د ورځې په اوږدو کې شونې موږ ټول سترس یا ذهني فشار تجربه کړو. په دې متن کې د سترس په دریو سادو حل لارو غږېږو.

لومړی: (نفس کاږل) کله چې سترس یا ذهني فشار احساسوئ، نو هڅه وکړئ، چې ژور ژور نفس یا ساه وګاږئ تر څو عضلې مو شلې یا سستې شي او سترس مو کم شي؛ دا تګلاره هغه تګلاره ده، چې په ريښتینې توګه کولای شي د انسان د سترس یا ذهني فشار کچه ټيټه کړي او دا تګلاره د نړۍ راز راز وګړو په واسطه تجربه شوې او کارول کېږي.

دویم: (خندېدل) کله چې سترس یا ذهني فشار احساسوئ، نو هڅه وکړئ، چې موسکا یا خندا وکړئ؛ خندېدل یا مسکي کېدل مو د سترس کچه ټیټوي او د خوښۍ او حتا د بدن د روغ ساتلو ژمنتیا مو کوي. دا تګلاره هم په اړونده برخه کې د نړۍ راز راز وګړو تجربه کړې او کاروي یې ځکه په بشپړه توګه کولای شي په اړونده برخه کې ګټورې پایلې ولري.

دریم: (ټولنیز کېدل) هڅه وکړئ تل له خپلو ملګرو سره واوسئ، له نویو وګړو سره ځان مخامخ کړئ او ورسره بلدتیا ومومئ، په غونډو کې ګډون وکړئ، له راز راز وګړو سره خبرې وکړئ، په هره غونډه منډه کې خپل اړین نظر وړاندې کړئ او …

ټونیز کېدل او له نورو سره یو ځای اوسېدل هغه څه دي، چې کولای شي له یو چا څخه فعال انسان جوړ کړئ، هر څه یې پر وړاندې عادي او ساده وګرځوي او د تل لپاره یې د ذهني فشار یا سترس له منځه تللو لامل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *