداره کې چې خپل مخ ته وګورو، ډېرې نيمګړتياوې او ښېګڼې به يې راته څرګندې شي.
په همدې لړ کې د يوه مشخص سړي زاويه هم کارولى شو. مثلا: وايو چې که دا ليکنه يا دا کيسه فلاني ليکلاى، نو څنګه به يې ليکلاى. يعنې د بل ليکوال له سبکه خپل سبک ته وګورو.
بله لار، له بل يا نورو سبکونو سره د خپل سبک پرتله ده. که د نورو ليکوالو له سبکونو سره خپل سبک پرتله کړو، د خپل سبک پر ارزښت پوهېداى شو.
مطالعه هم د سبک د پرمختګ ښه وسيله ده. څومره مو چې مطالعه زياتېږي او د کلمو او جملو زېرمه راسره پراخېږي، هغومره مو د ظرافت حس پياوړى کېږي او د موضوع تياره ګوټونو ته ځير کېږو.
پرله پسې ليکل يا تمرين هم د سبک په پياوړتيا او پرمختګ کې لاس لري. ليکل چې ډېر کوئ، د کلمو او جملو سوليدلو ته به ځير يئ او ورځ په ورځ به مو سبک رڼېږي.
اخر هم خبره خوارۍ ته پاتې کېږي. ليکوال چې لټ وي، ټولنې ته ګټه نه شي رسولى. کله نا کله راته خپله بې غوري، بيړه او لټي هم تاوان رسوي. د سبک د پياوړتيا لپاره خواري او تکليف ايستل پکار دي.
پر يوه سبک باندې انحصار يا د سبک نه تحول د ليکوال ذهني وده ودروي، پر بدلانه يې بې باوره کوي او لوستونکى ورسره ستړى کوي.