آصف بهاند
په همدې نږدې ورځو کې یو ځل بیا په ایران کې له افغانانو سره یو بل ستر جنایت تر سره شوی دی. همدا نن بي بي سي پښتو او بي بي سي فارسي دا خبر ورکړ چې د په ښار کې پر یوې پنځه کلنې افغان ماشومې چنسي تیری شوی دی. ماشومه له لارې تښتول شوې چنسي تیری ورباندې شوی او بیا نیم ژواندې چبرې غورځول شوې ده.
د بي بي سي په رپوټ کې راغلي دي:
«د ايران په اصفهان ښار کې پر يوې افغان ماشومې نجلۍ جنسي تېری شوی دی. د ايران د بېړنيو پېښو د ادارې رييس رضا جعفري د ايلنا خبري اژنس ته ويلي، دغې افغان ماشومې د خپل کور مخې ته لوبې کولې چې تښتول شوې او څو ساعته وروسته په يوه کنډواله ځای کې موندل شوې ده.
ښاغلی جعفري وايي دغه ماشومه اوس له روغتون رخصت شوې ده.
په تهران کې د افغان سفارت د پېښو مسوول مسعود فريادي له رسنيو سره په خبرو کې پر دغې ماشومې د جنسي تېري پخلی کړی او وايي دغه پېښه د ايران د پوليسو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنر تر څېړنې لاندې ده.
د ښاغلی فريادي په وينا تراوسه په دغه پېښه کې ښکېل کسان نه دي نيول شوي.
د دغې نجلۍ يو خپلوان چې له ايرانه بهر ژوند کوي بي بي سي ته ويلي، دا پېښه د سې شنبې په ورځ (۹ غبرګولي) په اصفهان ښار کې هغه مهال شوې چې دغه نجلۍ د ډوډۍ اخيستو لپاره له کوره وتلې وه.
دغه کس چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، پر موټر سايکل سپاره کس نجلۍ تښتولې او جنسي تېری يې پرې کړی دی.
دی وايي، وروسته د نجلۍ کورنۍ د اصفهان پوليسو ته خبر ورکړی او روغتون ته لېږدول شوې وه.
څو ورځې وړاندې، پر ټولنيزو رسنيو د يوې پنځه کلنې افغان ماشومې چې ويل کېږی جنسي تېری پرې شوی خبر لاس په لاس کېده، خو هېڅ کومې کره سرچينې دغه خبر نه دی تاييد کړی.»
دا پیښه په ایران کې لومړی پیښه نه ده چې پر افغان ماشوانو باندې جنسي تیری کیږي، په ۲۰۱۶ کال کې هم پر یوې بلې افغان ماشومې باندې چې ستایش نومیده، جنسي تیری شوی و. په هغه وخت کې هم ما خپل غږ اوچت کړ او دوې مقالې مې ورباندې ولیکلې. په لومړني مقاله (دوه ماشومان، دوه مرګونه او دوه چلندونه) کې مې داسې لیکلي وو:
«د تهران د ښار په څنډو کې د ورامین په سیمه کې شپږ کلنه افغان ماشومه (ستایش) تښتول کیږي، بیا ور باندې جنسي تیری کیږي، بیا وژل کیږي او بیا ورباندې تیزاب پاشل کیږي. دې عمل ته څه نوم کیښودل کیدای شي او څه ډول توجې کیدای شي؟ د ټولو ملي، سیمه ایزو او نړیوالو قوانینو په رڼا کې، باید دغو خبرو ته پام وشي:
ــ له دې پیښې سره د ایراني چارواکو چلند،
ــ د ایراني مقاماتو، میډیا او زموږ د هیواد د ایران پلوو او پر ایران مینو اشخاصو او آدرسونو پټه خوله،
ــ زموږ د عامو خلکو هر اړخیزه بیوسي،
ــ او د افغانستان د دولت د فکري او جسمي معلولو او معیبو چارواکو بې غوري.
لرې نه په همدې زمانې وخت کې د افغان ماشوم له غمیزې څو ورځې وروسته یو ایرانی شپږ کلن ماشوم د ایران په زنجان نومي ښار کې څاه ته لویږي، مړ کیږي، قضایي مقامات د هغه ښار ښاروال او څو تنه نور مسولین لومړی بر طرفه او بیا توقیف کوي، خو د افغان وژل شوي ماشوم کورنۍ او خپلوان د دوی په اصطلاح «تحسن» ته هم نه پریښودل کیږي او د سپڼ په اندازه غږ جګولو حق هم نه ورکول کیږي. وا،وا قانون؟، وا، وا جمهوري اسلامي؟، برادري او هم کیشي او هم زباني او نور هم همدې دوو چلندونو ته کوم نوم ورکړل شي؟
او دویمه مقاله چې «د ستایش غمیزه» عنوان مې ورکړی و. د هغې مقالې په یوه برخه کې بیا داسې راغلي دي:
«د ۲۰۱۶ کال اپریل په اولسمه نیټه د آخوندي رژیم د ټیکه دارانو تر ږیرې لاندې، د تهران د ښار په څنډو کې د ورامین په سیمه کې «ستایش» نومې افغان ماشومه د آخوندي رژیم د وحشي بچیانو د شهوت ښکار کیږي او بیا وژل کیږي. ستایش یې له ټول معصومیته سره ووژله او د آخوندي رژیم استازو، د ستایش خپلوان او د هغوی نور خوا خوږي افغانان سپڼ ایستلو ته هم پرې نه ښودل؛ په همدې وخت او همدې هیواد کې یو ایرانی شپږ کلن ماشوم د ایران په زنجان نومي ښار کې څاه ته لویږي، مړ کیږي، قضایي مقامات د هغه ښار ښاروال او څو تنه نور مسولین لومړی بر طرفه او بیا توقیف کوي. لکه چې آخوندي تفاوت همدومره وي. هغه وخت په دې ډول د ستایش پر وژلو او دوسیه باندې خاورې واړول شوې، اوس څه پیښ دي چې بیا آخوندي رژیم د ځان بر حقه ښوولو له پاره او د عدالت د پلي کولو په نامه ډمامې را پیل کړي دي چې د ستایش قاتل دوه ځلي په مرګ محکوم شو. څومره افغانان چې په ایران کې په دار ځړول کیږي، نه نوي (۹۹) سلنه باندې د مخدره توکو د کار و بار تور لګول شوی دی او مړي یې بیا بیرته د هغوی پر کورنیو خرڅول کیږي.
دا دوسیې او نور هغه ظلمونه چې د ایران په جغرافیاي محدوده کې د افغانانو په حق کې شوي او کیږي، په کوم عدالت کې به وڅیړل شي؟؟؟ افغان چارواکي خو یې هسې هم په فکر کې نه دي. په کابل کې ناست واکداران هغه کارونه کوي چې باید و یې نه کړي، د شمالي کوریا د اتمي آزموینو غندنه کوي او…
و سړیه! ستا یې په کوریا څه او ستا یې د هغوی پر اتمي آزموینو څه غرض؟ خپل کور کې دې توره سپۍ لنګه ده، په زرګونو بچي یې خلکو ته غاپي او خولې ور اچوي، د تورې سپۍ کونګري در و تړئ…»
دلته ما د تیرې او اوسنۍ پیښې یو لنډکۍ گزارش برابر کړ، اوس به بیا ولیدل شي چې د کابل مسؤلین څه کوي او د تهران مسؤلین د اسلامي رژیم د عدالت په سیوري کې څه اجرآت کوي.