پوهیږو چې په نن زمانه کې ملي مهمې ګټې ساتل، هیواد خوندي کول د جوش په ځای هوش غواړي، او د ننیو نړیوالو شرایطو په اساس ستونزمن خو ممکن کاردی. هیواد او ګټې یې له بدخواهانو ساتل تر ټولو لمړی نن ښه ملي زعامت ته اړتیا لری چې هم پوه، ریښتیني، په ملي ګټو مین او تر خپلو شخصي او ګروپي ګټو یې لوړې وبولي. همدارنګه، ترټولو بل اړین او مهم کارد یوه ګډ ملي لید لوري درلودل او دهغه په اساس د ښو پالیسیو لرل او د ښو کړنلارو په لرلو سره يې په نه ستړې کیدونکې توګه پلې کول ښکاري. دهغوبیا پیا په خپل وخت سره ارزونه او کتنه او له تیروتنو زده کړه کول یې خورا مهم نور اړخونه شمیرل کیږي.
همدارنګه، د ملت ټولو افرادو ته پکار ده چې په مخلصو سیاستوالو پسې اقتدا وکړي هغه سیاستوال چې شخصي ګټې تر ملي او ټولنیزو ګټو لوړې نه بولي. همدارنګه، دولت ته اړینه ده چې د پورته کارونو لپاره نه یوازې ښه کدرونه وروزي بلکه د اړینو دولتی نهادونو او سازمانو د تقویې ترڅنګ د نادولتی، اکادیمیکي او نورو د فکر د مرکزونو، د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو او نهادونو په تاسیس او تقویه کې په کلکو ګامونو پرمخ ولاړ شي. دا باید په دولت کې د ننه او له دولت او حکومت څخه د باندې په ټولو ساحو کې لکه په علمي موسساتو او خصوصي سکتور کې ترلاسه شي. مدني ټولنو او مسلکي انجمنونو ته هم اړتیا شته ترڅو د دولت او ملت او نهادونو تر منځ د پلونو په توګه کار ورکړی. دولت او علمی شخصیتونه او نهادونه باید دهغو په تاسیس، بیا رغونه، او تقویه کې او هم د قوانینو په پلي کولو کې تل نه ستړې کیدونکې هڅې وکړی. ځکه یوازې په افرادو باندې بسنه کول او نهادونو، قوانینو او مقرراتو ته د نه پاملرنې په وخت کې د کدرونو تر منځ بیځایه کشمکش او ناندرۍ رامنځته کیږي او یو د بل انرژي ضایع کوي او د مثبت کار مخه نیسي.
دا مرکزونه په کړکچنو ملي مسئلو کې که هغه امنیتي وي که اقتصادي، که هغه د منازعاتو او د بحرانونو د مدیریت وي، که هغه د ملي ستراتیژیکو زیرمو د څیړنې او د هغولپاره د غورو کړنلارو د جوړولو لپاره وي او په داسې نورو ساحو کې له هره اړخه باید پلټنې او څیړنې وکړی. دوی باید ستراتیژیک فکر او ستراتیژیک پلانونه رامنځته کړي. هغوي به په لمړیو وختونوکې ورو ورو قدمونه ږدي خو کرار کرار به اړینه تجربه او د ملت او دولت اعتماد به په ځان باندې راپیدا کوي او لوی لوی ستونزمن کارونه به کوی، ستونزې او مسئلې به حلوي. دلته د لاندې فرد مفهوم بیخي ښه د تطبیق وړ دی.
که غوټې پسې وهې په لاس به درشي چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته.
که ملي نهادونه د مختلفو ملي ستراتیژیکو مسئلو د څیړلو او حل لپاره موظف شي، په ایماندارو او ريشتینو کدرونو ډک شي، د دولت مرسته ورسره وي، وخت ورکړل شي، به عمل کې کارونو ورته وسپارل شي او اړینه څارنه او لارښونه یې وشي د اشتباه امکان یې رد نه شي نو له تجربو وروسته به لوېې تشې ډکولای شي.
که داسې ونشي نو زموږ وخت به تل له نورو هیوادونو سره د امنیتي تفاهمنامو په هکله په ډغرو وهلو تیریږی. اوهغه به هم نشو حل کولای. ټول هیوادونه له نورو سره تفاهمنامې او قراردادونه کوي خو مسلکي کسان لري او په ملک کې یې غوغا نه جوړوي. له نورو ملکونو سره د تفاهمنامو په هکله سیاستوال د ځان په ګټه هم کار نه اخلي. په نورو ملکونو کې خلک د خپلو ملکونو د صنعت، کرنې، علومو، روغتیا، تجارت، ساینس او تکنالوجۍ په اړه ملي ستراتیژیک او اودمهاله پلانونه جوړ او پلي کوي او موږ په دې ناندرۍ وهو چې ولې مو له دې او هغه ملک سر داسې او هسې لیکلي دي. د دې پایله به داوي چې موږ په ملک کې په بیځایه ناندریو اخته یاستو او ستراتیژیکو او د لوړ اهمیت لرونکو مسئلو د حل لپاره ښه ظرفیت، بستر او اخلاق ونلرو. له یوې عادي او یا غیر عادي مسئلې به د بسکشۍ وزه جوړوو، خپل ځان په حقه ثابت او نور ورباندې ملامت کړو. په داسې حال کې د وړو ستونزو د پیښیدو په وخت به ټول دولت او ملت په اصطراب کې وي غټې مسئلې خو لاپریږده، د ستونزو د تحلیل په ځای به په ناندریو اخته وو او پایلې به نه مومو. ستونزې به نه حلیږی نورې به زیږي او ملت به په ځان اعتماد له لاسه ورکوی او د ملي سترو پروګرامومو څخه به مو بیرته باته کوي. اخر چا په یوازې توګه او په ټولنیزه توګه له ځانه پوښتنه کړې ده چې زموږ حال ولې داسې دی او له دې حالته د وتو کومه لاره شته او کنه؟ ولې نور ملتونه له ورته ستونزو سره مخ نه دی؟ که موږ داسې پوښتنې له ځانه نه کوو په خپلو عقلونو باید بی باوره شو.
د ملي کدرونو او نهادونو ظرفیت څنګه لوږیږي؟
زموږ په ملک کې هم د کدرونو او دولتي نهادونو د ظرفیت او وړتیا لوړول یوه توده او زیاته شاربل شوې مسئله ده او په تیره په دې څو کلونوکې خو هرچیرته او په هر مجلس کې ویل کیدل چې د دولتي کدرونو او نهادونو وړتیا کمه ده او باید زیاته شي. خو تل تپوس دا و چې داکار څنګه کیږي.
تاسو ټولو ته مالومه ده چې لامبو وهل، سوک وهل، پهلواني کول، د ریاضی زده کړه، دخط لیکل او هر بل کار ترڅو په عمل کې ونشي نه زده کیږي. که چا لیدلي وي چې یو سړی دې په کتاب ویلو او په ټولګي کې په درس ویلو لامبو وهونکی شوی وي ماته یې دې په تاریخ کې څوک راوښي. د انجنیري، طب، او نور ټول علوم همداسې دي چې تاسې اړیاست د نظري درسونو ترڅنګ عملي کار وکړی. تاسو یوازې په کتاب لوستلو او لکچر اوریدلو ښه جراح نشی کیدای او په عملیات خانه کې د تجربه لرونکي جراح تر نظر لاندې باید عملیات وکړي ترڅو د عملیات کولو وړتیا پیدا کړی.
همدارنګه، وړ کدرونه، دیپلوماتان، د امنیتي او ستراتیژیکي مسایلو څیړونکي او کارپوهان په یوازې نظریاتي خبرو نه روزل کیږی. د سازمانونو او نهادونو خبره خو لا اوږده ده او ډېر وخت غواړي چې د کار جوګه شی. یو وزارت ته کلونه کلونه په کار دی چې کوم غوره ملي پلان جوړ او پلی کړي، د خپلوانو په ځای د لیاقت په اساس ښه کدرونه په کار وګوماري. د قراردادیانو ښه مدیریت وکړي، له ملي بودجې څخه سمه ګټه واخلي، د خپلو کارونو بیا بیا ارزونه وکړی او د راتلونکي لپاره له خپلو تیروتنو ګټه پورته کړي. باید هڅه وکړو چې د زیاتو هیوادوالو پام و دې ته راواړوو چې د مهمو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو او ورته د کار کولو لپاره څه کول په کاردي. څنګه، ورته کدرونه وروزو، څنګه، ملي اجماع ورباندې جوړه کړو او نور.
د ملي امنیت ستراتیژیکې مسئلې څنګه حل کیدای شي؟
کله چې ملي امنیت وایو مطلب مو باید د عسکري او امنیتي مسئلو ترڅنګ، د هیواد د ستراتیژیکو زیرمو او ګټو خوندیتوب، ملي وحدت ساتل، په مهمو موضوع ګانو کې ملي اجماع راوستل او ساتل مو هم په نظر کې وي. که زموږ ملي ګټې خوندي نه وي نو عسکري او امنیتي ستونزې مو نه حلیږی، که زموږ خلک ملي ستونزو ته ښه ځیر او ورباندې پوه نه وي نو ملي امنیت نشي خوندي کیدای. د همدې لید لوري په بنا زموږ په زیاتو ځوانانو او خلکو کې باید د دې وړتیا پیدا شي چې د ملي امنیت په مهمو مسئلو او د ملي ګټو لرونکو اوږد مهاله ستراتیژیکو پرګرامونو او پروژو باندې د کار کولو په ستونزو او رازونو باندې پوه شي. که مو ملي وحدت خوندي نه وي نو هر بل څوک مو ګټو ته زیان په ډېره اسانۍ سره رسولی شي.
اړینه ده زموږ ډېری اړین خلک او په تیره ځوانان د دې مهمو کارونو په پلان، پلي کولو او ارزونې لپاره وروزل شي، د دولت په اډانه کې چې کوم سم لید لوري رامنځته کیږي خلک ورباندې پوه او ورسره همغږي شي ترڅو د اړینو پالیسیو د پلي کولو زمینه برابره شي. په هیواد کې هر بل سیاسي قوت، شخصیت او ګروپ ته باید اجازه وی چې د هغو د بډاینې لپاره ورباندې نیوکه وکړي خو د سبوتاژ او تخریب لپاره نه بلکه یوازې او یوازې د بډاینې لپاره. البته زمان، مکان او شرایط هم خورا مهم دي او باید په پام کې ونیول شي. دې کارونو ته د اړوندو خلکو، رسنیو، کارپوهانو، کدرونو، شنونکو، سیاستوالو، او چارواکو پام واړول شي. ځکه که داسې ونشي نو دهیڅ یوه سم کار لپاره به په افغانستان کې موکه نه وي، خلک او نخبه ګان به مو تل یو له بل سره په کشمکش کې وی، انرژي به یې عبث کیږي او پایله به یې لاسته نه راځي بلکه د ګټو په ځای به ستونزې زیږوي.
د مسلکي، وړ کدرونو روزل یو اړین او ستونزمن کار دی او وخت غواړي نو له همدې کبله بیړه کول په کار دي. د کدرونو ترڅنګ باید پوه شو چې د ملي نهادونو لکه، پارلمان، وزارتونو، ستراتیژیکي مطالعاتو د مراکزو، د فکري مرکزونو، مسلکي انجمنونو، پوهنتونونو او نورو د وړتیا لوړول خورا اړین کار دی ترڅو یو د بل سره په خبره پوه او د ګډ کار توان ومومي که نه نو یو د بل مخه به نیسي.
که د مثال په توګه، تاسو غواړی چې سترې سترې د بندونو پروژې، جوړې کړئ خورا سترې سترې ننګونې لري. کلونه کلونه پکار دي چې مطالعې وشي، مالومات راټول شي، په علمي روشونو او په کمپیوتري پروګرامونو وارزول شي، د هغې پروژې تاثیرات په چاپیریال، په ټولنه او د هغو پروژو اقتصادي ګټې او نور ټول په غور سره باید وکتل شي او یقین ترلاسه کړي چې له مصرفونو یې ګټه زیاته ده. تر ټولو ژوره او ستونزمنه مسئله خو د مرزي یا د هغو سیندونو د اوبو ده چې له یوه هیواده بل ته بهیږي. که تاسو غواړئ د داسې سیندونو له اوبو ګټه واخلئ، خو خپلې پیسې، تکنالوجي او کدرونه نلری او نورو ته اړ یاستی نو نړیوالې موسسې او هیوادونه به یوازې او یوازې د نړیوالو قوانینو په چوګاټ کې له تاسو سره مرسته کوي او په دې قوانینو پوهه د غوره او روزل شوو کدرونو کار دي. که تاسو دا کدرونه ولري نو هغوي به د خپلې پوهې او تجربو په اساس د مذاکراتو په میز ستاسو د ملک د ګټو دفاع کوي خو له نورو سره به هم د کار توان لری که نه حال به ېې داسې وي لکه زموږ د هیواد. خو باید ووایو چې د دې ملک اصیل بچې شهید موسی شفیق کلونه مخکې په دې کار توانیدلای و.
څو کلونه مخکې ماته یوه نړیوال کار پوه وویل چې ترڅو په عمل کې د غټو پروژو لکه د بندونو، په پلان، مطالعو، امکان سنجولو، پلان کولو او بیا پلی کولو باندې کار ونشي نو څوک وړتیا، تخصص، تجربه او د اعتماد وړ کدرونه نشي ترلاسه کولای. البته دا ټول یو تربله د قیقه تړاو او باید ښه پلان شي.
زموږ د هیواد دولت او خلکو په دې څو مخکې کلونوکې ونشو کړلای چې په دې کې د پام وړ کوم قدم کیږدي. هو! نور هغه هیوادونه چې کوم شوم هدفونه ونلري او نړیوالې موسسې به مرسته وکړي، تاته به د کدرونو په روزنه کې لاس درکړي، پیسې به پور، په ګټه، او یا خوشې درکړي خو د یوه هیواد لپاره د بل هیواد سره د دهغوي د اوبو په سره ډغرې او چنې نه شي وهلای. نو پکار ده چې د خپلو کدرونو په روزنه کې بیړه او همت شوی وای.
خو په خواشینۍ سره کله به چې د نظام مشرانو او یا اړونده چارواکو ته د هیواد د زیرمو د ګټو اخیستلو لپاره د کدرونو او نهادونو د ودې خبره او وړاندیز کیده نو له پامه به یې غورځوله او سمدستي به یې خبره بلې خوات واړوله او ویل به یې نه نه موږ اوس اماده نه یو. زما په یاد دي چې موږ څو مسلکی کسانو په وار وار ځینو چارواکو ته ویلي چې اصلي ستونزه همدا ده چې موږ اماده نه یو نو ځان باید اماده کړو. باید د ځان د اماده کولو په لارو چارو ځان پوه، وسایل یې برابر او ځان اماده کړو ځکه دا وخت غواړي او ستونمن کار دی. دا ملک دا وړتیا باید تر لاسه کړي که نه نو وخت تیریږي او زموږ ملي ګټې زیانمنې کیږي.
پابله داشوه چې زموږ د کدرونو د روزلو لپاره خورا ښه چانسونه مو له لاسه ورکړل. ځینې خلک حاضر ول چې زموږ لسانس او ماسترۍ لرونکي ځوانان د هیواد د زیرمو څخه د ګټو اخیستلو او د تخصص ترلاسه کولو لپاره و بهرنیو معتبرو پوهنتونونو ته واستوي او اوس په موږ کارپوه، مسلکي، دپلوماتان، اقتصادانان او نور د پالیسۍ او ستراتیژۍ کارپوهان درلودلای او له هیواد سره به یې مرسته کولای. پوهیږو چې په داسې ستراتیږیکو مسایلو کې کدرونه روزل کلونه کلونه وخت نیسی. مګر په خواشیني سره د نظام سره له سره تر پایه هیڅ تدبیر نه و.
له نورو سره د امنیتي تفاهم کولو او نه کولو خبره
زه د امنیتي مسایلو کوم کار پوه نه یم، نه د وروستۍ تفاهمنامې په هکله کوم کره مالومات لرم نو ځکه په دې هکله زما د څه خاص ویلو ځای نشته. خو زه دلته له همغه پورته زاویې دې مسئلې ته ګورم او دومره وایم چې هې د افغانستان سیاستوالواو مشرانو له دې څخه باید درس واخلئ، که سوله کوئ نو مذاکرات به کوئ، تقاهم به کوئ، خو چم یې باید دریاد وي، ورته به کارپوه، حقوقدان، په امنیتي مسئلو کې مجرب کدرونه مومئ او روزی. ترڅه وخته به ناندرۍ وهئ، چې هغه او دغه هییواد له موږ سره هسې او دغسې کوي. ایا تاسو تر اوسه نه دي زده کړي چې نور به تل هڅه وکړي چې خپلې ملي ګټې زموږ په هیواد کې خوندي کړي. که زموږ هیواد کمزوری وي نو هغوي به همدا خپله تیره د زور او تذویر پالیسي چلوي، هغوي به هیڅکله هم راباندې رحم ونکړي، دنړۍ هیڅ هیواد هم دا رحم ندی کړی او وروسته به ېې هم ونکړي. هرچیرې برلاسي هیوادونه د نورو هیوادونو دحالتو سره سم خپلې ګټې پکې ګوري.
کله که نور هیوادونه پوه شول چې زموږ توانمندي اوس دومره ده چې دهغوي ګټې له موږ سره له زور وهلو او تذویر څخه د متقابل احترام په چوکاټ کې ښې ترسره کیږي نو بیا به درسره په هغه ډول چلن کوي ځکه په دوکه او تذویر کې زیاتې ګټې راڅخه اخلي. کله هم چې هغوي ونشي کولای له موږ له سره د دوکې، توطیې، غدر، تذویر او چال له لارې رامخ کې شي نو بیا به د متقابل احترام په چوکاټ کې راسره چال چلن کوي. که هغوي ستا په کارپوهانو پوره باور پیدا کړ چې هم په سنګر کې او هم د مذاکراتو د میز په سر ورڅخه د خپلو حقونو د غوښتو په مسلکي انداز کې د اخیستو توان لرې نو بیا به درسره د متقابلو ګټو په چوکاټ کې کار کوی. خو باید پوه وو چې دې شرایطو ته موږ ځان باید ورسوو. اوس باید ځان و هغه ځای ته ورسوو چې د نورو حریفانو تمه راڅخه پرې شي او پوه شي چې اوس موږ متقابل ګذار کولای شو نو لاس به اخلي. دا باید په هره ساحه کې وی. دا باید په سنګر کې وي، دا باید د مذاکراتو او تفاهم په میز وي، دا باید د اقتصادي او تجارتي چنو وهلو په میز باندې وي او دا باید هرچیرې وي.
باید پوه شئ چې خپلې ملي ګټې په عذر، ګدایۍ، ناندریو نه خوندي کیږي. ځان به تیا روئ، که جنګ وي او که مذاکره وي او که تفاهم وي هنر به یې زده کوئ او کنه نو د نړۍ خلک به په ځان باندې خندوئ او څه به نه ترلاسه کوئ. خلک به وایي چې تاسو د هیڅ هم نه یاستئ. که موږ افغانان غواړو چې له نورو سره سیال شو باید په هره ساحه کې له هغو سره ځان برابر کړو، د هغوي په چالونو پوه شو، په خپلو هم غوړ وکړو، کدرونه وروزو، خو اړینه ده چې احتیاط هم وکړو. دلته باید د احتیاط او کار نه کولو او بانو لټولو توپیر وشي. پایله دا شوه چې په احتیاط سره د ځان د اماده کولو په لامبو وهلو پیل وکړو خو په متانت او غوړ سره.